Sabir Khan Afghan صابر خان افغان

Sabir Khan Afghan صابر خان افغان

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Sabir Khan Afghan صابر خان افغان, Sports, غواړم دکرکټ دلاري ټولو هيوادوالو ته خدمت وکړم, Kabul.

26/10/2022

هيله ده چې نن به حضرت الله ځاځى او رحمان الله ګربز د نيوزيلينډ خلاف د افغانستان لپاره ښه پېل وکړي په ونډاون ابراهيم ځدران

بايد نن عظمت عمرزى ډراف شي او پرځاى يې يا قيس احمد واخيستل شي او يا درويش رسولي ځکه هلته راسره ابراهيم ځدران هم ميډم فاسټ بالر دى•
ستاسو ملګرى:(صابرخان افغان)

05/09/2021

د هندوستان هيټمين روهيت شرما پرون ورځ د انګلستان خلاف په ټيسټ کرکټ کې سليزه ترلاسه کړه 127 سکور يې وکړل او اوټ شو کينګ په هرځاى کې کينګ وي که د کور بهر وي او که دننه واقعيت د نړۍ ستر بريدګر او خطرناک لوبغاړى دى
د روهيت شرما هاى سکور په هر فارمټ کې
په ټيسټ کرکټ کې 212 سکور هاى لري
په پنځوس اوريزه کې 264 هاى سکور لري
په شل اوريزه کرکټ کې 118 هاى سکور لري
په اى پي ايل ليګ کې 109 هاى سکور لري

د روهيت شرما سليزې په هر فارمټ کې
په ټيسټ کرکټ کې اته 8 سليزې لري
په پنځوس اوريزه کې نهه ويشت 29 سليزې لري
په شل اوريزه کې څلور 4 سليزې لري
په اى پي ايل کې يوه 1 سليزه لري

د روهيت شرما پنځوسيزي په هر فارمټ کې
په ټيسټ کرکټ کې 14 پنځوسيزي لري
په پنځوس اوريزه کې 43 پنځوسيزي لري
په شل اوريزه کې 22 پنځوسيزي لري
په اى پي ايل کې 40 پنځوسيزي لري

د روهيت شرما شپږيزي په هر فارمټ کې
په ټيسټ کرکټ کې 63 شپږيزي لري
په پنځوس اوريزه کې 244 شپږيزي لري
په شل اوريزه کې 133 شپږيزي لري
په اى پي ايل کې 224 شپږيزې لري

د روهيت شرما څلوريزي په هر فارمټ کې
په ټيسټ کرکټ کې 324 څلوريزې لري
په پنځوس اوريزه کې 832 څلوريزي لري
په شل اوريزه کې 252 څلوريزي لري
په اى پي ايل کې 476 څلوريزي لري

د روهيت شرما په هر فارمټ کې په صفر اوټ کيدل
په ټيسټ کرکټ کې 4 ځل اوټ شوى دى
په پنځوس اوريزه کې 13 ځل اوټ شوى دى
په شل اوريزه کې 6 ځل اوټ شوى دى
په اى پي ايل کې 13 ځل اوټ شوى دى

د روهيت شرما په هر فارمټ کې ناټ اوټ پاتي کيدل
په ټيسټ کرکټ کې 9 ځل پاتي شوى دى
په پنځوس اوريزه کې 32 ځل پاتي شوى دى
په شل اوريزه کې 14 ځل پاتي شوى دى
په اى پي ايل کې 28 ځل ناټ اوټ پاتي شوى دى

د روهيت شرما ټول سکور په هر فارمټ کې
په ټيسټ کرکټ کې 3047 سکور لري
په پنځوس اوريزه کې 9205 سکور لري
په شل اوريزه کې 2864 سکور لري
په اى پي ايل کې 5480 سکور لري

د روهيت شرما آل سکور او آل ميچونه لاندې

په ټولو فارميټونو کې د روهيت شرما آل سکور 20596 دي

په ټولو فارميټونو کې د روهيت شرما آل شپږيزي 664 دي

په ټولو فارميټونو کې د روهيت شرما څلوريزي 1884 دي

په ټولو فارميټونو کې د روهيت شرما سليزي 42 دي

په ټولو فارميټونو کې د روهيت شرما پنځوسيزي 119 دي

په ټولو فارميټونو کې روهيت شرما په صفر اوټ شوى 33 ځل

په ټولو فارميټونو کې روهيت شرما ناټ اوټ 83 پاتي شوى دى

ستاسو ملګرى:(صابرخان افغان)

27/03/2021

وعن ابن عمر رضي الله عنهما، قَالَ:
رسول الله صلى الله عليه وسلم
((كُنْ في الدُّنْيَا كَأَنَّكَ غَرِيبٌ أَوْ عَابِرُ سَبِيلٍ)).
ژباړه:
په دنیا کې داسې ژوند کوه لکه ته چې مسافر او یا په لاره تېرېدونکی یې.
Live in this world like a guest who doesn't have home, nor fire.

