Afghan Cricket

Good

Operating as usual

02/11/2021

ای سی سی دا خبر خپور کړ چی دویم ګروپ جالبی مرحلی ته تللی ، اول که هندوستان وغواړی سیمی فاینل ته ووځی نو راتلونکی دری واړه لوبی چی له افغانستان، نمیبیا او سکاټلینډ سره دی وګټی ، خو ګټه هم باید په غټ مارجن سره وی خو باید ذکر کړو چی په دری واړو غټ سرخوږی به جوړ کړی هغه د افغانستان لوبډله ده چی په خپل قوی سپین بالینګ او هم قوی بیټنګ لاین کولی شی هند له سختو سره مخامخ کړی .
را به شو خپل لوبډلی د افغانستان او نیوزیلنډ لوبه به کواټر فاینل لوبه به وی هرې لوبډلی چی بریا ترلاسه کړه سیمی فاینل ته به ووځی ، نو باید ووایاست دا شل اوریز جام د دویم ګروپ راتلونکی لوبی به ډیری خوندورې او جالبی وی .
نو ټولو هیوادوالو څخه مو غوښتنه چی خپل لوبډلی ته لاس په دعا شی چی دی کړیدلی ولس په شونډو مسکا راولی . ان شاءالله بریا به زمونږ وی له خیره .
تل دی وی افغانستان
زنده باد افغانستان

21/10/2021

د وطن خدمت
راشد خان ته مهمه نه ده چې په کوم مقام کې دی بلکې د وطن خدمت ورته مهم دی. مننه

20/10/2021

د کرېکټ نړیوالې شورا په شل اوریز نړیوال جام کې د افغان ملي لوبډلې پر ګډون تبصره کړې او موږ یې دلته ځیني ټکي را اخیستي

افغانستان د کرېکټ نړیوالې کچې په ترتیب کې له حیرانوونکي لوړوالي څخه خوند اخیستی او په ګړندي سرعت سره ګامونه اخلي، دوی د متحده عربي اماراتو له شرایطو سره ښه بلد دي، ډېرې لوبې یې کړي خو ایا دا اسیایي هیواد به لا ښه وځلیږي او د حیرانتیا یو پسرلی به جوړ کړي؟
کله چې دوی ویسټ انډیز کې د ۲۰۱۰م کال شل اوریز نړیوال جام کې ولیدل سوه، دا د دوی د دوامداره پرمختګ کیسه وه، په داسې حال کې چې دې لوبډله کې ځیني پخواني لوبغاړي ښکاري خو نوي ځوان ستوري هم پکښې راڅرګند سوي، دوی وړتیا لري چې غوره سیالۍ ترسره کړي.
په عربي اماراتو او عمان کې ۲۰۲۱م شل اوریز نړیوال جام یوه بله ازموینه ده، چې افغانستان به خپل اوسنی دریځ پکښې مالوم کړي کوم چې په نړیوال کرېکټ کې د دوی پرمختګ ښکاره کوي.
په لنډ فارمټ کرېکټ کې د افغانستان تولید تل د دوی پیاوړتیا ده، کوم چې یې شل اوریز کرېکټ کې ډېر خطرناک لوبغاړي وړاندې کړي دي. له کومه وخته چې دوی په ۲۰۰۱م د کرېکټ نړیوالې شورا دریځ ترلاسه کړی، د افغانستان کرېکټ په چټکۍ سره مخ پر وده روان دی او په شل اوریز کرېکټ کې یو رښتینی ځواک دی.
په شل اوریز کرېکټ کې یې تراوسه ۸۴ لوبې ترسره کړي ۵۸ یې ګټلې او ۶۹.۶۴ د بریا فیصدي لري.
د ۲۰۱۶م شل اوریز نړیوال جام د دوی لپاره تراوسه تر ټولو غوره کیسه ده او د ۲۰۲۱م شل اوریز نړیوال جام دوی ته یو بل فرصت دی څو په نړیواله کچه د خپل پرمختګ کیسه روانه وساتي.
د عربي اماراتو شرایط چې تمه کیږي، د ورو بالرانو لپاره ډېر مناسب واوسي، افغانستان ورته مناسب برید لري، مجیب الرحمان، راشدخان او محمدنبي د سپین بال یو بېروونکی مثلث دی، چې دوه یې پکښې بیټینګ هم کولای سي.
حضرت ځاځی، نجیب الله ځدراڼ او شهزاد محمدي چې بیا راغلی د توپ وهنې په جوړښت کې یو چمتو انقلاب کېدای سي، تجربه لرونکی اصغر افغان به هم یو ارام اغېز و اوسي.
دا مرحله په بشبړه توګه د افغانستان لپاره ترتیب سوې، ترڅو په عربي اماراتو کې لوی پرمختګ وکړي.
CRICKET

