22/02/2026
مهمه مسئله دي دوکاندار لپاره
د دوکان د زکات ایستلو طریقه
سوال :
موږ دوکانداران یو، په کال کې یو ځل د دوکان حساب کوو، زکات یې څنګه وباسو؟ د مال د پېرلو (خرید) په بیه حساب سي که د خرڅولو (فروخت) په بیه؟
جواب:
په دوکان کې د تجارتي مال د زکات حساب داسې کېږي:
کله چې د زکات کال پوره سي، نو په دوکان کې موجود ټول د خرڅلاو مال د هماغې ورځې د بازار د خرڅولو په بیه حساب کول کیږی ، نه د پېرلو په بیه. بیا د ټول مالیت څلوېښتمه برخه (۱/۴۰) یعنې ۲.۵٪ (ډېره دوه نیمه فیصده) د زکات په توګه ادا کیږی .
د زکات کال ټاکل
کومه ورځ چې تاسو صاحبِ نصاب سوي یاست، د هماغې قمري میاشتې نېټه یاداښت کړئ.
که دقیق تاریخ نه وي معلوم، نو په اټکل سره یو قمري نېټه وټاکئ (مثلاً: د رمضان المبارک لومړۍ نېټه).
هر کال په همدې نېټه خپل ټول د زکات وړ مالونه حساب کړئ.
د حساب طریقه
۱. په دوکان کې موجود ټول د خرڅولو مال د هماغې ورځې د بازار د خرڅولو په بیه حساب کړئ.
۲. هغه نغدې پیسې چې درسره وي (که په تجارت کې کارېدلې وي یا نه)، ورسره جمع کړئ.
۳. هغه پورونه چې پر خلکو لرئ او د ترلاسه کېدو هیله یې وي، هغه هم ورسره جمع کړئ.
۴. هغه پورونه چې تاسو پر ځان لرئ (واجب الادا قرضونه)، له ټول مالیت څخه منفي کړئ.
البته هغه قرض چې د فضول خرڅ لپاره اخیستل سوی وي یا قصداً په ورکړه کې سستي کېږي، هغه نه منفي کېږي.
له دې حساب وروسته چې کومه اندازه پاته سي، د هغې ۲.۵٪ زکات ادا کړئ.
که مکمل حساب ممکن نه وي
که د پوره هڅې باوجود دقیق حساب ممکن نه وي، نو اټکلي حساب وکړئ او لږ زیات حساب ونیسئ، څو یقیني سي چې زکات له واجب مقدار څخه کم نه سي.
د خرڅولو بیه معتبره ده
په شریعت کې د تجارتي مال په زکات کې د خرڅولو بیه معتبره ده. که بیې د چنې وهلو له امله بدلېږي، نو هغه بیه معتبره ده چې تاجر عموماً په هماغه بیه مال پلوري.
دا مسئله په فتاوی شامی کې هم ذکر سوې ده.
وتعتبر القيمة يوم الوجوب، وقالا: يوم الأداء. قال المحقق: وفي المحيط: ويعتبر يوم الأداء بالإجماع، وهو الأصح، فهو تصحيح للقول الثاني الموافق لقولهما، وعليه فاعتبار يوم الأداء يكون متفقا عليها عنده وعندهما".
(كتاب الزكاة، باب زكاة الغنم، ج:٢، ص:٢٨٦، ط:سعيد)
فتاویٰ ہندیہ کی:
"الزكاة واجبة في عروض التجارة كائنة ما كانت إذا بلغت قيمتها نصابا من الورق والذهب كذا في الهداية. ويقوم بالمضروبة كذا في التبيين وتعتبر القيمة ع
22/12/2025
22/10/2025
20/10/2025
19/10/2025
18/10/2025
18/10/2025
18/10/2025