05/09/2026
اخلاص یار کرکټ کلب د پکتیا ولایت انټرکلب لېول دوهم پړاو سیالیو کې، خپله دوهمه سیالۍ ابدالیانو کرېکټ کلب پر وړاندې وګټله او سیالې لوبډلې ته یې د ۴۶ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه.
Cricket

04/09/2026
د پکتيا ۲۰۲۶ ز کال انټرکلب سياليو دويم پړاو!
د پکتيا انټرکلب سياليو د دويم پړاو اوومه سيالۍ سبا سهار ۰۷:۳۰ بجې د تېرې ايليون او بنوزي لوبډلو ترمنځ او اتمه سيالۍ سبا غرمه ۱۲:۰۰ بجې د ابداليان او اخلاصيار لوبډلو ترمنځ په پکتيا کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.
اخلاص یار کرکټ کلب به خپله دوهمه لوبه سبا ماسپښین یوه بجه د ابدالیانو کرېکټ پر وړاندې ترسره کوي.
د پکتيا ۲۰۲۶ ز کال انټرکلب سياليو دويم پړاو!
د پکتيا انټرکلب سياليو د دويم پړاو اوومه سيالۍ سبا سهار ۰۷:۳۰ بجې د تېرې ايليون او بنوزي لوبډلو ترمنځ او اتمه سيالۍ سبا غرمه ۱۲:۰۰ بجې د ابداليان او اخلاصيار لوبډلو ترمنځ په پکتيا کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.
03/09/2026
اخلاص یار کرکټ کلب له تېرې B کرېکټ کلب څخه په شپږو ویکټو ماتې ومنله.
02/09/2026
اخلاص یار کرکټ کلب به د دوهم راونډ لومړنۍ لوبه، تېرې B لوبډلې پر وړاندې، سبا ماسپښین یوه بجه، پکتیا کرېکټ لوبغالي کې ترسره کوي.
د پکتيا ۲۰۲۶ ز کال انټرکلب سياليو دويم پړاو!
د پکتيا انټرکلب سياليو د دويم پړاو دریمه سيالۍ سبا سهار ۰۷:۳۰ بجې د وطن او تېرې آيليون لوبډلو ترمنځ او څلورمه سيالۍ سبا غرمه ۱۲:۰۰ بجې د اخلاصیار او تېرې B لوبډلو ترمنځ په پکتيا کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.
01/09/2026
د پکتیا ولایت ۲۰۲۶ ز کال انټرکلب سياليو دويم پړاو!
يادې سيالۍ له تیرو دریو میاشتو راهیسې د ۳۶ کلبونو ترمنځ ترسره شوې چې ۸ لوبډلو وکولای شول چې دويم راونډ(پړاو) ته لار پيدا کړي، چې د سپټمبر ۲ نيټه سبا پيل او په ۹ نيټه به پای ته ورسيږي.
خوشبختانه اخلاص یار کرکټ کلب هم په کوالیفای شویو لوبډلو کې شامل دی او خپل میچونه به په تقسیم شوي وخت ترسره کوي.
بریاوې دې لرې نه وي.
د پکتیا ولایت ۲۰۲۶ ز کال انټرکلب سياليو دويم پړاو!
يادې سيالۍ له تیرو دریو میاشتو راهیسې د ۳۶ کلبونو ترمنځ ترسره شوې چې ۸ لوبډلو وکولای شول چې دويم راونډ(پړاو) ته لار پيدا کړي، چې د سپټمبر ۲ نيټه سبا پيل او په ۹ نيټه به پای ته ورسيږي.
22/06/2026
22/06/2026
د ٢٠٢٦ ز کال پکتیا انټرکلب سیالیو د دويم ګروپ د سیالیو د نومرو جدول،چې له ډلې یې اخلاص يار لوبډلې دویم پړاو ته لاره پیداکړه. دا چې پکتیا انټرکلب سیالیو کې ٦ ګروپونه دي، له هر ګروپ یوه لوبډله بل پړاو ته لاره پیداکوي،دوه لوبډلې به هغه دویم کلبونه چې ګروپونو کې له نورو نیټ رن رېټ لوړ وي،بل پړاو ته لاره پیداکوي.
اخلاص یار کرکټ کلب ویاړ لرې چې، په خپل ګروپ کې لومړی مقام لري او دوهم پړاو ته یې لاره پیدا کړې ده.
د ٢٠٢٦ ز کال پکتیا انټرکلب سیالیو د دويم ګروپ د سیالیو د نومرو جدول،چې له ډلې یې اخلاص يار لوبډلې دویم پړاو ته لاره پیداکړه. دا چې پکتیا انټرکلب سیالیو کې ٦ ګروپونه دي، له هر ګروپ یوه لوبډله بل پړاو ته لاره پیداکوي،دوه لوبډلې به هغه دویم کلبونه چې ګروپونو کې له نورو نیټ رن رېټ لوړ وي،بل پړاو ته لاره پیداکوي.
22/06/2026
بریا، بریا، بریا، بریا او پنځمه بریا.
اخلاص یار کرکټ کلب خپل ګروپ، د پنځه واړه لوبو په ګټلو سره ټاپ او دوهم پړاو ته یې لاره پیدا کړه.
مینوالو ته دې ډېر مبارک وي.
په دوهم پړاو کې به بیا سره ګورو، ان شاءالله.
22/06/2026
پنځوسيزه!
د پکتيا انټرکلب سياليو د ب ګروپ په پنځلسمه لوبه کې د اخلاص يار لوبډلې لوبغاړي، عيدالله ذاهد د سادات لوبډلې پر وړاندې خپله پنځوسيزه بشپړه کړه او په ۸۵ ناسوځېدلې منډې يې ترسره کړې.
See less