Jawed shagiwal Circket Team

Jawed shagiwal Circket Team

Share

يو ټيم يوه هيله ��

02/03/2026

تَوَکُّل 🤍
توکل دا نه دی چې ته هېڅ کار ونه کړې…
توکل دا دی چې ته پوره هڅه وکړې، پلان جوړ کړې، دعا وکړې، او بیا خپل زړه ارام پرېږدې.
ځکه ته پوهېږې: هغه څه چې ستا لپاره لیکل شوي، حتماً به درته راورسیږي…
او هغه څه چې له تا تېر شي، هېڅکله ستا لپاره نه وو.
الله ته بس دی… بشپړ بس دی 🤲
نو که راتلونکی درته نامعلوم ښکاري، مه وېرېږه…
ستا رب پوهېږي، او هغه تر ټولو ښه تدبیر کوونکی دی.
توکل وکړه… او په ارام زړه ژوند وکړه.!! 🌿

01/03/2026

زمونږ لاس د دوی ګریوان ته رسیدل!!

17/05/2025

نن په یو تمریناتي سیالی کی د جاوید شګیوال کرکټ کلب پیاوړی لوبغاړی شیرولی د خپلی لوبډلی په ګټه په 35 توپونو *65 نه سوځیدلی منډی ترسره کړی او لوبه یی فینش کړی ده
د لا بریاوو په هیله ❤️

Photos from Jawed shagiwal Circket Team's post 15/05/2025

اتلولۍ جام مو مبارک شه 🏆🥳
د سپين غر زون معلولینو لوبډلې د نجيب الله ترکي شل اوریزو سیالیو اتلولي خپله کړه.
د سپين غر زون لوبډلې په پای لوبه کې د آمو زون لوبډلې ته ماتې ورکړه..!!!!!

Photos from Jawed shagiwal Circket Team's post 14/05/2025

مبارک👏
د جاويد شګیوال کرکټ کلپ پیاوړې لوبغاړی نن په یوه پنځوس اوریزه لوبه کی خه وځلیدل
چی په بیټینګ کی فیاض مومند 73* ناسوځېدلی منډی وکړی او طیب الرحمن جبارخېل بیا د خپلی لوبډلی په ګټه 54 او وسیم سرورې 51 منډی وکړي،
او په بالینګ کی بیا منظور هوتک څلور 4 لوبغاړی وسوځول او خپله لوبډله یی بریا ته ورسوله..!!
مبارک او د لا بریاوو په هیله مو.!!!🤲💖
Jawed shagiwal Circket Team

Photos from Jawed shagiwal Circket Team's post 14/05/2025

د ننګرهار د نجیب الله تره کي کرکټ لوبغالي د رغونې پروژې طرحه وارزول شوه

د یاد کرکټ لوبغالي د رغونې او جوړولو پروژې طرحه د یوه بهرني شرکت له لوري ډیزاین شوې چې د نجیب الله تره کي کرکټ لوبغالي د خاورې د مطالعې په ګډون پکې اړوند موارد له وړاندې ترسره شوي دي چې پایله یې ډېره ښه او مثبته ده او دغه راز پکې ټول هغه موارد هم شامل دي چې پر یاد کرکټ لوبغالي د یوه غوره لوبغالي د رغېدو تضمین کوي.

په همدې موخه نن افغانستان کرکټ بورډ کې د یادې پروژې د پیل او عملي کولو لپاره ناسته ترسره شوه چې د انجنیرۍ څانګې د مسوولینو له لوري پکې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف ته د پروژې د تطبیق، څرنګوالي او عملي کولو په اړه راپور وړاندې شو.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس د یادې طرحې له اورېدو او ارزونې وروسته د انجنیرۍ څانګې له مسوولینو سره خپل نظرونه او مشورې شریکې کړې، ترڅو یاده پروژه باید په غوره او معیاري ډول پیل او په ټاکلي وخت پای ته ورسیږي.

د انجنیرۍ څانګې مسوولینو د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رییس ټولې سپارښتنې او نظرونه له ځان سره واخیستل، ترڅو د غوره پیل او ترسراوي په موخه یې له اړوند شرکت سره شریک کړي چې په پایله کې به یې ډېر ژر عملي چارې پیل شي.

باید وویل شي چې د نجیب الله تره کي کرکټ لوبغالی د ننګرهار د مرکز جلال اباد په مربوطاتو کې پروت دی چې ډېری وخت پکې د کورني کرکټ سترې او مهمې سیالۍ ترسره کېږي.
- - - -
ارزیابی طرح پروژه ساخت و ساز میدان کریکت نجیب الله تره کی در ننگرهار انجام شد

طرح ساخت و ساز این میدان کریکت از سوی شرکت خارجی صورت گرفت که در قدم نخست آن مطالعه ی خاک و موارد مربوطه دیگر انجام شده که نتیجه اش خوب و مؤثر است که در این ارزیابی موارد دیگر نیز در نظر گرفته شد که تضمین ساخت و ساز معیاری این میدان کریکت را میدهد که کارهای عملی آن در آینده نزدیک آغاز خواهد شد.

امروز به همین خاطر، نشست بین محترم میرویس اشرف رییس عمومی کریکت بورد افغانستان، مسوولین بخش انجنیری و بخشهای دیگر این اداره برگزار شد که بعداً مسوولین بخش انجنیری گزارش خود در مورد چگونگی عملی ساختن و ساخت و ساز این پروژه مهم را با رییس عمومی اداره شریک ساختند.

