Eastern Zone Baseball Association

Eastern Zone Baseball Association Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Eastern Zone Baseball Association, Sports League, Nangrhar Jalalabad city, Jalalabad.

01/09/2026

د ختیځ زون د بیسبال لوبډلې د انتخاب لپاره تمریناتي کیمپ!
د کیمپ له جریان څخه یوه لنډه ویډیو.

د سپین غر زون د بیسبال کیمپ د دویمې ورځې تر ټولو غوره او په زړه پورې عکسونه 📸د ځوانو لوبغاړو هڅې، تمرینونه او ښکليې شېبې...
31/08/2026

د سپین غر زون د بیسبال کیمپ د دویمې ورځې تر ټولو غوره او په زړه پورې عکسونه 📸
د ځوانو لوبغاړو هڅې، تمرینونه او ښکليې شېبې! 💪⚾️

بهترین و زیباترین عکس‌های روز دوم کمپ بیسبال زون سپین‌غر 📸🔥
تلاش‌ها، تمرینات و لحظات زیبای بازیکنان جوان! 💪⚾️

The best and most memorable photos from Day 2 of the Spinghar Zone Baseball Camp 📸
Featuring the hard work, training, and great moments of the young players! 💪

31/08/2026

د سپین غر زون د بیسبال لوبډلې د دوهمې ورځې تمرینات.

30/08/2026

⚾🏆 د سپین غر زون د بیسبال لوبډلې د جوړېدو پر لور یو بل مهم ګام!

د سپین غر زون د بیسبال لوبډلې د جوړولو په موخه د ترسره شوې ازموینې (Trial) له لارې مو غوره ۲۴ لوبغاړي انتخاب کړل، چې نن یې د روزنیز کیمپ په پرانیسته سره رسمي تمرینونه پیل کړل.

دغه کیمپ د ګلبهار کرکټ اکاډمۍ کې په لاره واچول شو، چې تر ټورنمنټ پورې به دوام ولري. د دې روزنیز بهیر په ترڅ کې به د لوبغاړو وړتیاوې، استعدادونه او هڅې لا نورې و ارزول شي، ترڅو په پای کې ترې یوه غوره، پیاوړې او سیالۍ ته چمتو لوبډله جوړه شي.

🎯 زموږ موخه دا ده چې د سپین غر زون لپاره داسې یوه غوره لوبډله جوړه کړو، چې د زونونو په کچه په لوړ همت او ویاړ سره د سپین غر استازیتوب وکړي.

💪 ۲۴ لوبغاړي، یوه موخه، یوه لوبډله، یو ویاړ — سپین غر!
⚾🔥 د بریا په هېله.

#بیسبال

Abid Ali Afghan
Waseel Safi
Mizuno Baseball USA
Baseball Youth

📢 خبرتیا!!د سپین غر زون د بیسبال لوبډلې هغه 24 لوبغاړي چې په ازموینه یا (ټرایل) کې انتخاب شوي دي، خبر ورکول کېږي چې د تم...
28/08/2026

📢 خبرتیا!!

د سپین غر زون د بیسبال لوبډلې هغه 24 لوبغاړي چې په ازموینه یا (ټرایل) کې انتخاب شوي دي، خبر ورکول کېږي چې د تمریناتي کمپ د پیل لپاره دې ګلبهار کرکټ اکاډمۍ ته تشریف راوړي.

📅 یکشنبه، د اګست 30مه، 2026
⏰ سهار 9:۰ بجې
په درنښت، د سپین غر زون د بیسبال اداره.

⚾ ۱۵ هغه تېروتنې چې د بیس بال لوبغاړي یې باید اصلاح کړيکه غواړئ ډېرې لوبې وګټئ، خپل بنسټیز مهارتونه پیاوړي کړئ!1️⃣ ناوخت...
08/08/2026

