خليل الرحمن راخماني
لا اله الا الله محمد رسول الله
😭😭😭😭😭 #مور #جنت #مورمينه #دونيا #کور #اباد #بهير #لا #مور #دونيا #ړانګه #يارب #ټولي #جنتي #کي
02/12/2021
مړ انسان څنګه خبريږي چې زه مړ یم؟
انا الله وانا الیه راجعون:
مړ شخص هېڅ نه پوهيږي چې زه مړ یم، هغه د مرګ خوبونه ویني. کله لامبي کله ژاړي تر هغې چې په قبر کې کېښودل شي،
کله چې خپل ټول خپلوان ترې لاړشي او په قبر کې یوازې پاتې شي نو خدای ج ورته په بدن کې روح واچوي کله چې سترګې وغړوي اول خو یې زړه ښه شي چې د یو بد خوب څخه راویښ شوم خو کله چې خپل شاو خوا ته وګوري او ځان په کفن کې تاوو وویني نو بیا ویره پرې غالبه شي او چغې شروع کړي چې زه چېرته یم، زما کالي چېرته دي، بیا به د مرستې لپار ه د خپلو دوستانو او خپلوانو نومونه اخلي، احمده، محموده چېرې یاست مرسته وکړئ،
که چېرې شخص نېک عمله وي نو دوه ملایکي به ورته راشي او تسئلي به ورکوي او د هغه شخص به ښه پالنه وکړي.
خو که شخص بد عمله وي نو ملایکي به یې د هغه بدو اعمالو سزا ورکړي او سختي به نوره هم پر ې ډېره کړي.
الله پاک دې زمونږ ښکاره، پټ، لوی، کوچني ټول ګناهونه معاف کړي، الله پاک دې مونږ نېک عمله انسانان جوړ کړي!
امين.
ملګري مو صفحې ته را دعوت کړی🥰
Akramullah Saba
09/09/2021
01/02/2021
خپل نفس سپک کړئ!
نفس مه اراموه، قسم په الله څوک چې خپل نفس سپک نه کړي، هېڅکله یې عزتمند کولی نشي، څوک یې چې ذلیل نه کړي، اوچت به یې نه کړي، څوک چې خپل نفس مات نه کړي، رغولی یې نشي، او څوک چې یې ستړی نه کړي، ارامي نشي وربښلی، او تر څو چې یې ونه ډار کړې، امن به ورنه کړې او تر څو چې نفس خفه نه کړې؛ نو خوشاله به یې هم نه کړې.
(الفوائد؛ صـ۹۲)
الله تعالی دې زموږ نفسونه اصلاح کړي. آمین
د ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړئ!
23/01/2021
لمانځه ته منډې مه وهئ!
رسول الله ﷺ فرمایي: چې اقامت واورئ لمانځه ته روان شئ، په درنښت، ارام او وقار سره ورځئ، منډې مه وهئ، کوم لمونځ چې ونیسئ هغه وکړئ او پاتې پوره کړئ.
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال : قال رسول الله ﷺ: إذا سمعتم الإقامة فامشوا إلى الصلاة وعليكم بالسكينة والوقار، ولا تسرعوا، فما أدركتم فصلوا، وما فاتكم فأتموا.
(متفق علیه واللفظ للبخاري)
حدیث کې دوه لفظونه راغلي (بالسكينة والوقار) امام النووي رحمه الله یې توپیر داسې کوي چې "سکینة" د حرکاتو سموالی، یعنې ارام او عادي تګ نه منډې او ټوپونه. او "وقار" د اواز ارامي او لارې ته توجه.
زموږ یوه کلیوال چرته کوم جومات کې لمانځه ته منډه کړې وه، نو پخه یې ښوېدلې وه او لاس یې مات شوی و.
اوداسه نه د فراغت پر مهال اندامونه لانده، لستوڼي خلاص او د جامو ترتیب ناسم وي، پدې حالت کې چې سړی په منډه شي، بېخي بېخونده ښکاري.
