WATAN TV

WATAN TV

Share

This is WATAN TV official page
Broadcasting Sports

12/05/2026

د بنګله‌دېش تاریخي بریا؛ پاکستان ته په لومړۍ ټېسټ لوبه کې ستره ماتې

د پاکستان او بنګله‌دېش ترمنځ د ټېسټ لوبو د لړۍ لومړۍ سیالي، چې د ډهاکې په میرپور لوبغالي کې ترسره شوه، د کوربه بنګله‌دېش په پیاوړې او تاریخي بریا پای ته ورسېده. بنګله‌دېش وکولای شول پاکستان ته د ۱۰۴ منډو په توپیر ماتې ورکړي او د لوبلړۍ پیل په بریا سره وکړي.

بنګله‌دېش په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې د ۴۱۳ منډو ستره مجموعه جوړه کړه، چې د لوبډلې توپوهونکو پکې له زغم، تخنیک او غوره ملګرتیا څخه کار واخیست. پاکستان هم په ځواب کې ۳۸۶ منډې وکړې، خو د بنګله‌دېش له مجموعې لږ وروسته پاتې شو.

کوربه لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې د ۲۴۰ منډو تر جوړولو وروسته خپله پاڼۍ اعلان کړه او پاکستان ته یې د ۲۶۸ منډو هدف وټاکه. خو د بنګله‌دېش منظمې او اغېزمنې توپ‌اچونې د پاکستان د توپوهونکو لپاره سترې ستونزې جوړې کړې.

د پاکستان لوبډله د هدف په تعقیب کې یوازې ۱۶۳ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل، چې له امله یې بنګله‌دېش د ۱۰۴ منډو په توپیر ستره بریا خپله کړه.

دغه بریا نه یوازې د بنګله‌دېش د کرکټ لپاره مهمه لاسته راوړنه بلل کېږي، بلکې دا یې هم وښوده چې کوربه لوبډله اوس په ټېسټ کرکټ کې د سترو سیالو پر وړاندې د باور وړ او قوي لوبډله ګرځېدلې ده.

لومړۍ ټېسټ لوبه – میرپور، ډهاکه
بنګله‌دېش: ۴۱۳ او ۲۴۰/۹ ډیکلېر
پاکستان: ۳۸۶ او ۱۶۳
بنګله‌دېش د ۱۰۴ منډو په توپیر بریالی شو.

11/05/2026

تیم مطرح فوتسال «عزیزی سپورت» که در ترکیب خود از بازیکنان کنونی تیم ملی و شماری از ملی‌پوشان پیشین بهره می‌برد، توانست با نمایش قدرتمند و بازی‌های درخشان، عنوان قهرمانی رقابت‌های جام بهاری فوتسال پاور لیگ اوریا اسپورت را کسب کند.
بازیکنان عزیزی سپورت در جریان این مسابقات با هماهنگی عالی، تجربه بالا و عملکرد چشمگیر، حریفان خود را از پیش‌رو برداشتند و در پایان با شایستگی جام قهرمانی را بالای سر بردند.
این قهرمانی، بار دیگر نام عزیزی سپورت را به‌عنوان یکی از تیم‌های قدرتمند فوتسال بر سر زبان‌ها انداخت.
_سپورت #قهرمانی #فوتسال #ا

11/05/2026

اسټرالیا د پاکستان او بنګله‌دېش پر وړاندې د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو لپاره خپلې لوبډلې اعلان کړې دي. دا سفرونه به د ۲۰۲۶م کال د مې او جون په میاشتو کې ترسره شي او د اسټرالیا لوبډله به د میچل مارش په لوبډلمشرۍ میدان ته ښکته شي.

په دغو لوبډلو کې یو شمېر نوي او ځوان لوبغاړي د لومړي ځل لپاره ملي لوبډلې ته رابلل شوي دي. اولي پیک، لیام سکاټ او جویل ډېوېس هغه ځوانان دي چې د خپلو غوره کورنیو سیالیو د کارکردګۍ له امله ورته ملي چانس ورکړل شوی دی.

اولي پیک یوازې د پاکستان پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو لپاره غوره شوی، په داسې حال کې چې لیام سکاټ د بنګله‌دېش د یو ورځنیو لوبو په لوبډله کې هم شامل دی. جویل ډېوېس بیا د بنګله‌دېش پر وړاندې د شل اوریزو لوبو لپاره اخیستل شوی دی.