⚾ ۱۵ هغه تېروتنې چې د بیس بال لوبغاړي یې باید اصلاح کړي
که غواړئ ډېرې لوبې وګټئ، خپل بنسټیز مهارتونه پیاوړي کړئ!
1️⃣ ناوخته سوینګ – د توپ لپاره پر وخت سوینګ پیل کړئ.
2️⃣ کمزوری فوټ‌ورک – له هر حرکت مخکې چټک او متوازن ګامونه واخلئ.
3️⃣ سترګې له توپ څخه اړول – توپ تر وروستۍ شېبې پورې په سترګو تعقیب کړئ.
4️⃣ په پچ کې بېړه کول – ارام اوسئ او منظم پچینګ حرکت وساتئ.
5️⃣ بېټ ډېر کلک نیول – لاسونه ارام وساتئ، څو د بېټ سرعت زیات شي.
6️⃣ له حده زیات زور سوینګ کول – لومړی پر سم تماس تمرکز وکړئ، بیا پر قدرت.
7️⃣ په فیلډ کې ناسم موقعیت – د توپ له راتلو مخکې مناسب زاویه او ځای ونیسئ.
8️⃣ درېدلی/بې‌حرکته دفاع – پر پښو چمتو اوسئ او د توپ پر وړاندې د چټک غبرګون لپاره تیار اوسئ.
9️⃣ له دقت پرته غورځول – لومړی هدف وټاکئ، بیا توپ په کنټرول سره وغورځوئ.
🔟 د فشار پر مهال تمرکز له لاسه ورکول – ارام پاتې شئ او پر خپل تمرین باور ولرئ.
1️⃣1️⃣ بد پچونه تعقیبول – یوازې پر هغو توپونو سوینګ وکړئ چې د Strike Zone دننه وي.
1️⃣2️⃣ د غورځولو کمزوری میخانیک – د ټول بدن مناسب استعمال د قوي او دقیق غورځولو لپاره مهم دی.
1️⃣3️⃣ د هماغه تېروتنې تکرارول – که یوه طریقه کار نه کوي، خپل چلند او تخنیک بدل کړئ.
1️⃣4️⃣ منفي ځان‌خبرو کول – له هرې لوبې وروسته ذهني ری‌سېټ وکړئ او راتلونکي حرکت ته تمرکز وکړئ.
1️⃣5️⃣ د لوبې له پلان پرته لوبې کول – له ستراتیژۍ، اړیکې، همکارۍ او باور سره لوبه وکړئ.
⚾ ښه لوبغاړی یوازې د ځواک له لارې نه، بلکې د سم تخنیک، تمرکز، نظم او دوامدار تمرین له لارې جوړېږي.

⚾ ۱۵ اشتباه‌ای که بازیکنان بیسبال باید اصلاح کنند
اگر می‌خواهید بازی‌های بیشتری برنده شوید، روی مهارت‌های اساسی خود کار کنید!
1️⃣ سوینگ دیرهنگام – سوینگ را به‌موقع آغاز کنید.
2️⃣ فوت‌ورک ضعیف – قبل از هر حرکت، گام‌های سریع و متوازن بردارید.
3️⃣ برداشتن چشم از توپ – توپ را تا آخرین لحظه با چشم تعقیب کنید.
4️⃣ عجله در پچینگ – آرام باشید و حرکت منظم پچینگ را حفظ کنید.
5️⃣ گرفتن بیش از حد محکم بت – دست‌ها را آرام نگه دارید تا سرعت بت بیشتر شود.
6️⃣ سوینگ بیش از حد قوی – ابتدا روی تماس درست با توپ تمرکز کنید، سپس قدرت.
7️⃣ موقعیت نادرست در میدان – قبل از رسیدن توپ، جایگاه و زاویه مناسب بگیرید.
8️⃣ دفاع بدون آمادگی – روی پنجه‌های پا آماده باشید و برای واکنش سریع آماده بمانید.
9️⃣ پرتاب بدون دقت – ابتدا هدف بگیرید، سپس با کنترول پرتاب کنید.
🔟 از دست دادن تمرکز زیر فشار – آرام بمانید و به آمادگی خود اعتماد کنید.
1️⃣1️⃣ دنبال کردن پچ‌های بد – فقط به توپ‌های مناسب در Strike Zone سوینگ کنید.
1️⃣2️⃣ تخنیک ضعیف در پرتاب – از تمام بدن برای پرتاب قوی و دقیق استفاده کنید.
1️⃣3️⃣ تکرار اشتباهات قبلی – اگر یک روش نتیجه نمی‌دهد، تخنیک و روش خود را تغییر دهید.
1️⃣4️⃣ گفت‌وگوی منفی با خود – بعد از هر حرکت، ذهن خود را دوباره تنظیم کنید.
1️⃣5️⃣ بازی بدون پلان – با استراتژی، ارتباط، همکاری و اعتماد بازی کنید.
⚾ بازیکن خوب تنها با قدرت ساخته نمی‌شود؛ تخنیک درست، تمرکز، نظم و تمرین دوامدار اساس موفقیت است.

