ACB Certified Scorers

ACB Certified Scorers

Share

Follow us For More 🏏🇦🇫

🎯 Welcome to the Official Page of ACB Scorers!
📊 Bringing you Accurate Match Stats, Real-time Scoring, and behind-the-Scenes Action from Afghan & International Cricket.

31/05/2026

نجیب الله ترکی کرکټ لوبغالي📍

زمونږ دوه تنه تکړه همکاران، حذیفه ساحل او حفیظ الحق مومند، په ای اینډ لیسټ ای سیالیو کې د سکورینګ مهمه دنده په ډېرې ژمنتیا سره پرمخ وړي.

حذیفه ساحل د نړیوالې کچې له معتبرې وېبپاڼې ESPNcricinfo سره د سکورینګ چارې ترسره کوي، چې له لارې یې د سیالیو معلومات تر تاسو رسېږي.

بلخوا، حفیظ الحق مومند په مینول (Manual) بڼه د سیالیو بشپړ جزئیات ثبتوي .

د دواړو همکارانو هڅې د ستاینې وړ دي، ځکه چې د دوی له برکته د سیالیو هره شیبه په دقیقه او مسلکي ډول تر مینه‌والو رسېږي

&ListA| | | | |

26/05/2026

نیکمرغه لوی اختر مو مبارک شه!
د افغانستان کرکټ بورډ سکوررانو له لورې مو لوی اختر مبارک شه.
رب تعالی ج دې ستاسي ټولو قربانی، عبادات او صدقې قبولي کړي.
د روغتیا او سلامتیا په هېله مو.

22/05/2026

Ehsanullah Shakir
د تلويزيون پر پرده د سکورینګ او ګرافکس برخه.

Photos from ACB Certified Scorers's post 15/05/2026


١٧م د مې، غازي امان الله خان لوبغالي څخه په ژوندۍ بڼه د ملي تلويزيون په پرده .
يادې لوبې د cricinfo له بريښنا پاڼې هم تعقيبولی شئ.
نمره شمیرونکي: Ehsanullah Shakir
Safiullah Azizi او Niaz Shinwari

Photos from ACB Certified Scorers's post 03/05/2026

په ننګرهار کې د ملي لوبغاړو ترمنځ خپلمنځي سیالۍ روانې دي، دا سیالۍ نه یوازې د لوبغاړو د چمتووالي او مهارتونو د پیاوړتیا لپاره مهمې دي، بلکې د راتلونکو ملي سیالیو لپاره هم یو ښه بنسټ برابروي.

په دې مهمو لوبو کې زموږ هڅاند همکار نیاز محمد شینواری د منډو د دقیقې شمېرنې مسئولیت پر غاړه لري، چې د هغه مسلکي کار او ژمنتیا د سیالیو د ښه تنظیم او شفافیت سبب ګرځېدلې ده.

موږ د هغه له هڅو او نه ستړې کېدونکي خدمت څخه مننه کوو او ورته د لا زیاتو بریاوو هیله لرو

| | |

Photos from ACB Certified Scorers's post 03/05/2026

زمونږ دوه تنه نور تکړه همکاران، سید انور شینواری او سمیع الله ځدراڼ، په ملي شل اوریز جام سیالیو کې د سکورینګ مهمه دنده په ډېرې ژمنتیا سره پرمخ وړي.

سید انور شینواری د نړیوالې کچې له معتبرې وېبپاڼې ESPNcricinfo سره د سکورینګ چارې ترسره کوي، چې له لارې یې د سیالیو معلومات نړیوالو ته رسېږي.

بلخوا، سمیع الله ځدراڼ په مینول (Manual) بڼه د سیالیو بشپړ جزئیات ثبتوي .

د دواړو همکارانو هڅې د ستاینې وړ دي، ځکه چې د دوی له برکته د سیالیو هره شیبه په دقیقه او مسلکي ډول تر مینه‌والو رسېږي

| |

03/05/2026

په ملی شل اوریز جام کی زمونږ د نمره شمیرنې مرستیال !

احسان الله شاکر د افغانستان کرکټ بورډ له با استعداده او هڅاندو کارکوونکو څخه دی، چې دا مهال د نمره‌شمبرونکو د مرستیال په توګه مهمه دنده ترسره کوي. نوموړی د کرکټ په سکورینګ او تخنیکي برخه کې پوره تجربه لري او تل یې هڅه کړې چې خپلې دندې ته په صداقت او مسلکي ډول ادامه ورکړي.