اسټرالیا د دغو سفرونو لپاره څو مهم او تجربه لرونکي چټک توپ اچوونکي له ځان سره نه دي بیولي. پیټ کمېنز، میچل سټارک او جاش هېزلووډ په هېڅ لوبډله کې نه دي شامل شوي. پر ځای یې بیلي سټینلېک او رایلي مېریډېت یو ځل بیا د یو ورځنیو لوبو لوبډلې ته راګرځېدلي دي.

همداراز ټراوېس هېډ، کوپر کونولي، بېن ډوارشویس او زاویېر بارټلېټ چې دا مهال د هند غوره لیګ یا IPL سیالیو کې بوخت دي، د پاکستان د سیالیو وروسته به د بنګله‌دېش د یو ورځنیو لوبو لوبډلې سره یوځای شي. اسټرالیا غواړي د راتلونکي نړیوال جام لپاره خپلې لوبډلې ته لا زیات توازن او تجربه ورکړي.

د اسټرالیا د غوراوي کمېټې مشر جورج بېلي ویلي:

“تل دا یو په زړه پورې احساس وي چې نوي لوبغاړي نړیوال کرکټ ته راځي او د ملي لوبډلې برخه ګرځي. موږ باور لرو چې د تجربه لرونکو او ځوانو لوبغاړو ګډ ترکیب به د اسیايي شرایطو لپاره ښه پایلې ولري.”

د یادونې وړ ده چې ګلېن مکسوېل، چې له یو ورځنیو لوبو تقاعد کړی، د شل اوریزو لوبو په لوبډله کې هم ځای نه دی موندلی.

د پاکستان پر وړاندې د اسټرالیا د یو ورځنیو لوبو لوبډله:
میچل مارش (لوبډلمشر)، الېکس کېري، نېتن اېلس، کامرون ګرین، جاش اېنګلېس، مېتیو کوهنېمن، مارنس لبوشېن، رایلي مېریډېت، اولي پیک، مېتیو رېنشا، تنویر سنګها، لیام سکاټ، مېټ شارټ، بیلي سټینلېک او اېډم زامپا.

د بنګله‌دېش پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو لوبډله:
میچل مارش (لوبډلمشر)، زاویېر بارټلېټ، الېکس کېري، کوپر کونولي، بېن ډوارشویس، نېتن اېلس، کامرون ګرین، ټراوېس هېډ، جاش اېنګلېس، مېتیو کوهنېمن، مارنس لبوشېن، مېتیو رېنشا، تنویر سنګها، لیام سکاټ او اېډم زامپا.

د بنګله‌دېش پر وړاندې د شل اوریزو لوبو لوبډله:
میچل مارش (لوبډلمشر)، زاویېر بارټلېټ، کوپر کونولي، ټیم ډېوېډ، جویل ډېوېس، نېتن اېلس، کامرون ګرین، اېرون هارډي، ټراوېس هېډ، جاش اېنګلېس، سپېنسر جانسن، مېتیو کوهنېمن، رایلي مېریډېت، جاش فلېپ، مېتیو رېنشا او اېډم زامپا.

تمه کېږي چې اسټرالیا به د دغو سفرونو پر مهال د ځوانو لوبغاړو د ازموینې ترڅنګ د راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره هم خپل چمتووالی لا پیاوړی کړي.

10/05/2026

رقابت‌های انتخابی رگبی به منظور شناسایی و انتخاب چهره‌های برتر برای تیم منتخب کابل، امروز در چمن ورزشی ریاست تربیت بدنی و ورزش کشور برگزار شد. در این رقابت‌ها، چهار تیم از نقاط مختلف شهر کابل باهم به میدان رفتند و برای کسب مقام قهرمانی و حضور در تیم منتخب کابل با یکدیگر رقابت کردند.

Photos from WATAN TV's post 10/05/2026

د نهم پړاو ای‌انډ جام لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو لپاره د لوبډلو نوملړونه اعلان شول!

د افغانستان د کرکت بورد د لوبغاړو د غوراوي کمېټې نن د نهم پړاو ای‌انډ جام لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو لپاره د هېواد د پنځو زونونو د لوبډلو نوملړونه وټاکل.

د مهالوېش له مخې، دغه سترې کورنۍ سیالۍ به د روانې مې میاشتې په ۱۷مه نېټه پیل شي او د راتلونکې جون میاشتې تر ۴مې نېټې پورې به د ننګرهار ولایت په دوو کرکټ لوبغالو کې ترسره شي.

تمه کېږي چې دغه سیالۍ به د هېواد د ځوانو او پیاوړو استعدادونو د ځلېدو، د لوبغاړو د ارزونې او د راتلونکو ملي پروګرامونو لپاره مهم فرصت ثابت شي. مینه‌وال کولای شي د افغانستان د بېلابېلو زونونو ترمنځ په زړه پورې او رقابتي لوبې له نږدې تعقیب کړي.

