26/05/2026
سریلانکا د ويسټينډيز په وړاندې سياليو ته نوملړونه په ډاګه کړل.
تازه څوشېبي مخکي د سریلانکا کرکټ بورډ د ویسټندیز کرکټ ملي لوبډلي په وړاندې3 شل اوریزو3 پنځوس اوریزو او 2 ټیسټ سیالیو لپاره خپلي لوبډلي اعلان کړی.
لومړی پنځوس اوریزه لوبه د جون 3مه دویمه 6مه او دریمه لوبه 8مه نېټه دجون ترسره کوی.
لومړۍ شل اوریزه لوبه دجون 12مه دویمه 14مه او دریمه لوبه د جون 15مه نېټه د جون میاشتي ترسره کوی.
لومړۍ ټیسټ سیالۍ د جون 25مه نېټه او دویمه ټیسټ سیالۍ بیا د جولای میاشتي په 3مه نېټه ترسره کوی.
24/05/2026
د لېسټ اې سياليو پر دوام مو د میس عینک او آمو نهنګانو لوبډلو ترمنځ لوبه ننداره کړه !
17/05/2026
اکاش چوپړا 🗣️
هندي مشهوره مبصر
تازه په يوې ويډيو کې وايي چې: فکر کوم د ليګبای اصول دې نور له کريکټ څخه لرې کړل شي.
دا ځکه چې بالر هڅه کوي ويکټه واخلي او بال ډاټ کړي؛ که بال د بيټسمين په بدن لګېږي او منډه جوړېږي په دې کې د بيټسمین څه کار دی؟
سهي ده چې دغه منډه په بيټر پسې نه حیسابېږي؛ خو که دغه اصول لرې شي ډيره به ښه وي.
هغه وايي لازمي نده چې له 150 کالونو راهیسې دغه اصول ول او نور دې هم دوام وکړي. ځکه ډېر څه راغلل او بدل شول
09/05/2026
د زونونو ترمنځ نهم پړاو اي انډ جام لېست اې یو ورځنۍ سوپرکولا سیالۍ پیلیږي
د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې له کلني پلان سره سم د زونونو په کچه نهم پړاو اي انډ جام - لېست اې یو ورځنۍ سیالۍ پیلېږي. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روان ۲۰۲۶ز کال د مې میاشتې په ۱۷مه نېټه پیل شي او د راتلونکې جون میاشتې تر څلورمې نېټې پورې به د ننګرهار ولایت پر غازي امان الله خان او نجیب الله تره کي کرکټ لوبغالو دوام ومومي!
02/05/2026
د انبارخانې غوره ليګ APL 2026تر ټولو جالبه او په زړه پورې سيالي!
29/04/2026
د انبارخانې غوره ليګ APL2026لوبو پر دوام
#دريمه لوبه
د باولۍ کنج زلمي کرکټ لوبډله د اخندزاده ټايګرز کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه :
اخندزاده ټايګرز :149/6
اورونه :9
میرویس مومند :46
باولۍ کنج زلمي :150/4
اوورونه: 8
صدرو کوچي 60 ناټ آوټ
سلطان شاه پکتياوال 36 ناټ اوټ
نتيجه باولۍ کنج زلمي په 6 وکټو وګټله.
#څلورمه لوبه
د شهيد آباد زلمېعي کرکټ لوبډلې د حاجې غونډۍ وتکې اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه.
شهيد آباد زلمي کرکټ لوبډلې 110/10
اوورونه 9
سیف الله کریمې 37
فضل محمد نوابزی 25
حاجي غونډۍ وتکي اتلان 90/9
اورونه 9
طارق مصباح 30
فدامحمد 18
سعيد کمال 3 W
فضل محمد نوابزی 2 W
نتیجه شهيد آباد زلمي لوبډلې په 20 منډو وګټله!
سبا پنج شنبې ډېرې په زړه پورې سيالۍ ترسره کيږي !
29/04/2026
دانبار خانې غوره ليګ 2026 لومړي پړاوسيالۍ پيل شوې:
نن د روان ۱۴۰۵/۲/۸ھ شي کال چې د سه شنبې ورځې سره سمون خوري د انبارخانې غوره ليګ لومړی پړاو کرکټ سيالۍ دځوانانو مسول استاد صفت الله زړګي د انبارخاني د سپورټ کمیټي غړي نصیب احمد مسافرزي ، د افغانستان کرکټ بورډ سره رسمي سکورر استاد حفیظ الحق مومند ،نصرت خان خادم او د کرکټ لوبې خوږ ژبی کمينټيټر اظهارالحق افضلي ترڅنګ د لوبډلمشرانو ، لوبغاړو او ګڼ شمېر نندارچيانو په منځ کې د اته غوره لوبډلو ( شهيدآباد اتلان ، سولې اتلان، ګرداب اتحاد، مومند زلمي ، باولۍ کنج زلمي ، شهيدآباد زلمي ، حاجي غونډۍ وتکي اتلان او اخند زاده ټايګرز ) ترمنځ پيل شوې !