16/10/2021

دا هم د مختلفو ملکونو چینلونه چی تاسې کولای شې شل اوریز نړیوال جام وګورﺉ.
افغانستان کې تاسو RTA او ArianaTV کې نړیوال جام کتلی شې۔
شیر یی کړې چی هیوادوال خبر شې۔

Photos from Afghan Cricket's post 01/12/2020

له نوین الحق سره د شاهد افريدي او محمد عامر چلند ښيي چې د افغان لوبغاړو پرمختګ څومره زور ورکوي پاکستاني لوبغاړو ته.
کيسه داسې وه چې نننۍ لوبه کې د پاکستاني محمد عامر او نوین الحق ترمنځ لفظي شخړه رامنځ ته شوه دواړو چې هرڅه سره وويل مالومه نشوه خو تر ورستي بال نوين الحق لوبڅار ته د عامر له خبرو شکايت کاوو يانې حتمن يې سپکې خبرې ورته کولې خو لوبڅار نه پرې پوهیده، د لوبې په پای کې کله چې نوين الحق او شاهد افريدي لاس يوبل ته ور کاوو نو د شهيد افريدي له څهرې ښکاره شوه چې نوين الحق ته يې کومه بې خونده خبره وکړه ځکه نوين يې په اوريدو ورسره غبرګون ښکاره کړ او له عامر نه يې ده ته ډيره غوسه وکړه، ما ته د يو مشر لوبغاړي په توګه د شاهد افريدي دا چلند هيڅ ښه ښکاره نشو ځکه که ددوي ترمنځ هرڅه وو افريدي د دا ډول غبرګون حق نه درلود.
ان تبصره کوونکو پرې وخاندل.
په هرکال کريکټ کې دا کيسي راځي خو دا غټه خبره ده چې شکر الحمدالله چې په کريکټ کې مو دومره پرمختګ کړی چې د هر هيواد ځواب په خپلې وړتيا او استعداد ويلي شو.
🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫

13/09/2020
Atalan 207 اتلان ۲۰۷ 01/09/2020

Atalan 207 اتلان ۲۰۷ دنورو سریالونو لپاره زمونږ يوټوب چئنل سبسکرائب کړئ او ورسره په څنګ کې د ګونګټو نشان ووهي

28/08/2020
28/08/2020
22/08/2020

محمدنبي په پرلپسې توګه د دوهم ځل لپاره د ويسټ انډيز سوداګريزو سياليو کې غوره لوبغاړی ونومول شو
نبي د نن شپې لوبه کې ۳۵ منډې جوړي کړې او ۱ لوبغاړی يې وسوځاوه.
cricket

15/08/2020
12/08/2020

دهند سينما لوبغاړي سنجي دت په سرطان ناروغۍ اخته شوی
افغان کرکټ/ د هند سینما یا بالیووډ وتلی فلمي اداکار سنجي دت پر سرطان ناروغۍ اخته ش ی او د درملنې لپاره له هند وتلی دی.

راپورونه ښیي چې سنجي دت د سږو پر پر سرطاني ناروغۍ اخته شوی او اوس ددرملنې په موخه له هند د امریکا په لور وتلی دی.

هندي رسنۍ راپورونه خپاره کړي، چې سنجي دت څو ورځې مخکې د تنفسي یا ساه کښلو په وخت کې له ستونزو سره مخ وو چې روغتون کې بستر وو او دا معلومه شوه چې ښاغلی سنجي دت د سږو پر سرطاني ناروغۍ اخته دی او د دې ناروغۍ په څلورم پړاو کې دی.