10/05/2026

د ۲۰ کلنې ملي فوټبال لوبډلې د کافا سیالیو ته سفر

نن شنبه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور ۱۹مه، د هېواد د شل کلنې ملي فوټبال لوبډله د کافا سیالیو او د ۲۰۲۶ آسیا ملتونو جام ته د چمتووالي په موخه د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ښار ته روانه شوه

10/05/2026

د کرکټ مینه والو لپاره ستره زېری! 🇳🇿🏴

د نیوزیلنډ او انګلستان ترمنځ د ۲۰۲۶ کال په زړه پورې ټېسټ سیالۍ له وطن ټلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
د نړۍ د دوو پیاوړو لوبډلو ترمنځ دا تاریخي او جذابې لوبې له لاسه مه ورکوئ!

د لوبو مهالوېش:

لومړۍ ټېسټ لوبه
لارډز کرکټ لوبغالی
د جون ۴ څخه تر ۸، ۲۰۲۶

دوهمه ټېسټ لوبه
اوول کرکټ لوبغالی
د جون ۱۷ څخه تر ۲۱، ۲۰۲۶

درېیمه ټېسټ لوبه
ناټینګهم
د جون ۲۵ څخه تر ۲۹، ۲۰۲۶

LIVE ON WATAN TV

له وطن ټلویزیون سره پاتې شئ او د نړیوال کرکټ تر ټولو لویې او په زړه پورې شېبې په ژوندۍ بڼه وګورئ!

09/05/2026

د افغانستان کرکټ بورډ د ورزشي ډیپلوماسۍ، د کرکټ د ترویج او تخنیکي همکاریو په موخه یو پلاوی چین هېواد ته ولېږه.
په دې پلاوي کې ملي روزونکی نوروز منګل او لوبغاړي قیس احمد، ظاهرخان پکتین، فیصل شینوزاده او واحدالله ځدراڼ شامل دي.
ټاکل شوې افغان پلاوی په چین کې په ورکشاپونو، ورزشي نندارتونونو او د کرکټ په دوستانه لوبه کې ګډون وکړي او د کرکټ د پرمختګ او تجربو شریکولو په اړه خبرې وکړي.
Watanradio WATAN TV

09/05/2026

د کرکټ مینوالو سلام!

د ایرلېنډ او نیوزیلنډ ترمنځ یوازینۍ ټېسټ لوبه د مې میاشتې په ۲۷مه نېټه په بلفاسټ کې ترسره کېږي، چې د نړۍ د دوو پیاوړو لوبډلو ترمنځ به په زړه پورې او سیالیزه مقابله وي.

نېټه: چهارشنبه، ۲۷ مې ۲۰۲۶
وخت: ماسپښین ۲:۳۰ بجې
ځای: بلفاسټ
په ژوندۍ بڼه یوازې له وطن ټلوېزیون څخه

09/05/2026

د کرکت مینوالو سلام!
د بنګله دیش او پاکستان لومړی ټست لوبی دوهمه ورځ همدا شیبه په ژوندۍ بڼه له وطن څخه وګوری.

08/05/2026

د کرکټ درنو مینوالو سلام!

د پاکستان او بنګله‌دېش ترمنځ د لومړۍ ټېسټ سیالۍ د لومړۍ ورځې لوبه د بنګله‌دېش لوبډلې د پیاوړي او باوري پیل سره پای ته ورسېده.

کوربه لوبډلې د ۸۵ اورونو تر لوبېدو وروسته د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۳۰۱ منډې جوړې کړې او د سیالۍ پر لومړۍ ورځ یې د لوبې کنټرول تر ډېره خپل وساته. د بنګله‌دېش توپوهونکو په زغم، تخنیک او غوره ملګرتیا سره د پاکستان د توپ اچونې پر وړاندې منظم او اغېزناک لوبه ترسره کړه.

بل لور ته، پاکستان چې د پچې تر ګټلو وروسته یې د توپ اچونې پرېکړه کړې وه، هڅه وکړه څو د کوربه لوبډلې پر وړاندې فشار زیات کړي، خو د بنګله‌دېش د پیاوړي بېټنګ له امله ونه توانېد چې پرلپسې ویکټې ترلاسه کړي.

د دغې په زړه پورې او حساس ټېسټ لوبې دوهمه ورځ سبا سهار ۸:۳۰ بجې په ژوندۍ بڼه له موږ سره وګورئ، او د نړیوال کرکټ له جذابو شېبو خوند واخلئ.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Dubai?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Address


Dubai