Liger Paktiawal

Liger Paktiawal

Share

Like ▄︻┻═┳一•••••• Page▄︻┻═┳一꧁I AM MUSLIM AFGHAN BOXER꧂

Photos from Liger Paktiawal's post 27/10/2023

زه په ژوند کې🍃 هرچاته ‌‌‌‌‌‌ډير ارزښت ورکوم....
که ښه وو،
خوشحالي به راکړې🌸
او که بد وه درس به راکړې ..!
قيصه ختمه ... 😊

07/08/2023

‬‏ درې تر ټولو سختې ورځې:

سُفيانُ بن عُيينَة - رَحِمَهُ اللَّـه - وايي:
په انسان باندې درې ډیر زیات ویرونکي او د وحشت نه ډکي ورځي راځي:
➊ - د زیږېدو ورځ چې د غمونو دنیا ته راشي.
➋ - د قبر لومړۍ شپه چې د نابلدو گاونډيانو سره مخ شي.
➌ بعثت - چې له قبر نه راپورته شي او داسې حالات وگوري چې هيڅکله يې نه وو ليدلي.

۞ اللهﷻيحيی عليه السلام ته ددې دريو ځايونو په اړه فرمايي:
{وَسَلَامٌ عَلَيْهِ يَوْمَ وُلِدَ وَيَوْمَ يَمُوتُ وَيَوْمَ يُبْعَثُ حَيًّا}

‏اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَعَلٰی آلِ مُحَمَّدٍ کَماصَلَّيتَ عَلٰی اِبْراھِيمَ وَعَلٰی آلِ اِبْراھِيمَ اِنَّكَ حَمِيدُ مَّجِيدُُ۞
‏اَللَّھُمَّ بَارِك عَلٰی مُحَمَّدٍوَّعَلٰی آلِ مُحَمَّدٍ کَمَا بَارکتَ عَلٰی اِبراھِيمَ وَعَلٰی آلِ اِبراھيمَ اِنَّك حَمِيدُ مَّجِيد۞

31/07/2023

تر پایه یې ولولئ...
دغه نقشه ډېره ساده ده، خو د سلو کتابونو خبري پکښي نغښتي دي.
سړى د مار له شتون څخه ناخبره دئ!
ښځه هم له ډبرې څخه چې دسړي پر ملا ده ناخبره ده.
ښځه د ځان سره فکر کوي چې زه د سقوط په حالت کې يم او لاس مې هم مار چيچلی دئ، نو نسم کولائ چې پورته زور وکړم خو ولې سړى له خپل قدرت څخه کار نه اخلي او ما پورته نه کش کوي!؟
سړى هم فکر کوي چې زه سخت درد لرم ددې لاس مې نيولى دئ نو ولې دا ډېره هڅه نه کوي چې ځان پورته کش کړي!؟
#خوحقيقت دا دئ:
چې کوم فشار په نورو دئ هغه ته نسې ليدلای؛
او کوم فشار چې پر تاسو دئ نور خلک يې نسي ليدلاى.
نو ژوند همدا ډول دئ، دنده، کور، کورنۍ، دوستان او ملګري نو موږ بايد يو بل درک کړو باید ژر قضاوت ونکړو او مهربان وأوسو.!

CHOTA BOXER Najeeb

12/07/2023

که ژوند کول غواړې، نو...
- د بل په خوشحالیو کار مه لره، وام خپلي خوشحالی پسې را ټینګي که.
- خواهشات او تقاضاوي کمي کړه، ښایسته ارام ژوند به دي وي.
- اوسني امکاناتو ته دي وګوره، وام په ایفون ۱۴ پسې مه ځغله، د دا اوسني کمزوري تلیفون څخه دي خوند واخله.
- په لویو خوشحالیو پسې مه ځه، وام کوچنۍ-کوچنۍ، کوچنۍ-کوچنۍ خوشحالی و لمانځه.
- د نورو و بریا ته مه ګوره، و زحمت ته یې وګوره، ته هم لستوڼي راپورته که.
- "څه چي کیږي، خیر به مي پکښي کي وي"، وام د ورځي شل شل واري دا جمله تکراروه.
- ځیني خلک همېشه نه وي؛ وام ژوند ته دي راسي د غم او خوښی درس درکړي ولاړ سي. نور پرېږده، له خپله ځانه سره طبیعت راسته که.

