18/02/2025
پبجي ګیم به مو نه وي کړی؟!
دا ګیم د نظامي کسانو لپاره ډېره فایده لري ځکه د ټولو نظامي تجهيزاتو سره په اسانۍ بلد کېږي؛ خو په دې شرط چې UC باندې پیسې ورنه کړي او بل هغه وخت کې ګیم وکړي چې بېکاره وي.
دا ګيم د کرفټون «Kraftoon» سټوډيو څخه نشرېږي، په اصل کي د
جاپاني فلم «Battle royce» چې په ۲۰۰۰ز کال کې جوړ سوی ؤ سرچينه اخلي، په 2017 م کال کې جوړ سو او څو جنګي ډګرونو کې تر ۱۰۰ نفرو پورې ظرفيت لري، چې د جګړې ډګر ته له الوتکې څخه د پراشوټ په وسيله يوه مشخص جنګي میدان ته کښته کېږي.
دغه نقشه د نظامي تګلارو پر اساس ورو، ورو کوچنې کېږي او د جنګ سرباز اړ دی چې خپل د ځان خيال وساتي او دښمن له منځه يوسي ترڅو کاميابه سي.
يعنې لنډه دا لکه د کمانډو څو کسیزه ډله، چي په ټولو نظامي تجهيزاتو سمبال وي، یو د بل په همکارۍ مخ ته ځي.
ددغه ګيم عمومي ډايرکټر او ډيزاينر، برینډن ګرين او جنګ ټي سيوک دی.
11/01/2025
11/01/2025
11/01/2025
29/12/2024
28/12/2024
28/12/2024
28/12/2024
24/12/2024
28/09/2024