NGR - Media Cricket Tournament

NGR - Media Cricket Tournament

Share

Media Cricket League ( Journalists' Cricket League)

Photos from NGR - Media Cricket Tournament's post 21/05/2023

ننګرهار ميډیا کرکېټ ټورنمنټ
دویمه ناسته همېشه بهار راډیو تلوېزون
د ننګرهار رسنیز کرکېټ ټورنمنټ سیالیو د تر سره کېدو په موخه د دغې اتحاديې د مشر پوهندوی شفېق الله رحماني په مشرۍ دویمه ناسته هم وشوه، چې د بېلابېلو راډیوګانو درنو مسولینو او محترمو استازو پکې ګډون کړی و، په دغه ناسته کې مو په ځینو مهمو موضوعاتو بحثونه او د چارو د ښه تر سراوي لپاره مو کمېټې وټاکلې، چې راتلونکې چارې په سمه توګه ترتیب، سنبال او منظمې کړي.

18/05/2023

ننګرهار رسنیز کرکېټ ټورنمنټ
ځوان کهول باید په هره برخه کې و ازمایوو، تر څو په باوري ارزښتونو و روزل شي

Photos from NGR - Media Cricket Tournament's post 18/05/2023

رسنیز کرکېټ ټورنمنټ
ننګرهار د غږیزو رسنیو اتحادیه
لومړۍ ناسته ارزښت راډیو تلوېزیون
د ننګرهار غږیزو رسنیو اتحادیې نوبتي ناسته تر سره کړه، چې د بېلابېلو راډیوګانو مسولینو او استازو پکې ګډون کړی وو، په یاده ناسته کې لومړی د راډیوګانو په خپرنیز او اقتصادي وضعیت خبرې وشوې، چې د ارزونې له مخې په ښه سټیج کې قرار لري، ورپسې د ورزش له ډګره په دې هم بحث وشو، چې د تېر کال په څېر به ان شاءالله یو رسنیز کرکټ ټورنمنټ تر سره کړو.

Photos from NGR - Media Cricket Tournament's post 19/07/2022

د میډیا لیګ سیالیو د پای لوبې په ورځ د مشرانو خبریالانو او یو شمېر رسنیو د مسؤلینو لخوا د لوبې ننداره!

میډیا لیګ،
د مینې او یوالي سمبول شو!

Photos from NGR - Media Cricket Tournament's post 16/07/2022

د رسنیو ترمنځ د کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې!
په ننګرهار ولایت کې د رسنیو د خبریالانو ترمنځ د کرېکټ دوستانه سیالۍ د دوست راډیو په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

د کرېکټ دغه (12) اوریزه سیالۍ ننګرهار کې د غږیزو رسنیو د اتحادیې لخوا ترتیب شوې، چې پکې (11) غږیزو رسنیو ګډون کړی و.

ننګرهار کې د غږیزو رسنیو د اتحادیې مسؤل استاد پوهنمل شفېق الله رحماني د دغه سیالیو د پای مراسمو کې وویل، دې سیالیو څخه یې موخه په رسنیز ډګر او د لوبو برخه کې د خبریالانو او د رسنیو همکارانو ترمنځ د ښې همغږۍ او همکارۍ رامنځته کول و او دغه چاره به راتلونکې کې هم دوام وکړي.
نوموړي د رسنیو ترمنځ د کرېکټ سیالیو په ښه ډول ترسراوي کې د ټولو ګډونوالو رسنیو له مسؤلینو مننه وکړه، چې په دغه برخه کې یې پوره ونډه درلود.

استاد رحماني د دغه سیالیو په برخه کې ننګرهار کرېکټ ادارې او ټولو هغه کسانو هم مننه وکړه، چې د پای لوبې مراسمو لپاره یې یو شمېر ډالۍ ځانګړې کړې وې.

د دغه مراسمو په بهیر کې د ننګرهار کرېکټ ادارې سرپرست نعمت عالم په خپلو خبرو کې د غږیزو رسنیو اتحادیې لخوا د دغه ډول سیالیو ترسره کېدل یو نوښت یاد کړ او په راتلونکې کې یې هم د خپلې هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

د یادونې ده، چې د کرېکټ په دې سیالیو کې ( دوست، شرق، کلید، مزل، صفاء، مرام، ارزښت، هوډ، حقیقت، سپین غر او ننګرهار ملي ) راډیو ګانو لوبډله ګډون کړی و، چې د (12) ورځو دوام وروسته دوست راډیو، مزل ته په ماتې ورکولو او شرق راډیو د کلید راډیو لوبډلې پر وړاندې د بریا خپلولو سره پای لوبې ته ورسېدې.

په وروستۍ پای لوبه کې دوست راډیو د کرېکټ لوبډلې د لوبې په ټاکلو (12) اورونو کې د خپلو (6) لوبغاړو سوځېدو سره د فیاض حمید د (86) چټکو منډو جوړولو سره (151) منډې جوړې کړې او شرق لوبډلې ته یې د (152) منډو هدف ورکړ.

شرق راډیو لوبډله د دغه هدف په ترلاسه کولو کې د نعمت عالم د (46) چټکو منډو سره سره (34) منډې وروسته پاتې شوه او د خپلو ټولو لوبغاړو سوځېدو سره یې (117) منډې جوړې کړې.

د دغه سیالیو د پای لوبې غوره لوبغاړي او په ټولو لوبو کې له نورو د زیاتو د (235) منډو جوړلو سره د مخکښ توپ وهونکي جایزې فیاض حمید او د ټورنمټ د زیاتو وېکټو اخیستو او ټول ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزې کامبېز رشیدي ته ورکړل شوې، چې د (13) وېکټو اخیستو ترڅنګ یې (129) منډې هم جوړې کړې وې.

15/07/2022

د مرام راډیو مسؤل ښاغلي عزیزالله ساحل د پای لوبې د ورځې تر ټولو ښه مدیریت تر سره کړ، زموږ ویاړ یې.

Photos from NGR - Media Cricket Tournament's post 15/07/2022

رسنیز کرکټ جام د ژمنتیا او وفادارۍ سمبول شو

Photos from NGR - Media Cricket Tournament's post 15/07/2022

د ننګرهار مېډیا کرکټ ټورنمنټ څخه لیدونکو او اورېدونکو ځانګړی کیف واخیست، د رسنیو دغو کرکټ سیالیو ته د ښار مېشتو تر څنګ له لرې پرتو ولسوالیو هم ګڼ شمېر مینه وال راغلي وو

Photos from NGR - Media Cricket Tournament's post 15/07/2022

له کرکټ ټورنمنټ جوړولو څخه د ننګرهار د خپلواکو راډیوګانو ټولنې یوازېنی هدف د دغسې ځوانانو همغږي، یووالی او انسجام و، چې تر لاسه مو کړ.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address

Jalalabad
2601