رواه البخاري

25/01/2021

دوه ورځې ژوند دى بايد هر انسان يې دالله تعالى په عبادت کې تير کړي خه اخلاق غوره سرمايه ده نو راځئ چې غوره اخلاق په ځان کې پېداکړو

26/12/2020

کله نا کله داسې کيږي په کرکټ کې نن محمدنبي عيسى خيل په بېګ باش ليک کې په يو اوور کې څلور 4 شپږيزې وخوړلې
بيا هم درباندې وياړم انشاءالله خپل بدل به ترينه اخلې•
ستاسو ورور:(صابرخان افغان)

10/10/2020

نن دغازي امان الله خان په ليسټ A ساليو کې سږکال لومړنۍ لوبه دبندآمير او بوست لوبډلې ترسره شوه چې لومړۍ توپ وهنه بوست لوبډلې وکړه بوست ټولې 89 منډې وکړې لس واړه لوبغاړي يې اوټ شول 36 اورونه يې ولوبول دبوست لپاره زيات سکور 36 منيراحمدکاکړ وکړل او ناټ اوټ پاتې شو دبندامير لپاره امير حمزه هوتک 3 زيات لوبغاړي وسوځول
ټاکلى هدف بندآمير په اسانۍ سره ترلاسه کړه دڅلور لوبغاړو په سوځيدو يې په شل 20 م اور کې ياد هدف پوره کړه چې زياتې منډې ورته درويش رسولي 19 وکړې عمرآن جنت 19 وکړې حشمت الله شاهدي 17 وکړې
دلوبې غوره لوبغاړى حمزه هوتک اعلان شو•
دبندآمير ټولو مينوالو ته دې مبارک وي دا ستره بريا
سبا سهار په همدې سياليو کې سپين غر او مس عينک ديو بل پر وړاندې دلوبې ډګر ته راښکته کيږي•
ستاسو ورور:(صابرخان افغان)

06/10/2020

اوف د شهيد نجيب الله ترکي دغه انځور مې ژړه وي دا هغه انځور دې کوم وخت چې ورته زه په غازي امان الله خان لوبغالي کې لايف او دنږدې ناست وم په دغه لوبه کې اتل شهيد نجيب الله تره کي 56 سکور وکړل شپږ 6 شپږيزې يې په کې ووهلې تقريبا 32 باله يې ولوبول ما ورته هم په وياړ چک چک ووهلو خو اوس همدې انځور ته چې ګورم افسوس راشي وايم دا کوم رقم حالات ته پاتې شوم دتل پاتې نوم لپاره يې بايد دبهسودو ګرونډ دشهيد نجيب الله ترکي په نوم کړو موافق شئ راسره همدا يې سمه لار ده
روح دې ښاد شه او جنت الفردوس دې ځاى شه•
ستاسو ورور:(صابرخان افغان)

21/09/2020

په حيدرآباد ټيم کې به داسې يو لوبغاړى هم پېدا نه شي چې د AB de Villers مخه ونيسي ممکن نن پرې سليزه يا نيمه سليزه ووهي د AB de د سليزي په ارمان او د حيدر اباد دشرمولو په ارمان يم او دمحمدنبي عيسى خيل نشتون بلا خواشينى کړم•
ستاسو ورور:(صابرخان افغان)

Photos from ‎Sabir Khan Afghan صابر خان افغان‎'s post 02/09/2020

داځل شپږيزه ټورنمينټ ډېر رنګين دى ولى چي په تخلص يو شان خطرناک فاسټ بالران په کې موجود دي يو يي دى فرهاد مومند هغه ځوان چي بار بار يي ويکټ په تېز بالينګ باندې ماته کړې ده بل يي دى سپيډ ماسټر وفادار مومند چي هر وخت يي خپله وړتيا ښودلې ده بندأمير ښاماران ډېر خوشبخت ټيم دى چې دواړه مومندان له ځان سره لري ان شاء الله همدا دواړه مومندان به يي مايوسه نه کړي خه بخت او خه چانس دواړو تنکيو ځوانانو ته غواړم هيله لرم چي يوه ورځ دملى ټيم استازيتوب وکړي په نړيوالو لوبو کې•
ستاسو ورور:(صابرخان افغان)

