شوکت بابری 🏏🌹
Khewa Markazi / د ښېوې مرکزي لوبډله
د ښېوې کرکټ مرکزي لوبډله
01/05/2026
د ننګرهار ولايت د المپيک بدنى روزنې او ورزش رياست په لارښونو ښېوې ولسوالۍ د سرجل ځوانانو لخوا د ټيپ بال کرکټ سياليو په دوام.
دوهم راونډ ( 7 ) لوبه!
خيوه اليون سټار او سید جمال الدین افغان کرکټ ټيمونو ترمنځ ترسره شوه.
سید جمال الدین افغان لوبډلي ټاس وګټه او خپله يي توپ اچونې پريکړه وکړه.
خيوه اليون سټار کرکټ ټيم په ګټه د شوکت بابري ( 124 ) صغير پټهان ( 21 ) د منډو پر مټ په ټاکلو( 10 ) اورونو کې ( 3 ) لوبغاړلو په څوزيدو سره (185) منډو هدف کېښود.
سید جمال الدین افغان ټيم بالینګ په برخه کې بلال ( 3 ) لوبغاړي وسوځاوه.
د ياد هدف په تعقيب کې سید جمال الدین افغان لوبډله توپ وهني ته ښکته شوه ،
سید جمال الدین افغان ټيم ياد هدف يي پوره نه کړو او لوبه يي وبایلله.
سید جمال الدین افغان کرکټ ټيم لپاره سهيل خان ( 64 ) منډي ترسره کړي،
خيوه اليون سټار کرکټ ټيم بالینګ په برخه کې شمس حکيمي ( 2 )لوبغاړي وسوځاول.
خيوه اليون سټار کرکټ ټيم ( 49 ) منډو په توپیر سره يي لوبه وګټله.
لوبي غوره لوبغاړي شوکت بابري ونومول شو.
12/12/2025
د مبارکی پیغام
د سلامپور ځوانانو ټورنمنټ – فاینل لوبه د ښیوی (11) سټار لوبډلی په ګټه پای ته ورسید
د ښیوی (11) سټار لوبډلې په زړهراښکونکي او هیجان ډک فاینل کې وکولای شول چې د سلامپور مرکزي لوبډلې ته ماتې ورکړي او د ټورنمنټ اتلولي خپله کړي!
په دې تاریخي بریا کې د ښیوی 11 سټار اتلانو زبردست رول ادا کړ، په ځانګړي ډول:
🏏 شوکت بابری – د لوبې تر ټولو ښه بیټینګ یې ترسره کړ او د ټورنمنټ غوره توپوهونکی هم اعلان شو!
دا بریا د ټول ټیم د اتحاد، زحمت او ژمنې نتیجه ده.
مبارک دې وي د ښیوی (11) سټار ټول لوبغاړو، مینوالو او مشرانو ته!
11/12/2025
د سلام پور ځوانانو ټورنمنټ کی ښیوی (11)سټار لوبډلی نیمه پای لوبه کی سرجل مرکزی لوبډلی ته ماته ورکړه او یاد ټورنمنټ پای لوبی ته لاره پیدا کړه
یادونه د یاد ټورنمنټ پای لوبه سبا جمعی ورځ ماسپښین (2) بجی د سلام پور مرکزی لوبغالی ترسره کیږی
07/12/2025
د سلاپو ر ځوانانو ټورنمنټ کی د ښيوی (11) سټار لوبډلی سورچ مرکزی لوبډلی ته ماته ورکړه او د یاد ټورنمټ نیمه پای لوبی ته یی لاره پیدا کړه 🏏🏏🏏🏏🏏🎾🎾🎾🎾🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫
05/12/2025
د سلام پور ځوانانو ټورنمنټ کی د ښیوی (11) سټار لوبډلی دوهمه بریا دی مبارک وی
22/11/2025
د ښېوې غوره لیګ کرکټ سیالي ډېر ژر
KPL, Khewa Primeir League 💪 10 edition 2026
لسم (10) پړاو را روان دی ان شاءالله!
ډیر ژر به یو ځل بیا د هېواد له ګوډ ګوډ او همدارنګه د کوزې پښتونخوا له نامتو ټیپبال ستورو او مجربو لوبغاړو ډکې سیالۍ، د ګل وطن ننګرهار ولايت ښېوه ولسوالۍ کې پیل شي.
د ښېوې ولسوالۍ بېلابېلو ښکلي لوبغالو کې به د ګڼو مینوالو په شتون کې، د ولولو، جذبو څخه ډکې سیالې ترسره شي،
ګرانو مینوالو!
تاسې څومره په تمه یاست چې د تېر په څېر یو ځل بیا د دې ښېوې غوره لیګ د لس لوبډلو تر منځ، د اتلولۍ لپاره خوندورې سیالۍ ووینئ؟
یادونه:
که هر ډول وړاندیز، نظر یا نیوکه لرئ چې مونږ کولاي شو د ښېوې غوره لیګ لا ښه او منظم کړو او ورته متوجه نه یو، د KPL کاري ټیم ستاسې ښکلو نظریاتو ته سترګې په لاره دی.
ستاسې وړاندیزونه به په پوره حوصله واورو او عملي به یې کړو، تر څو په راتلونکو سیالیو کې له ستونزو څخه مخنیوی وشي.
ښېوه غوره لیګ د خوندونو او رنګونو لیګ!
په درنښت
استاد ولي محمد میر د ښېوې ولسوالۍ کرکټ استازی او د ښېوې غوره ليګ کرکټ سياليو مسؤل
23/10/2025
دره نور اتلانو جام دوهم پړاو ستر پاي لوبه .
دوه پیاوړې لوبډلې یو د بل پر وړاندې سیالئ ډګر ته ښکته کیږې .
《ننګړامرکزې 》او د { املې ځوانانو } تر مینځ تر سره کیږې
دواړو لوبډلو مینوالو دې لوبغالئ ته دې راشئ تر څو خوندورې سیالي څخه لا نیږدې ننداره کړې
وخت . شنبې ورځ ماسپښین 2/30بجې
پته . دره نور املې بازار ته مخامخ پاچاخیل ځوانانو میدان .
14/10/2025
د خیوی (11) سټار لوبډلی خپل سفر په بریا سره پیل کړو نن د سورچ مرکزی او خیوی (11) سټار لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره چی د لوبی ټاس خیوی (11) سټار لوبډلی وګټه او لومړی یی توپوهنه ترسره چی ټاکل شوی
(10) اورونو کی (164) هدف وټاکو چی سورچ مرکزی لوبډلی یاد هدف په تعقیب یوازی (152) منډی جوړی کړی او لوبه د خیوی (11) سټار لوبډلی په ګټه پای ته ورسیده
13/10/2025
د دره نور معصوم خیل کرکټ لوبډلی پروړاندی د خیوی 11 سټار لوبډلی سکواډ
1-راشد رحیمی
2-رحمت شاه
-3شوکت بابری
4-عصمت بابری
5-شجاعت بابری
6-وکیل قیس
7-ابراهیم حیدری
8-خانزاده
9-ولی الله رحیمی
10-فواد
11-وهاب
12-عبدالله لفټی
13-صدیق لفټی
14-جنیدخان
15-اعجاز صابری
16-ایوب خان
یادونه: یاد سیریز به د معصوم خیل کرکټ لوبډلی په کوربه توب د املی معصوم خیل کرکټ لوبغالی کی ترسره کیږی
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
Jalalabad