ښاغلي سنجي دت پر ټوېټر له خپلو مینه والو غوښتي چې د ناروغۍ لپاره یې وارخطا نه شي او د کارونو نه رخصت دی او اوس مهال له ملګرو او د کورنۍ له غړو سره امریکا ته تللی څو د خپلې ور پېښې ناروغۍ درملنه وکړي، نوموړي خپلو مینه والو ته ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به بېرته رک روغ را ستون شي.

٢٠٢٠ز کال د هند د سینما لپاره هم ښه کال نه وو، په روان زېږدیز کال کې د هند سینما درې وتلي لوبغاړړي مړه شول.

په تېرې اپرېل میاشت کې د هند سینما وتلی اداکار عرفان خان چې د هالیووډ او بالیووډ له سلو څخه په زباتو فلمونو کې یې کار کړی وو د ٥٤ کلونو په عمر د سرطان ناروغۍ له کبله مړ شو، د همدې میاشتې په وروستیو کې بیا د هند سینما بل وتلی لوبغاړی ریشي کپور هم د سرطاني ناروغۍ له کبله مړ شو.

له دوی څو میاشتې وروسته د هند بل وتلي فلمي اداکار سوشانت سېنګ ځان وژنه وکړه، د ژوند پور یې پرې کړ. د سوشانت مرموزې ځان وژنې په هند او نړۍ کې ټول مینه وال هېښ کړل اوټول مینه وال یې د خفګان پر ټغر کېنول، اوس هند سنیمای لوبغاړي غواړي چې د سوشانت سېنګ پر فلمي ژوند فلم جوړ کړي، سوشانت په لسګونو سریالانو او فلمونو کې کار کړی وو او د ښه اداکار په توګه یې ډېر مینه وال لرل.

اوس مهال د سنجي دت سرطاني ناروغۍ د ښاغلي دت مینه وال د نوموړي د روغتیا په اړه اندېښمن دي.

سنجي دت هغه فلمي لوبغاړی دی، چې په هند کې احمد شاه بابا د امپراتورۍ په دوره کې د پاني پت د جګړې په تړاو فلم کې د احمد شاه بابا په رول کې کار کړی دی. او په همدې توګه یې په زیاتو فلمونو کې کار کړی چې فلمونه یې بریالي شوي دي.

سنجي دت د خپلې ناروغۍ په اړه ډېر په ډاډ وایي، تر درملنې وروسته به ژر رک روغ خپل هېواد هندوستان او مینه والو ته را وګرځي.

AFGHAN CRICKET
لايک

12/08/2020

د شپږیزې کرکټ لیګ پنځه لوبډلې پر کمپنیو خرڅې شوې

On Aug 12, 2020

افغان کرکټ/ د افغانستان د شپږيزې لیګ اووم پړاو سیالیو لپاره د پنځو لوبډلو سپین غر پړانګانو، کابل بازانو، امو نهنګانو، بند امیر او مس عینک لوبډلو مالکین معلوم شول.

د کرکټ بورډ په اداره کې د یوې ناستې په ترڅ کې چې د کرکټ بورډ سرپرست اجرایه ریس نظیم جار عبدالرحیمزی او د شپږیزې لیګ د پنځه لوبډلو د ملکیت د امتیاز لرونکو کمپنیو استازو ګډون درلود د یادو پنځو لوبډلو لپاره مالکین معلوم شول.

د ډبرو سکرو د سوداګرو ټولنې (ACTU) د سپین غر پړانګان لوبډلې، ایوبي سپورټس کمپلکس (ASC)د کابل بازان لوبډلې، نوید احمدزي د اسعارو تبادلې شرکت (NAME)د امو نهنګان لوبډلې، د ډیلي فرېش کمپنۍ د بند امیر لوبډلې او حضرت سوداګریز شرکت (HCL)د مس عینک لوبډلې د ملکیت امتیاز ترلاسه کړ او یواځې د بوست زون لوبډلې امتیاز تراوسه کومې کمپنۍ یا شرکت نه دی ترلاسه کړی.