ځوان استعداد ته سترګې په لار يو هر وخت دې راشي ملى ټيم ته

28/08/2020

محمدنبى عيسى خيل بيګاه شپه په کرابين يعنې په CPL ليک کې څه جادوګر بالينګ وکړه دمقابل ټيم يي دپنځلس 15 منډو په بدل کې پنځه 5 لوبغاړي وسوځول دې ته وايي بالينګ دا کال په CPL کرکټ ليک کې تر هر کال خه ځليدلى دى که همداسي روان وي ممکن مين اف دټورنمينټ هم اعلان شي دمحمدنبى عيسى خيل دوئ ټيم څلور لوبې ګټلي دي په څلور لوبو کې محمدنبى عيسى خيل درې 3 ځل مين اف دميچ راغلى دى
محمدنبى عيسى خيل سږکال په کرابين يعنې په CPL کې پنځه 5 لوبې کړي دي په بټينګ کې 120 سکور لري درې 3 ځل ناټ اوټ پاتې شوى دى
په بالينګ کې يي نهه 9 لوبغاړي سوځولې دي اتل دې تل کامياب او ځلانده وي•
ستاسو ورور:(صابرخان افغان)

27/07/2020

اى سي سي غواړي چي د 2023 م کال ورلډکپ لپاره سوپر ليک پر لاره واچوي چي دولس بشپړ غړيتوب هېوادونه به په کي ګډون وکړي دهمدي لاري به اووه ټيمونه نړيوال جام ته لاره پيداکړي چي هندوستان ډارک وتلى دى مهمه خبره دا ده چي کوربتوب يي هندوستان کوي افغانستان به هم دا سيالئ کوي افغانستان ټيم لپاره بايد دا کسان مسلسل ولوبول شي او کار پرې وشي کنه ټيم به مو دسقوط سره مخامخ شي تر د 2023 م کال لا ډير وخت دى همدايي وخت دى ترڅو سوپر ليک لپاره مضبوطه لوبډله ولرو لا نور ځوانان به هم پيداشي •
(کيفتان) نجيب الله ځدران ،
ابرهيم ځدران
رحمان الله ګربز
رحمت شاه زرمتى
حشمت الله شاهدي
رياض حسن
درويش رسولي
منير احمد کاکړ
طارق ستانکزى
راشد خان
مجيب الرحمن
وفادار مومند
افتاب عالم
ضياءالرحمن شريفي
نوين الحق مريد
بهير شاه محبوب
کريم جنت
قيس احمد کاموال
نوراحمد
مسلم موسى
صديق اتل
سيد شيرزاد
ابراهيم عبدالرحيمزى
فضل الحق فاروقي
اکرام عليخيل
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زاړه کسان مي په دي خاطر ياد نه کړل ځکه وخت ډير پاتي شايد نور هم اکسپير شي ځوانان به لا خه پاخه شي په ملى ټيم کي تر هغه وخت پوري•
ستاسو ورور:(صابرخان افغان)

23/07/2020

دحضرت عباس رضى الله تعالى عنه څخه روايت دى چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل هر کله چي په تاسو کي يو سړى طعام وخوري نو دا دعا دي وکړي: الـلـهـم بـارک لـنـا فـيـه وأطـعـمـنـا خـيـرا مـنـه، اى الله ! مونږ ته په دي طعام کي برکت عطاء کړي، او د دي څخه هم خه طعام راکړي•
او هرکله چي په تاسو کي يو سړى شيدې وڅکي نو دا دعاء دي وکړي: الـلـهـم بـارک لـنـا فـيـه وزدنـا مـنـه، اى الله مونږ ته په دي شيدو کي برکت عطاء کړي او ددي څخه زيات دڅکلو لپاره راکړي، او دشيدو څکلو په دعا کي ، ددي څخه خه دڅکلو دپاره راکړي ، الفاظ دي نه وايي، ځکه دشيدو څخه خه هيس شى نشته، چي دالله تعالى څخه وغوښتل شي، ددې وجه دا ده چي داسي شى نشته چي دخوراک څښاک بدل جوړ شي، علاوه دشيدو څخه، چي هغه دخيټي ډکولو خاصيت هم لري، او د اوبولو هم) ترمذي ابوداٶد•

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address

غواړم دکرکټ دلاري ټولو هيوادوالو ته خدمت وکړم
Kabul