#لومړۍ لوبه
چې په لومړۍ لوبه کې يې د سولي اتلانو کرکټ لوبډله د ګرداب اتحاد کرکټ لوبډلي په وړاندې مخ شوه ، پچه د سولې اتلانو لوبډلې وګټله او خپلې يې توپ وهنه غوره کړه په ټاکلو ۹ اورونو کې يې د ۱۱۸منډو هدف ګرداب اتحاد لوبډلې ته په مخ کې کېښود ، د ګرداب اتحاد لوبډلې پيل ډېر خراب وو ۳۰/۵ منډو کې ۵لوبغاړي له لاسه ورکړي وو، داسې اټکل کېده چې لوبه به ډېر زر او په غټ توپير سره وبايلي خو په منځ کې يې لوبډلمشر عادل وقار او ابرارخان ښه ملګرتیا وکړه چې په وروستيو درې اورونو کې يې بيا فضل امين او شيرزاد لوبه مساوي کړه او سوپر اور ته لوبه لاړه ؛ په سوپر اور کې ګرداب اتحاد لومړی توپ وهنه وکړه او د ۱۰/۱ منډو هدف يې ورکړ چې په ځواب کې يې سولې اتلان هم ۹/۲ وکړې چې لوبه يو ځل بيا دويم سوپر اور ته لاړه چې داځل سولې اتلان لومړی توپ وهنه وکړه او د ۲۳/۱منډو هدف یې ورکړ چې په ځواب کې داځل په دويم سوپر اور کې هدف پسې تګ کې ګرداب اتحاد يواځې ۸مندې وکړې او په دې سره سولې اتلانو په دويم سوپر اور کې لومړۍ بريا خپله کړه ، د سولې اتلانو بې رحمه توپ وهوونکی لوبغاړی محمد آصف يې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه خپله کړه!
#دوهمه لوبه
په دويمه لوبه کې يې بیا د شهيد آباد اتلان کرکټ لوبډله د مومند زلمې کرکټ لوبډلې په وړاندې مخ شو، پچه د شهيدآباد اتلانو کرکټ لوبډلې وګټله او د توپ اچونې فیصله یې وکړه چې مومند زلمي لوبډلې په لومړۍ توپ وهنې سره په ټاکلو ۸اورونو کې ۹۹/۹منډې هدف ورکړ په ځواب کې يې شهيدآباد اتلانو ياد هدف د لوبې په ۵اور کې ترلاسه ۱۰۳/۱ کړ چې د شهيدآباد اتلانو بريدګر پيليز لوبغاړي فضل آمين کمال پکې ناټ آوټ ۶۶منډې په يواځې ځان جوړې کړې او د انبارخانې غوره ليګ ۲۰۲۶ سياليو لومړی لوبغاړی شو چې نيمه سليزه جوړوي؛ د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم تراوسه کړه!
پټه دې نه وي چې نن چهارشنبه به ۱۴۰۵/۲/۹هم دوه په زړه پورې سيالۍ ترسره شي.
#د ټورنمنټ دريمه لوبه:
چې په لومړۍ سيالۍ کې به يې د اخند زاده ټايګرز د باولۍ کنج زلمي په وړاندې د ماسپښين په ۰۲:۰بجې مخ شي
#ټورنمنټ څلورمه لوبه :
په دويمه سيالۍ کې به يې د د شهيدآباد زلمي کرکټ لوبډله د حاجي غونډۍ وتکي اتلانو کرکټ لوبډلې په وړاندې خپل بخت وازمايې
يادې سيالۍ به ۱۰ ورځې دوام وکړي چې د ټورنمنټ غوره لوبغاړو څخه به يې دوه پیاوړې الف او ب د انبارخانې کرکټ منتخبې لوبډلې رامنځته شي ؛ د پيل په خبرو کې اظهار الحق افضلي زیاته کړه چې راتلوونکي پړاونو کې به لوبډلې هم زياتې شي او د بټي کوټ ولسوالۍ سربيره به د ننګرهار په شمول د افغانستان ۳۴ولايتونو بهترينو لوبغاړو ته د لوبیدو زمینه برابره شي ، سږ کال۲۰۲۶ دانبارخانې غوره ليګ لومړی پړاو يواځې د انبارخانې قريې مربوط کليوالو ځوانانو ته ځانګړی شوی دی .
اظهار الحق افضلي
.
26/04/2026
انبارخانې غوره ليګ
د انبارخانې غوره ليګ کرکټ سياليو لوګو رسنيز شوه
ډېر ژر سترې کلیوالې سيالۍ د اته غوره لوبډلو ترمنځ پيل کيدونکې دي!
26/04/2026
د انبارخانې غوره ليګ کرکټ سياليو لپاره د ګړباوې (شهيداباد) زلمو لوبډلې ابتدائې نوملړ
۱-اعجازالحق لوبډلمشر
۲- مصباح الحق غفوري
۳- سعيد الله تاج
۴- صفت فضل محمد
۵- راز محمد
۶- سيف الله کريمي
۷- عزيزالحق
۸-جاويد خان
۹-نيازالله عبيدي مرستيال لوبډلمشر
۱۰-فضل الله
۱۱-جاويد عرب
۱۲- نيازالدين
۱۳-اختر محمد کمال
۱۴-ضياء الحق
۱۵- واحد الله عبيدي
مشر روزونکی : مدير صيب بهادر خان نوابزې
لوبډلې منيجر : شمس الدين مسرور
26/04/2026
د انبارخانې غوره ليګ سياليو لپاره د ګړباوې ( شهيدآباد ) اتلانو لوبډلې ابتدائې نوملړ:
۱-حاجي حبيب الله کريمي لوبډلمشر
۲-فضل امين کمال مرستيال
۳-سيف الله بلال
۴- انعام الحق ون ډاون
۵- ابرارالحق غفوري
۵-حضرت علي
۶-ضياء الحق خانزاده کاکا ځوی
۷-ولي محمد کمال
۸- قدرت خان
۹ـ عضمت الله انتظار
۱۰- سيد محمد کمال
۱۱-ياسين خان
۱۲- عمران
۱۳- نبي الله
۱۴- عبيد الرحمن افضلي
۱۵- جواد خان
مشر روزونکی : حفيظ الحق مومند
لوبډلې منيجر اظهار الحق افضلي