05/01/2026
بنګلهدېش د ۲۰۲۶ د نارینهوو ۲۰ اووریز نړیوال جام لپاره هند ته سفر نه کوي. د بنګله دیش کرېکټ بورډ ویلي، د لوبغاړو د خوندیتوب او سلامتیا په اړه اندېښنې دي، په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اړیکې له هغه وروسته خرابې شوې چې هند کرېکټ بورډ بنګلهدیشی لوبغاړی مستفیض الرحمان له کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې لیرې کړ.
بندګلهدېش کرېکټ بورډ به دا خبر د کرکټ نویوالې شورا (ICC) ته د ایمېل له لارې واستوي.
همدارنګه به له ICC غوښتنه وکړي چې د دغه هېواد د لوبو ځای بدل کړي، ترڅو د بنګلهدیش لوبې په سریلانکا کې ترسره شي. پاکستان به ټولې خپلې لوبې لا دمخه په سرېلانکا کې ترسره کړي.
دغه پرېکړه د یکشنبې په ورځ د بنګلهدېش کرېکټ بورډ د ۱۷ غړو په غونډه کې وشوه.
د بنګلهدیش کرکټ بورډ مشر، ناظمالعبیدین فهیم وویل، بورډ به په دې اړه وروسته بشپړ بیان خپور کړي.
هند او سریلانکا د روان شل اووریز نړیوال جام ګډ کوربه هېوادونه دي. دغه جام د فبرورۍ پر اوومه پیلېږي.
د بنګلهدېش لومړۍ لوبه د کلکتې پر لوبغالي د ویسټانډیز پر وړاندې ده چې همدا د جام د پیل لوبه هم ده.
02/12/2025
په نړیوال کرکټ کې ډیري سلیزي.
02/12/2025
د انټرنېشنل ليګ څلورم پړاو نن پيلېږي. د تېرو درې پړاوونو ګټونکې لوبډلې:
02/12/2025
یوازي فارمټ کې زیاتو سلیزو وهونکي لوبغاړي.
01/12/2025
ویراټ کوهلي د خپل چمتوالي په اړه وايې:
01/12/2025
هندي کرکټ بورډ هغه راپورونه رد کړي چې ګواکي ويراټ کولي څخه يې غوښتي ترڅو ټېسټ لوبو ته وګرځي او خپل تقاعد بېرته واخلي.
ويراټ کولي هم له نننۍ لوبې وروسته وويل چې همدا يوه فارمټ (يوورځنيو لوبو) کې به لوبېږي.
23/11/2025
راپورونه وایي چې افغانستان، بنګلادېش او سریلانکا به د دسمبر میاشتې په ترڅ کې د بنګلادېش په کوربتوب درې اړخیزه لوبلړۍ ترسره کړي.
23/11/2025
د سويليافريقا پخواني لوبغاړي هېنریک کلاسن خپلو تازه خبرو کې ويلي:
22/11/2025
د راتلونکې ۲۰۲۶ شل اوریزه نړیوال جام ګروپونه.
19/11/2025
لوبډلمشر دروېش رسولي له بريا وروسته:
19/11/2025
له نوولس کلونو کم عمره افغان لوبډلې سیاله هندۍ لوبډله له ماتې سره مخ کړه
د افغانستان نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د یوې په زړه پورې توپ اچونې پر مټ له خپل ۱۶۹ منډو هدف په بریالیتوب دفاع وکړه او د هند نوولس کلنه ب لوبډله یې یوازې په ۹۷ منډو له ډګره بهر کړه چې په پایله کې یې د ۷۱ منډو په توپیر بریا خپله کړه.
د افغان لوبډلې په ګټه تکړه ښي لاسي چټک توپ اچوونکي عبدالعزیز بهترینه توپ اچونه وکړه او ۶ ویکټې یې ترلاسه کړې چې پکې هېټرېک هم شامل و. د نوموړي ترڅنګ سلام خان او واحدالله ځدراڼ دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې.
افغان ځوانان، د افغان کرکټ راتلونکی!
- - - - -
RESULT | AFGHANISTAN U19 WON BY 71 RUNS 🚨
Abdul Aziz (6/38) put on a terrific bowling performance as he picked up a HAT TRICK and returned with 6 wickets to his name to help Afghanistan Future Stars (168) defend their target and beat India B U19s (97) by 71 runs. 👍👏
| |