⚾ 15 Baseball Mistakes Players Should Fix
If you want to win more games, improve your fundamentals!
1️⃣ Late Swing – Start your swing early and stay on time.
2️⃣ Poor Footwork – Use quick and balanced steps before every play.
3️⃣ Taking Your Eyes Off the Ball – Track the ball all the way to the bat or glove.
4️⃣ Rushing the Pitch – Stay calm and maintain a smooth pitching motion.
5️⃣ Gripping the Bat Too Tight – Relax your hands for better bat speed.
6️⃣ Swinging Too Hard – Focus on solid contact before power.
7️⃣ Bad Field Position – Move into the best position and angle before the ball arrives.
8️⃣ Flat-Footed Defense – Stay on your toes and be ready to react.
9️⃣ Throwing Without Accuracy – Aim first, then throw with control.
🔟 Losing Focus Under Pressure – Stay calm and trust your preparation.
1️⃣1️⃣ Chasing Bad Pitches – Swing only at strikes.
1️⃣2️⃣ Weak Throwing Mechanics – Use your whole body for stronger and more accurate throws.
1️⃣3️⃣ Repeating the Same Mistakes – Adjust your approach when something is not working.
1️⃣4️⃣ Negative Self-Talk – Reset mentally after every play and focus on the next one.
1️⃣5️⃣ No Game Plan – Play with strategy, communication, teamwork and confidence.
⚾ Great players are not built by power alone. Proper technique, focus, discipline and consistent practice are the foundation of success.
د افغانستان بیس بال فدراسیون
تمرین وکړئ، تېروتنې اصلاح کړئ، یو بل وهڅوئ او د افغانستان بیس بال لا پیاوړی کړئ! ⚾
د بیس بال بنسټیز مهارتونه

📍د سپین غر زون بیسبال دفتر ⚾نن د سپین غر زون بیسبال په دفتر کې د زون مسؤل، د بیسبال ملي لوبغاړو منیجر او اړوندو مسؤلینو ...
28/07/2026

📍د سپین غر زون بیسبال دفتر ⚾

نن د سپین غر زون بیسبال په دفتر کې د زون مسؤل، د بیسبال ملي لوبغاړو منیجر او اړوندو مسؤلینو ترمنځ مهمه غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د سپتمبر په میاشت کې د زونونو ترمنځ د بیسبال سیالیو لپاره د تمریناتي کمپ د جوړېدو، د لوبغاړو د چمتووالي، د تمریناتو د منظم پلان او د کمپ اړینو اړتیاوو او امکاناتو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

ګډونوالو ټینګار وکړ چې د ښه همغږۍ، منظم پلان او ګډو هڅو له لارې به راتلونکی ټورنمنټ په بریالیتوب او لوړ کیفیت ترسره شي، ترڅو لوبغاړو ته د سیالۍ غوره فرصتونه برابر او د افغانستان د بیسبال د ودې لپاره لا اغېزمن ګامونه پورته شي.

افغانستان بیسبال فدراسیون ⚾
د سپین غر زون بیسبال دفتر ⚾

26/07/2026

🏏 ستر ورزشي نوښت !!

📍 ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره د زونونو په کچه د بیسبال سیالۍ ترسره کېږي!

د افغانستان د بیسبال فدراسیون په پام کې لري چې د سپتمبر میاشتې له ۱۹مې نېټې څخه تر ۲۴مې نېټې پورې د هېواد د زونونو په کچه د بیسبال سیالۍ د ننګرهار ولایت په کوربتوب ترسره کړي.

دا سیالۍ د افغانستان د بیسبال په تاریخ کې یو مهم ګام بلل کېږي، ځکه د لومړي ځل لپاره به د زونونو لوبډلې په ننګرهار کې د اتلولۍ لپاره سیالي وکړي. د دغو سیالیو موخه د بیسبال ورزش پراختیا، د لوبغاړو د وړتیاوو پیاوړتیا او د زونونو ترمنځ د یووالي او سالمې سیالۍ دودول دي.

موږ د بیسبال له ټولو مینه‌والو، ورزشپالو او رسنیو څخه هیله کوو چې د دې تاریخي ورزشي بهیر ملاتړ وکړي او د خپلو لوبډلو ترڅنګ ودریږي.

⚾ یو ځای، یو هدف؛ د افغانستان د بیسبال لا پیاوړتیا!

:الله تعالی دې مرحوم شاپور ځدراڼ ته جنت الفردوس نصیب کړي او کورنۍ، دوستانو او د افغانستان د کرکټ ټولنې ته دې صبر جمیل ور...
07/07/2026

:

الله تعالی دې مرحوم شاپور ځدراڼ ته جنت الفردوس نصیب کړي او کورنۍ، دوستانو او د افغانستان د کرکټ ټولنې ته دې صبر جمیل ورکړي. آمین.

— د ختیځ زون د بېسبال مسؤلین

Address

Nangrhar Jalalabad City
Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Eastern Zone Baseball Association posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category