11/03/2026
له رقيبانو خو يي بڼکې ویستي بنګالیانو 🤪
ددی پیج څخه يواځې دکرکټ په اړه معلومات خپريږي
11/03/2026
له رقيبانو خو يي بڼکې ویستي بنګالیانو 🤪
10/03/2026
🏏 د افغانستان او سریلانکا ترمنځ پلان شوی کرکټ سریز وځنډول شو
د افغانستان کرکټ مینه والو لپاره مهم خبر دا دی چې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ هغه نړیوال سریز چې ټاکل شوې وه د مارچ په میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي، اوس مهال نامعلوم وخت ته وځنډول شو.
د راپورونو له مخې د سیمې د امنیتي او سیاسي وضعیت له امله د دواړو هیوادونو کرکټ بورډونو پریکړه کړې چې دا سریز د لنډ وخت لپاره ونه ترسره کړي. دغه سیالۍ به درې شل اوریزې (T20) او درې یو ورځنۍ (ODI) لوبې لرلې.
ټاکل شوې وه چې دا لوبې د مارچ له ۱۳مې څخه تر ۲۵مې پورې په شارجه او دوبۍ کرکټ لوبغالو کې ترسره شي، خو د اوس لپاره نوی مهالویش نه دی اعلان شوی.
تمه ده چې د افغانستان کرکټ بورډ او د سریلانکا کرکټ بورډ به په راتلونکې کې د دې سریز لپاره نوی وخت اعلان کړي.
📌 د نورو کرکټي خبرونو لپاره زموږ پاڼه تعقیب کړئ.
Cricket Afghanistan.Com✅
09/03/2026
له جګړو او ناخوالو ور هاخوا د کرېکټ د ملي لوبډلې اعلان هم حیرانونکی راښکاره شو. له لوبډلمشرۍ د راشد خان لیرې کېدل، شاید د هغه له لوبې سره مرسته وکړي چې لوی بار یې له اوږو کښته شو، خو کاشکې د نړیوال جام په وروستۍ لوبه کې راشد خان خپله دغه خبره په ډاګه کړې وای.
له سرېلنکا سره سیریز په دې هیله کېږي چې تر بل نړیوال جامه لوبغاړي په نخښه او تیار شي. خو په لوبډله کې له نور رحمان نه ور هاخوا نورې نوې څېرې نه وینو بلکې لا پخوانۍ راښکاره شوي چې شاید ځینې یې تر ۲۰۲۸ کال پورې خپله له لوبو لاس په سر شي.
پوهېږم ډېر خلک فضل الحق ته غوسه شوي دي چې ولې یې له جنوبي افریقا سره دویمه منډه پوره نه کړه یا یې ولې په وروستي بال شپږیزه وخوړه، خو د فضل په ځای که نوی بالر وای لا یوه خبره، د هغه په ځای د پخواني بالر راستنول به مو راتلونکي ته په څه تیار کړي؟
دوستانه لوبلړیو کې باید نوي لوبغاړي او داسې لوبغاړي وازمویل شي چې د راتلونکو نړیوالو جامونو لپاره تیار وي نه داسې چې تر هغو شاید له لوبو لاس په سر شوي وي یا یې په لوبډله کې ځای نه وي.
نه پوهېږم تاسو هم په همدې سترګه ورته ګورئ که نورو ناخوالو مو له لوبو مخ اړولی؟
ډيره خایسته تبصره يي کړي د ګاونډيانو په اړه يوځل يي ضرور اوګوری👇
25/02/2026
دغه يو ليکلي جوپرا ارچر انګلينډی لوبغاړی ته-
ارچر دپاکستان خلاف نن يي دغاړی هغه د سروزرو چين نه خکاری په مطلب خو تاسو پوه شوی🤪🤪
پاکستان په چشی کښې ډير ماهره دي
25/02/2026
ختم ټاټا بای بای!!🤣🤣🤣
ويړکاپ ګاټی - خدای مو دا ورانی موشادی خاوری که😁
23/02/2026
افغانستان د یو ورځنیو او شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د سریلانکا کوربه توب کوي
افغانستان کرکټ بورډ د روان کال په مارچ میاشت کې د درې نړیوالو یو ورځنیو او درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لپاره د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې کوربه توب کوي. دغه سیالۍ به د راتلونکې مارچ میاشتې په ۱۳مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به دوام ومومي.
کاپی د افغانستان کرکټ بورډ
23/02/2026
نن په Super8 کښی زیمبابوې د ویسټ انډیز په خلاف لوبيږی
دوی دواړو په شل اوره جام جهانی کښی تر اوسه څلور لوبی کړی چه دري یی ویسټ انډيز ګټلی او يو يي بيا زیمبابوې ګټلی-
23/02/2026
زه خه شو د انډيا دا غرور خو افريقا ورمات کړ
دافغانستان په حق کښې يي ډير زياتی وکړ افغانستان يي ګروپ کښی ددی خامارانو سره اچولی وه او خپله يي د ماشومانو او کمزورو په ګروپ کښی ځان ورشامل کړي وو بيګاه ساوت افريقا هند ته ۱۸۸ شاوخوا هدف ورکړی وو د ۷ ویکټو په نقصان په جواب کښی هند ورته دټولو لوبغاړو په سوزيدو ۱۱۱منډی وکړی مطلب افغانستان د هند نه سو چنده بهتره لوبه وکړه د همدی ټيم په خلاف خوبيا هم د هند چې څه هدف وو هغه يي وکړه د هغوی هدف افغانستان د اول راونډ نه بهر کول يي هدف وو هغه يي وکړل ځکه. يو خو يي د ټورنمنټ ترټولو سخت ګروپ کښی اچولی وو او بل يي لومړی دوه لوبی د اور بچو سره ورته ورکړی وی يعنی نيوزيلينډ او ساوت افريقاـ کم ازکم لومړی دوه لوبی به يي ورته کاناډا او اماراتو خلاف ورکړی وي تر څو يي دهغي لوبو په ګټلو مرال قوی شوی وای که بيا سخت ټيم سره مخامخ کيدل وو نو دومره به ستونزمن نه وو . ډير پری خوشحاله شوم چې بیګا ساوت افريقا دا کبرجن ټيم په ګونډو کو افغانستان ته غټه ضربه همدی هند ورکړه ځکه د (آی سی سی)ټول پاور او کنټرول د هند په لاس کښې داې دا هر څه دوی دقصدا وکړل ځکه دوي پوهيدل که چیرته افغانستان بل راونډ ته وتلی وای نو بيا د هند خير نه وو هند يي درته په هند کښي په ګونډو کووـ خو زه خیر بيابه سره ګورو تر څو به دا ګوتی دافغانستان سره دا دوه مخی مخلوق کوی اخیر به په خپو ودريږي- ؋غانستان🏏🇦🇫
ځینو سره دا اندېښنه وه چې افغانستان خو به د ۲۰۲۸ له نړیوال شل اوریز جام څخه نه وي پاتې شوی. افغانستان او ۱۱ نورې لوبډلې د خپلو مقامونو او درجه بندۍ په حساب د ۲۰۲۸ نړیوال جام ته وتلي. اته نورې لوبډلې به د غوراوي سیالیو پړاوونه وهي چې لاره وکړه. د ۲۰۲۸ شل اوریز جام په استرالیا او نیوزلنډ کې دی.
البته تر دې مخکې د ۵۰ اورونو د نړیوال جام سیالۍ هم دي.
17/02/2026
فاروقی الله دي یوځل بیا تباه که.
افغانستان بهر شو له وړکپ نه دده له لاسه
دوهم برکت