Sharp Afghan volleyball

Sharp Afghan volleyball

Share

د هر ډول لوبو په اړه تازه او په زړه پوري معلومات دلته کتلای شئ

26/02/2026

#تازه‌خبر
امنیتي سرچینې طلوع‌نیوز ته وايي، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پاکستان د پوځي رژیم پر وړاندې د روانو عملیاتو په ترڅ کې تر دې دمه ۱۵ پوستې نیول شوې دي.

دغه پوستې تر ډېره په ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې د فرضي کرښې ها غاړه نیول شوې دي.
#طلوع‌نیوز

06/02/2026

محمد سباوون وردګ
د افغانستان د والیبال یو تکړه، زحمتکښ او ویاړلی لوبغاړی دی.
هغه د خپلې هڅې، نظم او نه ستړې کېدونکي تمرین له لارې د ځوانانو لپاره د الهام سرچینه ګرځېدلې.
موږ د داسې اتلانو په درلودلو ویاړو چې د افغانستان نوم په سپورتي ډګرونو کې روښانه ساتي

27/01/2026

هارون نیکروز، چې د افغانستان د بدخشان ولایت وتلی ځوان دی ، او د والیبال په ملي لوبډله کې لوبې کوي، د هڅې، زحمت او نه ماتېدونکي عزم ژوندی مثال دی

25/01/2026

Celebrating my 5th year on Facebook. Thank you for your continuing support. I could never have made it without you. 🙏🤗🎉

21/01/2026

نیاز اریان د تڼیو الف لوبډلې له تکړه او بااستعداده لوبغاړو څخه شمېرل کېږي. هغه په لوبه کې قوي ډبل ډچ لري، بلاک یې پیاوړی دی او سروېزونه یې د سیال ټیم لپاره جدي ستونزې جوړوي. سربېره پر دې، نیاز اریان د سنټر په برخه کې هم عالي مهارت لري او تل په حساسو شیبو کې د خپل ټیم ملاتړ کوي. د هغه تخنیک، تمرکز او هڅه لامل شوي چې د لوبډلې لپاره یو ارزښتناک او د باور وړ لوبغاړی وپېژندل شي

16/01/2026

عادل جان د خوست ولایت د تڼیو ولسوالي د منتخبې لوبډلې یو تکړه، بااستعداده او ژمن لوبغاړی دی. هغه نه یوازې په میدان کې د خپلې چټکتیا، تخنیک او هوښیارې لوبې له امله پیژندل کېږي، بلکې د لوبډلې د یووالي، نظم او مورال په لوړولو کې هم مهم رول لري. عادل جان تل هڅه کوي چې د خپلې سیمې نوم په ښه ډول روښانه کړي او د ځوانانو لپاره د هڅونې یو ښکلی مثال وي. د هغه زحمت، هڅه او مینه له سپورته دا ښيي چې راتلونکی به یې لا روښانه وي

14/01/2026
08/01/2026

شاهد بدلون

07/01/2026

عادل شاه ذاکري د افغانستان د والیبال د ملي لوبډلې له هغو تکړه او هڅاند لوبغاړو څخه دی چې د خپل استعداد، زحمت او نظم له لارې یې د هېواد د سپورټ په ډګر کې ځان ثابت کړی دی.

05/01/2026

الله نظر کریمي د افغانستان د والیبال له وتلو او پیژندل شوو لوبغاړو څخه دی، چې د خپلې لوړې تخنیکي وړتیا، قوي لوبې او منظم تمرین له امله یې د لوبو په ډګر کې ځان ثابت کړی دی.

03/01/2026

منتظر د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې له هغو مخکښو لوبغاړو څخه دی چې په خپل زحمت، هڅه او نه ستړې کېدونکي تمرین سره یې د هېواد نوم ځلولی دی.
هغه نه یوازې په میدان کې قوي لوبه کوي، بلکې د ټیم لپاره د حوصلې، یووالي او الهام سمبول هم دی.
منتظر ثابته کړې چې که اراده قوي وي، نو هر هدف ته رسېدل ممکن دي.
موږ پرې ویاړو او د لا ډېرو بریاوو هیله ورته لرو!

نوټ: خپل معلومات مو له موږ سره شریک کړئ

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address

Kabul
1002