31/01/2026
د کرکټ چلنجی لوبه!
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ
خدای دی وکړی چی جوړ او روغ به یاست نن جمعه 2026/1/31 د افغان ټایګرز او QM اکاډمی تر مینځ چلینجی لوبه ترسره سوه چی ټاس QM کرکټ اکاډمی وګټو او توپ اچونی پریکړه یی وکړه چی افغان ټایګرز د ټولو لوبغاړی په سوځیدو سره 156 منډی ترسره کړی، د QM اکاډمی ته د بال په برخه کی:
عبدالله 2
قدرت الله 1
نصیر 1
رحمت الله 1
ویکیټی ترلاسه کړی
په ځواب کی QM اکاډمی ډیر ښه سټارټ واخیستو او لوبه یی په غټ توپیر د یو لوبغاړی په سوځیدو په 13 اورو کی وګټو،
د بیټینګ برخه کی:
حیات الله پهلوان 72 ناسوځیدلی منډی
قدرت الله 61 ناسوځیدلی ډیری منډی وکړی.
د لوبی غوړه لوبغاړی هم حیات الله پهلوان سو چی ډیره ښه لوبه یی وکړه او خوندوری او غټی شپګیزی یی ووهلی،
د QM اکاډمی لوبغاړو ټولو ډیره ښه لوبه وکړه ټولو ته دی مبارک وی او د نورو بریاوو په هیله...
24/01/2026
د سریز لومړی لوبه!
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ
خدای دی وکړی چی جوړ او روغ به یاست نن جمعه 2026/1/23 د میوند افغان او QM اکاډمی تر مینځ د سریز لومړی لوبه ترسره سوه چی ټاس میوند افغان وګټو او توپ وهنی پریکړه یی وکړه چی میوند افغان کرکټ کلب په ټاکلو 16 اورو کی د 3 لوبغاړی په سوځیدو سره 133 منډی ترسره کړی، د QM اکاډمی ته د بال په برخه کی:
قدرت الله 1 ویکیټه
یوسف 1 ویکیټه ترلاسه کړی
په ځواب کی QM اکاډمی ډیر ښه سټارټ واخیستو او لوبه یی په 15.5 اورو کی پوره او لوبه یی وګټله،
د بیټینګ برخه کی:
قدرت الله 56 منډی
نوراحمد 6 منډی
عاریف 21 ډیری منډی وکړی.
د لوبی غوړه لوبغاړی هم قدرت الله سو،چی 56 منډی او یوه ویکیټه یی ترلاسه کړی.
د QM اکاډمی لوبغاړو ټولو ډیره ښه لوبه وکړه ټولو ته دی مبارک وی او د نورو بریاوو په هیله...
17/01/2026
د سریز لومړی لوبه!
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ
خدای دی وکړی چی جوړ او روغ به یاست نن جمعه 2026/1/16 د هرات سوپر کینګ او QM اکاډمی تر مینځ د سریز لومړی لوبه ترسره سوه چی ټاس هرات سوپر کینګ وګټو او توپ وهنی پریکړه یی وکړه چی هرات سوپر کینګ په ټاکلو 18 اورو کی د ټولو لوبغاړی په سوځیدو سره 132 منډی ترسره کړی، د QM اکاډمی ته د بال په برخه کی:
یوسف جان 5 ویکیټی
یونس 2 ویکیټی
قدرت الله 1 ویکیټه
او روح الله 1 ویکیټه ترلاسه کړی
په ځواب کی QM اکاډمی ډیر ښه سټارټ واخیستو او لوبه یی په 16 اورو کی پوره او لوبه یی وګټله،
د بیټینګ برخه کی:
قدرت الله 55 منډی
عصمت الله 21 منډی
عاریف 17 ډیری منډی وکړی.
د لوبی غوړه لوبغاړی هم یوسف جان سو چی په کم عمر او لژ وخت کی یی دومره ښه کارګردګی او لوبه ترسره کړه دا یی د ښه تمرینو نتیجه وه.
د QM اکاډمی لوبغاړو ټولو ډیره ښه لوبه وکړه ټولو ته دی مبارک وی او د نورو بریاوو په هیله...
20/01/2025
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ
خدای دی وکړی چی ټول به ښه یاست!
