28/08/2026
بهسود اتمې ناحیې کرکټ غوره لیګ – پنځم پړاو 🏆
تر اوسه د پنځم پړاو لپاره لاندې ۹ لوبډلې په رسمي ډول ثبت شوې دي:
1️⃣ فاروق رحیمزي ښوونځي لوبډله
2️⃣ ولایتي لوبډله
3️⃣ میرک بیله A لوبډله
4️⃣ پشهیي لوبډله
5️⃣ مومناباد B لوبډله
6️⃣ میرک بیله B لوبډله
7️⃣ بلندغر خالد لوبډله
8️⃣ سهاک اتلان کرکټ لوبډله
9️⃣ مومناباد A لوبډله
📢 د لوبډلو د ثبت او داخلې بهیر لا هم روان دی!
که غواړئ په دې ستره ورزشي سیالۍ کې خپله لوبډله شامله کړئ، د ثبت لپاره ژر تر ژره له موږ سره اړیکه ونیسئ.
📞 د اړیکې شمېره: 078666224
📱 واټساپ: 0767007306
🔥 بهسود اتمې ناحیې کرکټ غوره لیګ
د استعدادونو د ودې، یووالي او سالمې سیالۍ په لور یو بل ستر ګام! 🏏🏆
په درنښت
ډاکتر سیار احمد هاشمي
🏏 د بهسود اتمې ناحیې کرکټ غوره لیګ مؤسس
28/08/2026
د استعدادونو د ځلا، سپورتي ميني او سالمي سيالي دگر!
26/08/2026
د بهسود کرکټ غوره لیک دوه تكره تبصره کوونکي
محمد الله ملكزي او جلال الدین خوكمان د خوږ غږ په زړه پورې تبصرو او كركت معلوماتو له لارې د لوبو خوند لا زياتوي
ستاسې غږ د میدان شور
24/08/2026
بهسود کرکټ غوره لیګ 🏆
د ورزش د خدمتګارانو درناوی
بهسود کرکټ غوره لیګ د هغو درنو شخصیتونو له هڅو او ملاتړ څخه مننه کوي چې د ورزش، کرکټ او ځوانانو د ودې لپاره یې تل ارزښتناک خدمتونه ترسره کړي دي.
🌟 انجنیر عبدالناصر حیدري
د بهسود ورزشي آمر
د ورزشکارانو د ملاتړ، د ورزشي فعالیتونو د تنظیم او د ځوانانو د هڅونې په برخه کې یې ارزښتناک خدمتونه ترسره کړي دي.
🌟 انجنیر اسرارالله راحل
د بهسود اتمې ناحیې د کرکټ مسئول
د کرکټ د سیالیو د تنظیم، د لوبډلو د همغږۍ او د ځوانانو د ورزشي فعالیتونو د ملاتړ په برخه کې مهم رول لري.
🌟 ډاکټر سیار احمد هاشمي
د بهسود اتمې ناحیې کرکټ غوره لیګ د پنځم پړاو رئیس
د کرکټ د ودې، د ځوانانو د هڅونې او د غوره لیګ د لا پراختیا لپاره یې هڅې او خدمتونه د ستاینې وړ دي.
❤️ ستاسې خدمتونه د ورزش او ځوانانو لپاره د قدر وړ دي. له ټولو درنو شخصیتونو څخه د زړه له کومې مننه!
🏏 بهسود کرکټ غوره لیګ — یو هدف، یوه مینه، یو میدان! 🏆
24/08/2026
بهسود کرکټ غوره لیګ؛ د خوږ غږ او مسلکي تبصرې ملګری! 🎙️🏆
امان الله حقیار (Amanullah Haqyar) د بهسود کرکټ غوره لیګ له مشهورو، بااستعداده او مینهوالو کرکټ تبصرهکوونکو څخه دی.
د ده خوږ، جذاب او له احساسه ډک غږ د لوبې هره شېبه لا په زړهپورې کوي. 🎙️🔥
د لوبغاړو د ښو کړنو ستاینه، د لوبې د مهمو شېبو په اړه پر وخت او مسلکي تبصره، او د میدان د فضا تودول هغه ځانګړنې دي چې امان الله حقیار یې د بهسود کرکټ غوره لیګ له ځانګړو کمنټیټرانو څخه ګرځولی دی.