رییس عمومی کریکت بورد افغانستان بعد از سمع گزارش، مشوره ها و نظریات خود را با مسوولین بخش انجنیری کریکت بورد افغانستان شریک ساختند، تا این پروژه مهم و مؤثر باید بطور احسن و خوب آن انجام و در زمان معین تطبیق شود.

در نتیجه مسوولین بخش انجنیری اداره کریکت بورد افغانستان نظریات و مشوره های رییس عمومی را با خود ثبت کردند، تا آنرا برای عملی ساختن مؤثر با شرکت مربوطه شریک سازند که بعد از مراعات این نظریات کارهای عملی این پروژه مهم به زودی آغاز خواهد شد.

باید گفت که میدان کریکت نجیب الله تره کی در مربوطات شهر جلال آباد مرکز ولایت ننگرهار موقعیت دارد که بیشتر اوقات مسابقات بزرگ و مهم داخلی در آن انجام میشود.
- - - -
Najibullah Tarakai Cricket Ground Set for Major Revamp

The Afghanistan Cricket Board has reviewed the comprehensive design plan for the construction and development of the Najibullah Tarakai Cricket Ground in Jalalabad. The plan has been developed by an international consultancy, and includes detailed soil assessments and all the core components required for a standard and modern cricket facility.

ACB Chairman Mr. Mirwais Ashraf chaired over a meeting today where the Facility and Turf Department presented the implementation roadmap. Mr. Ashraf shared his insights and emphasized the importance of timely and high-quality ex*****on of the project.

The Facility and Turf department will now engage closely with the design firm to initiate the groundwork in the near future.

The Najibullah Taraki Cricket Ground is utilized as a regular venue for key domestic matches, and is set to benefit from upgraded infrastructure that will contribute significantly to the growth and development of cricket in the country.

14/05/2025

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
په ډیرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ چې د افغانستان
کرکټ بورډ اجرائیوی رئیس نصیب خان مور بي بي د ورپېښې ناروغۍ له امله له فاني نړۍ سترگې پتې كړې.
انا لله و انا اليه راجعون
د جاويد شګیوال کرکټ لوبډلې مسوولین او لوبغاړي د خپلې خواشينۍ او ډاډګیرنې مراتب ځدران صاحب كورنۍ او دوستانو ته وړاندې كوي، د لوی خداى (ج) له درباره خدای بښلې ته د جنت او كورنۍ ته يې د جميل صبر استدعا كوي..!!
🤲
Naseeb Khan

08/05/2025

د جاويد شګیوال کرکټ کلپ په روان ارمان ایسکریم t10 ټورنمنټ کی سفر پای ته ورسید.!
پدې ټورنمنټ کی جاوید شګیوال لوبډلی ټولی څلور لوبی وکړې چی دوه لوبی یی وګټلې او تر کواټر فینل لوبی پوری یی ځان ورسوو
پدی څلور لوبو کی د جاوید شګیوال لوبډلی لپاره په توپ وهنه کی
طيب الرحمن جبارخېل 80
سهیل صدیقی 70
او شیر ولی 55 تر نورو ډیری مڼدی وکړي
او په بالینګ کی بیا
سجاد الله سلطان 9
سهیل خان 5
او منظور هوتک 5 لوبغاړی وسوځول.!!
د جاويد شګیوال د مشرانو څخه نړۍ مننه چی ټول لوبغاړی یی همیشه تشویق کړي او د لا تشویق په هیله یی 🙌❤️
جاوید شګیوال لوبډلی د لا بریاوو په هیله 🤲🥰
Jawed shagiwal Circket Team

08/05/2025

ستر کواټر فینل🙌
جاويد شګیوال د وحید کرکټ کلپ په وړاندی راشۍ او د دې خوندورې لوبی څخه خوند واخلی.!
ځای سپين غر کرکټ ګراوند 🏟
وخت 11:30 بجی
د جاويد شګیوال کرکټ کلپ د بریا په هیله🤲💜
Jawed shagiwal Circket Team

Photos from Jawed shagiwal Circket Team's post 06/05/2025

𝐒𝐧𝐚𝐩_____𝐒𝐡𝐨𝐭
𝐉𝐀𝐕𝐄𝐃 𝐒𝐇𝐀𝐆𝐈𝐖𝐀𝐋 𝐂𝐑𝐈𝐂𝐊𝐄𝐓 𝐂𝐋𝐔𝐁 𝐏𝐋𝐀𝐘𝐄𝐑𝐒

Photos from Jawed shagiwal Circket Team's post 05/05/2025

دوهمه بریا.......👏
په روان ارمان آیسکریم ننګرهار لس اوریزه غوره جام سیالیو کی جاوید شګیوال کرکټ کلب وکولي شو چی اقرا کرکټ کلب ته په اوه ویکټو په ستر توپیر ماتی ورکړی
د لوبی پچه جاوید شګیوال کرکټ کلب وګټله او لومړی د توپ اچونې پریکړه،
په ټاکلي لس اورونو کی اقرا کرکټ کلب جاوید شګیوال کرکټ کلب ته د 86 منډو هدف وټاکو چی جاوید شګیوال کرکټ کلب ته په توپ اچونه کی سهیل خان 3 سجاد سلطان او ابراهيم خان 2,2 منظور هوتک او خورشید تراخیل 1,1ویکټی واخیستی،
همدارنګه د توپ وهنې په برخه کی بیا سهیل صدیقی 26 شیرولی 16او واسیم سروري 13 منډی ترسره کړی

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Address

Jalalabad
1234