راتلونکی جمعه 1403\11\5 د ماپښین ٢ بجو
د هرات ټایګرز کرکټ کلب او سوپر اکاډمي کرکټ کلپ لوبډلو تر مینځ د شهید نجیب ترکی په لوبغالی کی یو دوستانه ٢٠ اوریزه میچ ترسره کیږي دوستان دی خبر وی.
18/01/2025
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ ګرانو دوستانو خدای د وکړی چی جوړ او روغ به یاست إن شاء الله نن جمعه
هرات ټایګرز کرکټ کلب او سپین غر کرکټ کلب
ترمنځ د دوستانه لوبه ترسره شوه ټاس د سپین غر کرکت کلب کپټان وګټو او د بیټنګ پریکړه یی وکړه په ټاکل 20 اورونو کی دی دټولو لوبغاړو په سوزیدو سره دهرات ټایګرز کرکټ کلپ ته 172 منډو هدف وټاکوو
دبالینګ په برخه کی...
مزمل (3) ویکټی
شمس (2) ویکټی
عصمت الله (2)
قدرت الله (1) ویکته واخستله هرات ټایګرز کرکټ کلپ یاد هدف په (16) اورنو کی او (2) لوبغاړو په سوزیدو سره پوره کړو
دبیټینګ په برخه
قدرت الله (98) ناسوځیدلی منډی
فیروز (27) ناسوځیدلی منډی
نقیب الله (15) ډیری منډی وکړی.
لوبی غوړه لوبغاړی قدرت الله سو.
15/01/2025
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ
خدای دی وکړی چی ټول به ښه یاست!
راتلونکی جمعه د هرات ټایګرز کرکټ کلب او سپین غر کرکټ کلب لوبډلو تر مینځ د شهید نجیب الله ترکی په لوبغالی کی سهار 8:00 بجو لوبه ده دوستان دی خبر وی.
07/01/2025
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ
خدای دی وکړی چی ټول به ښه یاست!
راتلونکی جمعه د هرات ټایګرز او کندهار نایټ لوبډلو تر مینځ د شهید عبدالرحمن په لوبغالی کی لوبه ده دوستان دی خبر وی.
11/11/2024
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ
ګرانو دوستانو خدای دی وکړی چی ټوله روغ او جوړ ووسی.
را روانه جمعه چی 2024/10/15 سره سمون لری د هرات ټایګرز کرکټ کلب او اتحاد حبیبی تر مینځ د درو لوبو سریز دوهمه لوبه ده إن شاء الله.
وخت:سهار 8 بجی.
پته:شهید نجیب الله ترکی لوبغالی.
05/11/2024
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ
ګرانو دوستانو خدای دی وکړی چی ټوله روغ او جوړ ووسی.
را روانه جمعه چی 2024/10/8 سره سمون لری د هرات ټایګرز کرکټ کلب او اتحاد حبیبی تر مینځ د درو لوبو سریز لومړی لوبه ده إن شاء الله.
وخت:سهار 8 بجی.
پته:شهید نجیب الله ترکی لوبغالی.
25/10/2024
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ ګرانو دوستانو خدای د وکړی چی جوړ او روغ به یاست إن شاء الله د هرات ولایت (ملت بادشاه فیبریکس اینډ SMK سپورټ ) تر نامه لاندی ټورنمنټ جوړ شوی چی نن جمعه چی د (2024/10/25)سره سمون لری
هرات ټایګرز کرکټ کلب او ینګ افغان کرکټ کلب
ترمنځ د ټورنمنټ دریمه لوبه ترسره شوه ټاس د ینګ افغان کرکت کلب کپټان وګټو او د بیټنګ پریکړه یی وکړه په ټاکل 18 اور نو کی دی دټولو لوبغاړو په سوزیدو سره دهرات ټایګرز کرکټ کلپ ته133منډو هدف وټاکوو
دبالینګ په برخه کی...
نیاز محمد نیازی (4) ویکټی
اسرار (3) ویکټی
عصمت الله (2) ویکته واخستله هرات ټایګرز کرکټ کلپ یاد هدف په 13 اورنو کی او 6 لوبغاړو په سوزیدو سره پوره کړو
دبیټینګ په برخه
قدرت الله (71) منډی
میوند خان (31) منډی
مصطفی (26) ډیری منډی وکړی چی پای کی د لوبې غوره لوبغاړې نیاز محمد نیازی شو چی (4) ویکیټی یی ترلاسه کړی وی.
چی پایله کی نیاز محمد ته (500) افغانی د سپانسر له خوا انعام ورکول سوی.