المجاهد شرکتونو د والیبال کلب

المجاهد شرکتونو د والیبال کلب

Share

د المجاهد Mujahid Motors والیبال کلب لوبې او نشرات له همدی آدرس څخه تعقیب کړئ

16/06/2026

🏐✨ د مننې ځانګړی پیغام ✨🏐

“کله چې د ورزش د پرمختګ لپاره یو لاس مرسته وکړي، هغه یوازې یو بال نه وي، بلکې د هیلو، هڅونې او بریا یو پیغام وي.”

شګي المجاهد والیبال کلب د محترم زهیر استاد له دې ارزښتناکې ډالۍ څخه د زړه له کومې مننه کوي. هغه بال چې استاد موږ ته ډالۍ کړ، زموږ د لوبغاړو لپاره د لا زیاتو هڅو، یووالي او بریاوو الهام دی.

الله تعالی دې محترم زهیر استاد ته روغتیا، عزت او لا زیات بریالیتوبونه ورکړي، او د ده دا نېک عمل دې د خیر او برکت سبب وګرځوي.

په درنښت
🏐 شګي المجاهد والیبال کلب 🏐

“د ورزش ریښتینی اتل هغه دی چې د نورو د پرمختګ لاسنیوی نه، بلکې ملاتړ وکړي.” 🌹

01/02/2026

ډېر نه غږېدل دا معنا نه لري، چې د ویلو لپاره څه نه شته،
بلکې دا د سالم تربیت او لوړ اخلاقو نښه ده.

ستوری صافی، د ارام طبیعت، کمې خبرې او ډېر عمل خاوند دی؛
د همدې ځانګړتیاوو تر څنګ، د افغانستان د والیبال له ځلانده واقعي ستورو څخه شمېرل کېږي.

په خپلو چارو کې ورته له الله(ج) څخه د لا زیاتو بریاوو هیله کوو.

په درنښت المجاهد شرکتونو د والیبال کلب
(د نشراتو مسؤل)







31/01/2026

نن، د ۱۴۰۴ لمریز کال د دلو میاشتې په ۱۱مه نېټه (شنبه)، د المجاهد شرکتونو د والیبال کلب تمرین د استاذ ستوري صافی په لارښوونه ترسره شو. چې، لوبغاړو ته فزیکي تمرینونه، د لوبغالي دننه د مهارتونو پیاوړتیا، د وړتیاوو لوړونه، او د بریا پر لور مهمې لارښوونې وړاندې شوې. دا ډول هڅې د لوبغاړو د پرمختګ، د لوبډلې د یووالي، او د روښانه راتلونکي لپاره قوي بنسټ جوړوي.

په درنښت
(د نشراتو مسؤل)







Photos from ‎المجاهد شرکتونو د والیبال کلب‎'s post 25/01/2026

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ

د المجاهد ګروپ آف کمپنۍ والیبال کلب رسمي اعلان

په ډېرې خوښۍ سره د المجاهد ګروپ آف کمپنۍ والیبال ټیم ټولو درنو مینوالو او لوبغاړو، ته خبر ورکوو، چې د ټیم اداري جوړښت، اصول‌نامه او د مسؤلیتونو ټاکنه په بریالیتوب سره بشپړه شوه. دا مهم ګام د ټیم د نظم، یووالي، شفافیت او دوامدار پرمختګ لپاره یو اساسي پړاو بلل کېږي.

همدارنګه په درنښت ټولو ته دا هم اعلانوو، چې زموږ د والیبال ټیم نوم چې پخوا د سپین غر والیبال ټیم په نوم پېژندل کېده، د ټیم د ټولو غړو، مشرتابه او ادارې د ګډې مشورې او بشپړ توافق له مخې اوس د المجاهد ګروپ آف کمپنۍ والیبال ټیم ته بدل شو. دا بدلون د ټیم د ملاتړ، پراختیا او لا ښه راتلونکي په موخه ترسره شوی دی.

د مشورو، اصول‌نامې او ګډ اعتماد پر بنسټ لاندې محترم اشخاص په خپلو مسؤلیتونو وټاکل شول:

د ټیم رئیس:
عبدالله حمیدزی

عمومي مدیر:
ملک جاوېد سادات

د رهبرۍ کمېټې غړي:
ملک صاحب نجیب‌الله، حاجي صاحب ګل نور، عزت الله حمیدزی، مدیر اکمل ایوبی، معلم وقار احمد صالحي، مدیر مهران الله شاهد ، زیارمل ایوبي

روزونکي:
استاد ستوری صافی، زیارمل ایوبي او افتخار صالحي

فزیکي روزونکی:
عادل شګیوال

د مالي چارو مسؤلین:
عارف خان او صدام سادات

کپتان:
وقاص احمد

معاون کپتان:
رسول شاه اکبري

د ټورنمنټونو او لوجستیک مسؤل:
بابر کوچي او مسعود رحمي

یادې ټاکنې د مشورې، باور، وړتیا او د ټیم د ګډو ارزښتونو پر بنسټ ترسره شوې دي. موږ بشپړ باور لرو چې دا مشرتابه به د المجاهد ګروپ آف کمپنۍ والیبال ټیم د مسلکیتوب، بریاوو او لاسته راوړنو نوې مرحلې ته ورسوي.

همدارنګه د المجاهد ګروپ آف کمپنۍ مشرتابه هوډ لري چې انشاءالله په نږدې راتلونکي کې یو شاندار، منظم او معیاري والیبال ټورنمنټ تنظیم او ترسره کړي، تر څو د سیمې د سپورټ ودې او د ځوانانو د هڅونې لپاره یو اغېزمن ګام واخیستل شي.

موږ ټول د همغږۍ، متقابل احترام او بریالیتوب پر لور په یو موټي ګامونه اخلو.

په درنښت
(د نشراتو مسؤل)







Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address

Shaga Kuzkunar
Jalalabad
2601