د کرکټ بورډ سرپرست اجرایه ریس وویل، د کرونا له امله بازارونه زیانمن شوي دي، دوی غوره وګڼله چې د لوبډلو مالکینو ته یواځې د سږکال لوبډلو فیسونه معاف کړي او دا یې د هغوی لپاره یوه ډالۍ وګڼله.

شپږیزه په افغانستان کې تر ټولو مخکښ او د شوره ډک لیګ دی، چې هر پړاو ته یې د هېواد د ګوډ ګوډ څخه لوبغاړي راځي.

د کرکټ شنونکي، یاد لیګ د افغان ځوانو لوبغاړو لپاره بهترین فرصت ګڼي، تر څو خپل مهارتونه پکې پیاوړي کړي او خپلې وړتیاوې د سکرین پرمخ ټولو ته روښانه کړي.

دوی وایي، یاد لیګ د افغان کرکټ په پرمختګ کې رغنده رول لري او کرکټ بورډ هم کولی شي، چې د دې لیګ له لارې ملي لوبډلې، الف لوبډلې او ۱۹ کلنو لوبډلې ته پیاوړي لوبغاړي انتخاب کړي.

د شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالۍ به په سپټمبر میاشت کې ترسره او په ژوندۍ بڼه به د تلویزیون په سکرین هم خپرې شي.

ویل کیږي د شپږیزې لیګ به د سپټمبر په شپږمه نېټه پیل شي او په ١٨مه به پای ته ورسیږي

AFGHAN CRICKET
لايک شير

11/08/2020

راتلونکی کال د هندوستان غوره لیګ لپاره بولي نه ترسره کیږي

افغان کرکټ/ د هندي رسنیو راپورونو په اساس راتلونکي کال د آی پي ایل سیالیو لپاره بولي( لوبغاړو رانیول) نه ترسره کېږي.

هره لوبډله به د ځان سره د ۱۳م پړاو لوبغاړي لوبوي او یواځې د هغه لوبغاړو په ځای به نوي لوبغاړي غوره کوي، کوم چې ټپیان شوي دي.

د هندوستان غوره لیګ ۱۴م پړاو د ۲۰۲۱ کال د مارچ میاشت کې تر سره کېږي، چې دا د لوبغاړو رانیولو او بیا یې لوبډلو کې د لوبو لپاره د چمتووالي برخه کې ډېر کم وخت دی.

د دې سیالیو ۱۳م پړاو هم تراوسه نه دی ترسره شوی، ټاکل شوې وه چې د روان کال په مارچ میاشت کې ترسره شي، خو د کرونا ویروس له امله وځنډېد، چې سږ کال به سپټمبر میاشت په ۱۹ نېټه پیل او د نوومبر تر لسمې به دوام وکړي.

بل ځل به دا لیګ په هندوستان هېواد کې ترسره کېدو، خو سږ کال د هند هېواد روغتیایي کړکېچ ته په کتو، چې د کرونا یا کووېډ١٩ ناروغۍ په کې ورځ تر بلې پر پراخېدو ده، د کرېکټ دا مخکښ لیګ د متحده عربي اماراتو په کوربه توب ترسره کېږي.

راپورونه وایي، د کرونا ویروس څخه د مخنیوي په خاطر ځینې هېوادونه خپلو لوبغاړو ته اجازه نه ورکوي، چې د هېواده د باندې لاړ شي.

هغه لوبغاړي چې سږکال په دغه سیالیو کې ګډون نه کوي، امکان شته چې په ځای یې نور لوبغاړي راونیول شي او تر ډېره په نويو رانیونو کې افغان لوبغاړي هم په ګوته کېږي.

د سږ کال ۱۳م پړاو آی پي ایل سیالیو کې تر اوسه درې افغان لوبغاړي محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن د مختلفو لوبډلو لپاره غوره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې سږ کال د کرونایي وضعیت له کبله د ټولې سپورتي لوبې او د کرېکټ ټولې نړیوالې او سیمه اییزې لوبې او ټورنمټونه لغوه شول.

د هندوستان غوره لیګ یا IPL چې هر کال د زېږدیز کال پر پیلېدو په لومړیو میاشتو کې ترسره کیږي او نږدې یو میاشت دولم کوي، د کرونا وبایي له کبله وځنډېد.