ځکه رسول الله ﷺ فرمایي چې منډې مه وهئ (ولا تسرعوا) او دا منډې او بیړه، ځکه ناسم کار دی، چې ضرورت ورته نشته، حدیث کې د منډو پر خلاف معقول دلیل بیان شوی، یعنې کوم لمونځ چې ونیسئ هغه وکړئ او پاتې پوره کړئ. (فما أدركتم فصلوا، وما فاتكم فأتموا).
بناءً لمانځه ته په درنښت تګ پکار دی، منډې وهل او لستوڼي اچول... په کار نه دي. د منډو نه ځکه منع راغلې ده چې بل روایت کې راغلي؛ څوک چې لمانځه ته روان شي؛ هغه په لمانځه کې ده، یعنې د لمانځه ثواب یې دی.
لیکنه؛ استاد حامد افغان.
ګرانو ورونو!
زموږ ټولنه کې ډېر خلک د جمعې پر مهال، یا د لمانځه پر مهال مسجد ته منډې وهي، چې دا کار د رسول الله ﷺ د احادیثو خلاف دی. راځئ چې لومړی پخپله پدې مبارک حدیث عمل وکړو او بیا ترې نور مسلمانان هم خبر کړو؛ نو د ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړئ، تر څو ټول ورونه ترې خبر شي او عمل پرې وکړي.
یوه غوښتنه:
-که پورتنۍ لیکنه مو پوره لوستلې وي؛ نو لطفاً په کمنټ کې ولیکئ چې، پوره ولوستل شوه.
03/01/2021
نبوي دعا!
یا اللّٰه! ستا برکتونه، رحمتونه او روزي رازیاته کړه.
یا اللّٰه! د هغه تلپاتې نعمتونو سوال کوم چې نه اوړي او نه ختمېږي. (رواه أحمد)
17/12/2020
یوه ورځ یو پلار د خپل زوی په اوږه باندې لاس کیښود او
ورته یې وویل؛ زویه! زه به قوي یم او که ته به قوي یې؟
زوی یې ورته وویل؛ زه قوي یم.
پلار یې چې کله پنځه څلوېښت (۴۵) کلنۍ ته ورسېد، بیا راغی او له خپل زوی نه یې پوښتنه وکړه چې، زویه زه به قوي یم او که ته به قوي یې؟
زوی یې ورته بیا وویل چې پلار جانه! زه قوي یم.
پلار یې له ځای نه پورته شو او یو څو قدمه مخکې ولاړ او له خفګان نه یې څو اوښکې د سترګو لاړې...😢
او دریم ځل لپاره یې له خپل زوی نه پوښتنه وکړه چې، زویه! زه به قوي یم او که ته به قوي یې؟
زوی یې ورته په خفګان سره وویل؛ پلار جانه! ته قوي یې!
پلار یې ورته وویل؛ زما خفګان او اوښکې چې دې وکتلې، نو ځکه دې وویل چې ته قوي یې.
زوی یې ورته وویل؛ نه پلار جانه داسې نه ده! هغه دوه ځل مې چې درته وویل چې، زه قوي یم علت یې دا و چې ستا لاسونه زما په اوږو باندې پراته و، ملا مې د غره په شان کلکه مضبوطه او ګرمه وه؛ خو کله چې دې لاس زما د اوږو نه پورته کړ او روان شوې ومې لیدل چې، له تا نه پرته زه هیڅ هم نه یم.
ګرانو ورونو او خویندو!
والدین (مور او پلار) د ژوند ستره هستي ده، ډېر قدر یې وکړئ.
رسول الله ﷺ فرمایلي؛ مور او پلار د جنت د دروازو منځنۍ دروازه ده، اوس تاسو ته اختيار دی، که غواړۍ همدغه دروازه ضايع کړئ، او که غواړۍ ساتنه يې وکړئ.
(سنن ابن ماجه، کتاب الادب، باب برالوالدين، حديث: ۳۶۶۳)
همدارنګه په یوه بل حدیث شریف کې راغلي؛
له حضرت ابو امامه رضي الله عنه څخه روايت دی، يوه کس رسول الله صلی الله عليه وسلم ته عرض وکړ، يا رسول الله صلی الله عليه وسلم! په اولاد باندې د والدينو حق څه دی؟
رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: هغوی دواړه ستا جنت يا ستا دوزخ دي.