🌟 امان الله حقیار؛ هغه غږ چې د کرکټ خوند څو برابره کوي!
🏏 بهسود کرکټ غوره لیګ
🎙️ مشهور او بااستعداده کمنټیټر — امان الله حقیار
23/08/2026
🎙️🏏 د بهسود کرکټ غوره لیګ ځانګړي او خوږغږي کمینټیټران 🏏🎙️
د بهسود کرکټ غوره لیګ په پنځم پړاو کې له موږ سره دوه تجربهکار، مشهور او خوږغږي کرکټ تبصرهکوونکي ملګري دي:
🎙️ فضل حق فضلي
🎙️ خالد جان نوري
دوی به د خپل تجربې، ځانګړي غږ او په زړهپورې تبصرو له لارې د لوبو خوند لا پسې زیاتوي او د لوبغالي شور به تر کورونو رسوي. 🔥🏏
💙 بهسود کرکټ غوره لیګ؛ ستا غږ، زموږ ویاړ!
👏 له دواړو قدرمنو کمینټیټرانو څخه د همکارۍ او هڅو له امله ځانګړې مننه.
23/08/2026
🏏🔥 د بهسود غوره لیګ د کرکټ کمېنټیټران 🔥🏏
د کرکټ د هرې لوبې ښکلا یوازې په شپږیزو او ویکټو کې نه ده؛ خوږ غږ، په زړه پورې تبصره او د کمېنټیټرانو شور د میدان خوند څو برابره کوي. 🎙️🏏
د بهسود غوره لیګ له ټولو تکړه او خوږ غږ لرونکو کمېنټیټرانو څخه مننه کوو، چې د خپلې تبصرې له لارې د کرکټ مینهوال له لوبې سره نښلوي. 👏🔥
🎙️ کمېنټیټر؛ د میدان غږ او د لوبې روح!
بل لست هم شير کيږي
23/08/2026
🏆 د بهسود غوره لیګ – پنځم پړاو ځانګړي انعامونه 🏏
د لوبغاړو د لا زیاتې هڅونې او غوره لوبې لپاره، لاندې ځانګړي انعامونه په پام کې نیول شوي دي:
🥇 غوره کپتان — نغدي جایزه
🎯 د ډېرو ویکټو اخیستونکی — نغدي جایزه
🏏 د ډېرو منډو جوړونکی — نغدي جایزه
🏆 د لوبې غوره لوبغاړی (Man of the Match) — قیمتي کپ
🔥 هیټریک کوونکی بالر — ځانګړې جایزه
💥 په یوه اور کې شپږ شپږیزې — ځانګړې جایزه
⚡ په یوه لوبه کې ففټي (۵۰ منډې) — ځانګړې جایزه
🎁 سربېره پر دې، نور ګڼ شمېر ځانګړي او ارزښتناک انعامونه هم په پام کې نیول شوي دي، چې د سیالیو په جریان کې به یې اعلان وشي.
❤️ بهسود غوره لیګ؛ د استعدادونو د ودې او ځوانانو د هڅونې ډګر! 🏏
هاشمي
21/08/2026
د ثبت نام وخت کم دی، همدا اوس خپل لو بدله ثبت کره
20/08/2026
🏏🔥 لوی انعامونه د بهسود اتمې ناحیې کرکټ غوره لیګ! 🔥🏏
د حاجي عزیر احمد کاکړ له خوا د بهسود کرکټ غوره لیګ پنځم پړاو لپاره ځانګړي انعامونه:
🎁 په یوه اور کې د شپږو شپږیزو لپاره ځانګړی انعام!
🎁 په یوه اور کې د هېټریک لپاره ځانګړی انعام!
👏 له حاجي عزیر احمد کاکړ څخه د کرکټ او ځوانانو د ملاتړ له امله زړه له کومې مننه کوو.
🏆 بهسود غوره لیګ؛ د استعدادونو د ځلېدو ډګر! 🏏🔥