د کرونا ویروس د شدت په کمېدو سره تر دې وړاندې ویل شوي وو، چې د کرېکټ سیالۍ به له سیلانیانو پرته په خالي میدانونو کې ترسره کیږي، او د کرېکټ یو شمېر لوبې هم په خالي میدانونو کې ترسره شوې، خو له دې وروسته به هغه هېوادونه چې د کرېکټ سیالۍ په کې ترسره کیږي، په خپلو هېوادونو کې به د کووېډ١٩ ناروغۍ شدت ته په کتو ورته پرېکړه کوي.

AFGHAN CRICKET
لایک

10/08/2020

افغان کرکټ/ د چین موبایل جوړونکی شرکت Vivo د هندغوره لیګ (آی پي ایل ) اصلي تمویلوونکی شرکت و، چې د آی پي ایل له لوري ورسره تېره اونۍ له هغې وروسته قراداد وځنډول شو، چې په سرحد کې د هند او چینایي پوځیانو ترمنځ سختې نښتې وشوې.

آی پي ایل د یادې چینایي کمپنۍ سره د ۳۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت په ۲۰۱۷ کال کې د پنځه کلونو لپاره قرارداد لاسلیک کړی و.

د هند د کرېکټ کنټرول ادارې مشر ساراو ګنګولي ویلي، چې د دغې کمپنۍ سره د قراداد ځنډول یوه وړه موقتي ستونزه ده او د بورډ په مالي چارو به هیڅ اغېز ونه کړي.

ګنګولي وویل ، ” د هند د کرېکټ د کنټرول اداره یو قوي بنسټ دی؛ لوبغاړو، لوبې او اداره کوونکو په تېر وخت کې دا اداره تر دې حده قوي کړې چې د دا شان وړو موضوعاتو چاره کولی شي”.

د هندي کرېکټ دا پخوانی لوبغاړی او اوسنی چارواکی زیاتوي، چې په نورو لارو چارو کار کوي.

د Vivo شرکت بیا وایي، چې قرارداد د طرفینو په موافقې ځنډیدلی دی.

د هند غوره لیګ ټاکل شوې چې بله میاشت په عربي اماراتو کې پیل شي، دا لیګ د نړۍ د تجارتي لیګونو په سر کې ځای لري او لوبغاړو ته پکې پرېمانه پیسې ورکول کېږي.

په دې سیالیو کې د څو افغان لوبغاړو په ګډون د نړۍ مشهور لوبغاړي هم لوبېږي.

د جون د میاشتې په ۱۵ مه نېټه د دواړو هېوادونو سرحد کې یې د پوځیانو ترمنځ خونړۍ نښته وشوه، چې پکې شل هندي عسکر هم ووژل شول.

د هغې وروسته دننه په هند کې د چینایي کمپنیو سره د راکړې ورکړې بندول او د جینایي محصولاتو نه کارولو په ضد کمپاینونه وشول.

د هند حکومت وار د مخه د ټلیفونونو مشهور چینایي اپلیکیشن ټیک ټاک په شمول ګڼ نور چینایي اپلیکیشنونه بند کړل او د دې هېواد سره یې د سوداګرۍ کابو کولو هوډ هم کړی دی.

AFGHAN CRICKET
لایک شېر

Atalan 194 اتلان ۱۹۴ 09/08/2020

Atalan 194 اتلان ۱۹۴ د نورو سریالونو او ویدیوګانو لپاره زمونږ youtube چئنل سبسکرائب کړئ اوپه څنګ کی ورسره دګونګړی نشان ووهی ترڅو نوری برخی له نورو څخه دمخه تاسی ته دروراسیږی

09/08/2020

د انګلستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په لومړۍ ټیسټ لوبه کې،پاکستان له تباه کوونکي او سختې ماتي سره مخ شو.

دغه سیالي چې د انګلستان په مانچستر ښار کې ترسره شوه.پاکستان د لومړۍ توپ وهنې په پیل کولو سره،پخپل لومړي اننګز کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو (۳۲۶) منډې جوړې کړې.

