08/10/2025
د مننې په پار !
د لغمان ولایت د ثبت شوو کلبونو د انټرکلب سیالیو لپاره دا په زړه پورې جام (ټرافي) د ښاغلي سردار خپلواک په نوښت او مالي ملاتړ ترتیب شوی دی.
نن دغه جام په رسمي ډول د لغمان کرکټ ادارې ته وسپارل شو.
د لغمان کرکټ ادارې مشرتابه د ښاغې خپلواک له دغه ارزښتناک اقدام او ملاتړ څخه خپله مننه او قدرداني څرګندوي.
02/10/2025
مبارک شه
د لغمان ولایت د ثبت کلبونو ترمنځ انټرکلب سیالې !
د لغمان ولایت د ثبت کلبونو ترمنځ انټرکلب سیالیو
په (۴۷مه) لوبه کې نن د لغمان پر کرکټ لوبغالي نصیر سهاک لوبډلې کینګ ستور لوبډلې ته د ۱۱۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
قدرت الله یاده لوبه کې د نصیر سهاک لوبډلې په ګټه ۱۱۴ منډې ترسره کړې چې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
محمد فرید حاکمانی یاده لوبه کې د نصیر سهاک لوبډلې په ګټه ۷۴ منډې ترسره کړې چې د لوبې سټایلیش لوبغاړې ونومول شو .
|
02/10/2025
د لغمان ولایت د ثبت کلبونو ترمنځ انټرکلب سیالې !
د لغمان ولایت د ثبت کلبونو ترمنځ انټرکلب سیالیو
په (۴۸مه) لوبه کې نن د لغمان پر کرکټ لوبغالې روښان لغمانې لوبډلې حکیم زاده لوبډلې ته د ۱۴۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
میرویس اوریا خیل یاده لوبه کې د روښان لغمانی لوبډلې په ګټه ۵ ویکټې ترلاسه کړې چې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
مسعود خان یاده لوبه کې د حکیم زاده لوبډلې په ګټه ۶ ویکټې ترلاسه کړې چې د لوبې سټایلیش لوبغاړې ونومول شو .
|