Happy teachers day!
VIP power gym jalalabad Afghanistan. 🇦🇫 M Hanif Naeemi
VIP power Fitness & GYM وی ای پی پاورد بدن ښکلا او فتنس مرکز
Try Not to become a man � of success,but Rather try to become a man � value
الحمدالله! د وی ای پی پاور جیم او فتنس کلب،د دوه تنه قهرمانانو هر یو استاد شریف (احساس ) او استاد حنیف ( نعیمی ) د لاسته راوړنی په پار هغوی ته یو تشویقی پروګرام ترسره شول چی په کی د ننګرهار د بدنی روزنی فدارسیون ریس ښاغلی قیس جلیلی شګیوال او نور دروند شخصیتونه برخه اخیستی و ترسره شوه چی ددغی پروګرام یا غونډی اصلی هدف د ځوانانو هٔڅول او د هغوی تشویقول د ورزش په دګر کی ستاسو تولو څخه نړی مننه # @ Hanif Naeemi..
21/08/2025
که څه هم یو دقه به مو ونیسی مګر هیله ده چی پوسټ ترپایه ولولي او خپل نظرونه مو شریک کړۍ زموږ هدف عمومی دی نه مشخصاً بعضی.
📌 د کلپ اصول او ارزښت
سریزه
ګرانو ورزشي وروڼو!
کلپ یوازې د ورزش ځای نه دی، بلکې یوه سرمایه ګذاري او ګډ کور دی. د دې لپاره پیسې، وخت او زحمت لګیدلی دی. کوم استاد چې تاسو ګورئ، هغه یوازې یو روزونکی نه دی، بلکې خدمت هم کوي، علم او تجربه یې په زحمت ترلاسه کړې، تکلیفونه یې تېر کړي او ځان یې تر دې مقامه رسولی دی.
کلپ خپله ورځنۍ لګښتونه لري: کرایه، برېښنا، د سامان ساتنه، او د استاد د کورنۍ د ژوند اړتیاوې. نو کلپ او استاد دواړه ستاسو له همکارۍ، درناوي او ملاتړ سره ارزښت پیدا کوي.
یاد ولرئ! تاسو هر یو یوازې یو ورزشکار نه یاست، بلکې په ټولنه کې د انجینر، ډاکټر، استاد، څارنوال، تاجر او نورو نومونو لاندې ژوند کوئ. ستاسو اخلاق، اداب او چلند یوازې ستاسو شخصیت نه ښيي، بلکې د یوه کور یا کورنۍ هم نمایندګي کوي.
۱ ـ د فیس او مالي اصول
هر کلپ د کرایې، برېښنا، سامان او نورو ورځنیو مصارفو لپاره لګښت لري.
استاد او د هغه کورنۍ د همدې کار له ګټې ژوند کوي.
ځینې خلک په نورو ځایونو کې ډېر مصرف کوي، خو د کلپ فیس چې راشي، بیا نن او سبا کوي.
ځینې بیا په دې بهانه وایي: "فلانی مې رالیږلی"، "ملګری یم"، "خپلوان یم"... خو د دې پر ځای چې منّت ومنو یا ځان ټیټ کړو، ښه ده چې په وخت فیس ورکړو.
✅ فیس ورکول د بل چا احسان نه دی، بلکې ستا خپله ژمنتیا او د شخصیت ښودنه ده.
۲ ـ د نظم او اداب اصول
کلپ ته د ننوتلو پر مهال سلام او اجازه اخیستل.
په خپل وخت راتلل او فیس ورکول.
ځانګړی او پاک لباس او بوټ راوړل (د بهر منډې او ګرزېدو بوټ نه).
د ورزش پر مهال په ماشین خوله نه پرېښودل، بل چاته مزاحمت نه کول.
دمبل، پلیټ او نور سامان باید د استعمال وروسته خپل ځای ته کیښودل شي.
په لوړ غږ خبرې، قهقهه، بې ځایه شور او ګپ نه کول.
کلپ د حجرې یا مجلس ځای نه دی، چې چغې، شور او بې نظمي پکې وشي.
بوتلي، کثافات او هر څه باید د کثافتدانیو کې واچول شي.
۳ ـ د نظافت او اخلاقو اصول
هره ورځ تازه بنیان یا شیټ راوړل، ترڅو پاک او له میکروبونو لرې وي.
د خولې بد بوی او خولو له امله د نورو تنګول نه کول.
په لوړ غږ ټوخی، پرنجی یا بې ځایه چیغې وهل نه کول.
د خبرو اواز باید یوازې دومره لوړ وي چې خپل پاتنر یې واوري، نه ټول کلپ.
یو بل سره ښه اخلاق، په اجازه سامان اخیستل، او د ورزش پر مهال مینه او همکاري ښودل.
د استاد احترام کول، که څه هم عمر کې له تا کم وي، ځکه هغه د کلپ مشر، لارښود او د ځای خاوند دی.
وروستی یادښت
ورزش یوازې د بدن جوړولو لپاره نه دی، بلکې د نظم، اخلاقو او عزت ښوونځی دی.
هر یو ورزشکار باید ځان سره قضاوت وکړي:
ایا زه د داسې یو چلند خاوند یم چې نور زما څخه شکایت ونه کړي؟
ایا زه د خپل ځان، استاد او ټولنې نمایندګي په ښه ډول کوم؟
✅ په وخت فیس ورکول، منظم لباس، د استاد درناوی، د کلپ نظافت او یو بل سره ښه اخلاق هغه ارزښتونه دي چې موږ ټول یې باید عملي کړو.
کلپ زموږ ګډ کور دی، نو هر یو باید د کور د غړي په څېر اصول، نظافت، نظم او درناوی مراعت کړو.
05/06/2025
Mr Hedayatullah(Azizi) one the most struggler and responsible member of our gym and we appreciate his efforts and regularity.. we wish him be strong for his next chapter…
04/06/2025
Join our franchise!
28/05/2025
د ثبات یا(پایداری) قدرت له مونږ سره تحربه کړی!
ادرس : ننګرهار عالی لیسی ته مخامخ وی ای پی پاور جیم.
28/05/2025
You ARE your Choices.
You can change your back workout 🏋️♀️ in 7 days!
24/05/2025
ښاغلی استاد شریف ( احساس )
نوم خو به مو اوریدلۍ وی شرحی ته حاجت نشته…
د استاد شریف یو له خو عاداتو څخه چی مونږ یی وقعن ډیره متاثره کړی یو، هغه دا چی استاد شریف هیڅکله ماته نه منی و لو که سل واری هم ولویږی، بیا په یو سل او یوم ځل اماده وي،
د لا بریاوو په هیله قهرمانه!
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
Jalalabad
1