د پاکستان لخوا لومړي اننګز کې شان مسعود ښه لوبه ترسره کړه او په ۳۱۹ توپونو سره یې (۱۵۶) منډې جوړې کړې،پدې سره شان مسعود پنځم پاکستانی اوپنر شو چې انګلستان کې سلیزه جوړوي.

دغه شان بابر اعظم (۶۹) او شاداب خان (۴۵) زیاتې منډې جوړې کړې.

د انګلستان لخوا توپ اچونه کې ارچر او براډ ۳-۳ ویکټې ترلاسه کړې.

اندرسن او ډم بېس یوه،یوه ویکټ او کریس ووکز دوه ویکټې ترلاسه کړې.

انګلستان پخپل لومړي اننګز کې بیا د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یوازې (۲۱۹) منډې جوړې کړې.

انګلستان لخوا توپ وهنه کې اوولي پوپ (۶۲)،باټلر (۳۸) او براډ (۲۹) منډې جوړې کړې.

د پاکستان لخوا توپ اچونه کې یاسر شاه (۴)، محمد عباس او شاداب خان (۲-۲) او شاهین شاه یوه ویکټ واخیسته.

پاکستان په دوهم اننګز کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو (۱۶۹) منډې جوړې کړې او انګلستان ته یې د ګټلو په موخه د ۲۷۷ منډو هدف کیښود.

د انګلستان لخوا توپ اچونه کې سټیوارټ براډ (۳)، بین سټوکس او کریس ووکز (۲-۲)، ارچر او بېس (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه. د پاکستان لپاره یوازې یاسر شاه تر ټولو ډیرې (۳۳) منډې جوړې کړي وې.

انګلستان یاد هدف د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او په ۳ ویکټو یې بریا خپله کړه.

د انګلستان لپاره په دوهم اننګز کې کریس ووکز (۸۴)، باټلر (۷۵)، جو روټ (۴۲)،سبلي ( ۳۶) زیاتې منډې جوړې کړې.

د پاکستان لپاره په توپ اچونه کې یاسر شاه (۴) زیاتې ویکټې واخیستې.

ټاکل شوي چې دواړو لوبډلو ترمنځ به دوهمه ټیسټ لوبه د اګسټ په ۱۳مه نېټه په سوتهمپټن ښار کې ترسره شي.

له کریکبال وېبپاڼې په مننه

AFGHAN CRICKET

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address

Jalalabad
Kabul
ZAHEER
Other Sports Events in Kabul (show all)
فدراسیون ملی سنوکر افغانستان فدراسیون ملی سنوکر افغانستان
Kabul

مارا دنبال کنید تا از آخرین اخبار در رابطه با مسابقات د?

Khalij Swimming Pool Khalij Swimming Pool
Qalqi Najara
Kabul

Khalij swimming pool is one of the great and beautiful swimming pool in Afghanistan, which provides deferent facilities to the athletes

Football News Football News
Kabul, 1004

Football news

GFC Great fighting championship GFC Great fighting championship
Kabul

the best promotion of mma in afghanistn battle of best warriors🔥🔥👑✊

Cricket News:کریکټ خبرونه Cricket News:کریکټ خبرونه
Kabul, 2256

دلته موږ سره یوځای شي اسلامی ادبی فرهنګی سپورتی او دَ وطن ښکلاګانې ننداره کړی مننه🇦🇫

Blue Eagle CC بلوايګل کريکټ کلب Blue Eagle CC بلوايګل کريکټ کلب
Kabul, 1053

سلامونه دوستانو.🇦🇫 که هر څوک غواړى چى له مونږ سره د هارډ بال کريکټ ميچ يا سيريز کول غواړى نو له مونږ سره په دى شماره اړيکه ونيسۍ.مننه🏏 B.E.CC📢 0771429692 . 0730623288📲

All Cricket Information All Cricket Information
Kabul

This page is made for your service only. We want to bring you the latest cricket updates.

Sayed Jawed Alizada Sayed Jawed Alizada
Kabul

Asia 2020 summer champion 🏆 6×Afg boxing champion 3×belt champion of the Ministry of Interior

Bilal Hotak Bilal Hotak
Kabul

Sports

PAMIR Sports TV PAMIR Sports TV
Kabul, 10007

La’eeb La’eeb
Kabul

Football News & Sarcasm