(مشکوة المصابيح، صـ ۴۲۱)
یعنې؛ که چېرته له مور پلار سره غوره چلند وکړئ، د دواړو د راحت او آرام لپاره کوښښ وکړئ، په ځان او مال د هغوی فرمانبرداري وکړئ؛ نو ستا دا عمل جنت ته د تلو سبب جوړيږي، او که چيرته د هغوی نافرماني وکړئ؛ تکليف ورکړئ؛ نو دا تاسو لپاره دوزخ ته د تللو سبب جوړيږي.
رب دې موږ ته توفیق راکړي، چې د خپلو والدینو پوره پوره خدمت وکړو. آمین
د ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړئ.
یوه غوښتنه:
-که پورتنۍ لیکنه مو پوره لوستلې وي؛ نو لطفاً په کمنټ کې ولیکئ چې، پوره ولوستل شوه.
17/12/2020
🥀ﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺ🥀
*۞ﺍﻟﺴَّﻼَﻡُ ﻋَﻠَﻴْﻜُﻢْ ﻭَﺭَﺣْﻤَﺔُ ﺍﻟﻠﻪِ ﻭَﺑَﺮَﻛَﺎﺗُﻪ۞*
🥀ﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺ🥀
*ملګرودجمعی مبارکه شپه درودشریف مه هیروی*
*ﷺ❤دزړه داخلاسه یی ووایاست❤ﷺ*
🌹ﷺ🌷ﷺ💚ﷺ💚ﷺ🌷ﷺ🌹
*اوخپل دملګرو سره یی هم شریک کړی آن شاءالله په ډیرکم وخت کی به په حضرت محمدصلی الله علیه وسلم باندی په میلیونونو درودونو سوابونه الله ج درته نصیب کړی*
🌹ﷺﷺﷺﷺ🌹ﷺﷺﷺﷺ🌹
*🥀۞بسۡمِ ٱللهِ ٱلرَّحۡمَنِ ٱلرَّحِيمِ۞🥀*
🌺ﷺﷺﷺﷺ🌸ﷺﷺﷺﷺ🌺
*۞إِنَّ اللَّهَ وَمَلائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا۞*
💐ﷺﷺﷺﷺ🌻ﷺﷺﷺﷺ💐
*اَللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ ۞َ و عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ۞ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهيمَ ۞ وَ عَلَى آلَ إِبْرَاهِيمَ ۞ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ* 🌷🌷🌷
🍁ﷺﷺﷺﷺ🍂ﷺﷺﷺﷺ🍁
*اَللَّهُمَّ بَارِكَ عَلَى مُحَمَّدٍ ۞ وَ عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ۞ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إبرَاهِيمَ ۞ وَ عَلَى آلِ إِبْرَاهَيمَ ۞ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد*🌷🌷🌷
🥀ﷺﷺﷺﷺ🌹ﷺﷺﷺﷺ🥀
🤲 #ستاسو #دى #دعا #په #هيله #خليل #الرحمن
://www.facebook.com/khalil.rahman.10441861
15/12/2020
ای انسانه!
دا چې هر سهار بیا ځل سترګې پرانېزې، ستا رب تاته مهلت درکوي، چې توبه وباسې او نېک اعمال ترسره کړې.
یوه وخت راتلونکی دی، چې تل لپاره به دا مهلت له لاسه ورکړې؛ نو ګټه ترې پورته کړه!
رسول الله ﷺ فرمایلي؛ د اللهﷻ د دوو نعمتونو په تړاو
ډېر خلک غولېدلي دي، هغه دوه نعمتونه صحت او فراغت دي. (صحیح البخاري)
یو وخت راتلونکی دی، چې نه به دا ځواني وي، نه به صحت وي، او نه به وخت وي...
مهربان ربه! له موږ څخه د وخت او صحت نعمتونه مه ضایع کوه، موږ ته د نېک عمل کولو توفیق راکړه. آمین
په صدقه جاریه کې برخه واخلئ، د ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړئ.
Click here to claim your Sponsored Listing.