#یادونه: یا مو ملګري را مېنشن کړی، یا دا لیکنه ورسره شریکه کړی. هغوی به هم ژوند جوړ کړي، له خیره

11/07/2023

I've received 5,000 reactions to my posts in the past 30 days. Thanks for your support. 🙏🤗🎉

03/07/2023

مسټر بین مشهور په بابوجی:
"وایي هیڅکله خپلې لاسته راوړنې او برياليتوبونه له خلګو سره مه شرېکوئ.
له دوی سره د خپل ژوند ګډې وډې، چټيات او ټوکې شریکې کړئ، تر څو دوی فکر وکړي چې ته هیڅ ښه راتلونکی نلرې،
ځکه اوسني خلګ د نورو له پرمختګ کرکه لري.
زه خو زر فیصده٪موافیق یم ورسره!..

27/06/2023

په اختر کي له هغو خلګو سره چه واقعی د غربت په اور کی سوځي لاس نیوی وکړي یوازي غوښی مه قرباني کوئ، بلکي خپل ضد، کینه، بغض، حسد، عناد، نفاق او شک هم قرباني کړئ
درد هغه دې چي د بل په درد دردمند شى
د خپل ځان په درد حيوان هم ښه پوهيږي

هغه خلګ چي ځوريږي😢
خامخا به يوه ورځ سکون پيداکړي
مګر هغه څوک چي نور ځوروي،
هیځ کله هم سکون نه شي پيدا کولي
زړونه مو پاک کړئ تر څو قرباني او صدقی مو قبولئ شې
او د یو خوار او غـریب معلومات وکړئ خپل تر وسه یی لاس نيوئ وکړي.
😥😥😥

26/06/2023

د عرفې مبارکه ورځ کی لاندې کارونو ته متوجه شه!
۱- کوښښ وکړه روژه ونيسه ځکه د يو کال وروستني او يو کال مخکني ګناهونه معاف کوي.
۲- سهار لمونځ نه وروسته به تکبيرات شروع کيږي تر د اختر څلورمې پورې به جاري وي چې ټول ۲۳ لمونځونه راځي چې هېر يې نه کړې!
د تکبير الفاظ دادي: الله أَکْبَرُ، الله أَکْبَرُ، لَا إِلَه إِلَّا الله، والله أَکْبَرُ، الله أَکْبَرُ، وَلِلّٰه الْحَمْدُ‘‘.

۳- ډېرې دعاګانې وغواړه د خپل ځان لپاره، وطن لپاره ټول امت لپاره؛ ځکه رسول اللّٰهﷺ وايي چې غوره دعا
د عرفې د ورځې ده.

۴- غوره ذکر پکې دادی : لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ . ( تېر مصدر).
۵- کوښښ وکړه صدقه ورکړه.
۶- يوه ورځ ده ډېر کوښښ وکړه له دروغو، غيبت، بهتان نه ځان وژغوره او ټوله ورځ په تلاوت تېره کړه.

۷- د موبايل او نيټ څخه استفاده بيخي کمه کړه.
۸- په کړيو ګناهونو مهربان رب ته وژاړه؛ او دا کار حتما وکړه ځکه د مرګ نېټه مالومه نه ده شايد دا دې اخري توبه وي او بيا د بلې وخت پيدا نشي.
۹- د لمانځه کلکه پابندي وکړه او هڅه وکړه چې تکبير اولی درڅخه فوت نشي.
۱۰- د روژه ماتي وخت ډېر قيمتي وخت دی چې درڅخه په فضول خبرو او کار عبث تېر نشي؛ ښې ډېرې دعاګانې وکړه اخره کې ما هم پکې ياد کړه ځکه ستا په دعا به ملايک امين ووايي.
©

24/06/2023

دا د کابل - جلال اباد پر لویه لاره د نغلو سیمه کې د پرون مازیګر پېښه ده.
دا لاره بیخي خونړۍ شوې. نږدې هره ورځ د ټرافیکي پيښو شاهده وي.
یو څه کول په کار دي. که نور هیڅ نه وي، احتیاط خو د هر چا له وس پوره دی.
که موږ په احتیاط سفر وکړو، نو ایله نيم ساعت یا یو ساعت وروسته ورسیږو.
دا نو څه دومره غټ تفاوت دی چې موږ ورته خپل ژوند له ګواښ سره مخ کوو؟
نو موږ څه د (بیلګټس) او (جکما) په څیر میلیاردران او لوی کاروباریان یوو چې باید په ثانيو حساب وکړو؟

فرض کړه، دا نږدې ١٥٠ کیلومتره لاره مو آن په یو ساعت کې ووهله، څوک به دومره ستر انعام راکړي چې زموږ له ژونده هم قیمتي وي؟ کوم داسې ستر کار به مو نیمګړی پاتې شي چې ارزښت یې زموږ له ژونده هم لوړ وي؟

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

Address

Jalalabad
2601