اوس مهال، ښاغلی شاکر د امید وطن ملي شل اوریز جام په سیالیو کې د ګرافیک سکورینګ مسؤلیت پر غاړه لري، چې دا د کرکټ د سیالیو په جریان کې یو ډېر مهم او حساس دندو بلل کېږي. د هغه دقیق کار، چټک تصمیم نیول او تخنیکي مهارتونه د دې سبب شوي چې سیالۍ په منظم او مسلکي ډول وړاندې شي.

د نوموړي دا هڅې نه یوازې د سیالیو کیفیت لوړ کړی، بلکې د افغانستان د کورني کرکټ په پرمختګ کې هم مهم رول لوبوي. داسې با استعداده او ژمن کسان د هېواد د کرکټ راتلونکی لا روښانه کوي.

| |

Photos from ACB Certified Scorers's post 11/04/2026

د نومره شمیرنې برخې تکړه همکاران

لکه څرنګه چې تاسي ته معلومه ده په کندهار او هلمند ولایتونو کې د میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ جریان لري.
زموږ د نومره شمیرنې برخې تکړه او فعال ملګري هره ورځ د یادو سیالیو کره او پر وخت نومره شمیرنه او ټولونه کوي.

یادې سیالۍ د کرکټ نړیوال ویب سایټ کریک انفو پر لیکه له لاندې لینک څخه تعقیبولای شئ!

Click here to view more :https://www.espncricinfo.com/series/merwais-nika-regional-3-day-trophy-2026-1529471/boost-region-vs-speen-ghar-region-3rd-match-1529474/live-cricket-score

01/04/2026

د تسلیت او خواخوږۍ پيغام:

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ یو تن لوبڅار سمیع الله مومند په کندهار کې د سخت باران له امله د دېوال راپرېوتو پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی او روح یې ذوالجلال رب ته سپارلی دی. انا لله و انا الیه راجعون

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه، ټول لوبغاړي او کارکوونکي د دغې پېښې رامنځته کېدو له امله سخت غمجن او دردېدلي دي. ټول د سمیع الله مومند له درنې او دردېدلې کورنۍ سره خپله همدردي او غمشریکي شریکوي او نوموړي ته د پاک رب له دربار څخه د فردوس جنت غوښتنه کوي. الحکم لله

د یادونې وړ ده چې افغانستان کرکټ بورډ د دغې غمجنې پېښې د رامنځته کېدو له امله د میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ چې پتېل شوې وه، سبا په کندهار او هلمند ولایتونو کې پیل شي، د درې ورځو لپاره ځنډوي.

افغانستان کرکټ بورډ دغه راز په پام کې لري چې د مرحوم سمیع مومند له کورنۍ سره مالي مرسته هم وکړي، ترڅو له ویرجنې کورنۍ سره یې د خواخوږۍ، همدردۍ او همکارۍ یوه وسیله واوسي.

انا لله وانا الیه راجعون. الحکم لله
- - - - -
Condolence Message

Afghanistan Cricket Board expresses its deep sorrow over the passing of domestic umpire Mr. Samiullah Momand, who lost his life in a tragic incident in Kandahar following following the collapse of a wall caused by heavy rainfall.

We extend our sincere condolences to his family and loved ones, and pray that Allah (SWT) grants him the highest ranks in Jannah and gives patience and strength to those he leaves behind.

Due to this sad incident, the Mirwais Nika Regional Three-Day Tournament 2026 has been postponed for three days.

The ACB also aims to extend its financial support to the family of Samiullah Momand as a gesture of compassion and solidarity during their time of grief.

Inna Lillahi wa Inna Ilayhi Raji’un.

Photos from ACB Certified Scorers's post 20/03/2026

د اختر مبارکۍ پیغام

د افغانستان کرکټ بورډ د نمره شمیرونکو له لوري ټولو درنو هېوادوالو، د کرکټ مینه‌والو، لوبغاړو او کارکوونکو ته د نېکمرغه کوچنې اختر مبارکي وړاندې کوو.

الله تعالی دې وکړي چې پدې مبارکې ورځو کې
له غمونو په امان اوسئ او خوشالۍ مو نصیب شه.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Address


Kabul
Kabul