AFG Cricket

AFG Cricket

Share

Cricket Analyst

17/06/2023

د افغانستان کرېکټ او د استعدادونو لمنځه وړل
د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې د استعدادونو لمنځه وړل له پخوا راهیسې پیل دي. ډېر لرې نه ځم؛ همدا د اصغر افغان په کیپتانۍ کې نوموړي ګلبدین نایب، وفادار مومند، منېر کاکړ، اکرام علیخېل، شاهد الله کمال، بهیر شاه، آن د نجیب الله ځدران او په درجنونو نورو لوبغاړو په استعدادونو لوبې وکړې او ضایع یې کړل. د ګلبدین چې د کرېکټ وخت و اصغر د خپل ورور کریم جنت قرباني کړ، چې بلآخره اوس چې د ګلبدین د کرېکټ او قوت وخت تللی دی په لوبډله بوج ګرځېدلی دی.
د دې ترڅنګ منېر او اکرام چې کتابي کرېکټران دي، تر ننه پورې د افسر خان لپاره قرباني کېږي. بهیر شاه چې د ټیسټ او یو ورځنیو لوبو بهترینه بیټسمین دی د ناصر خان او یو وخت د اصغر لپاره قرباني شو. همدارنګه وفادار مومند چې په خپله لومړۍ نړیواله لوبه کې لوبېده اصغر خان د فشار لاندې ونیوۀ او ان د یو ریویؤ د غوښتنې په سر یې ورته سترګې راوویستې او بیا مو ونه لیده!
بلآخره خبره دې ته ځي چې له دې نادودو څخه د افغانستان عجیب او بدیل، نه لرونکی بيټسمین نجیب ځدران هم څنډې ته پاتې نه شو او رنځ یې ولیده، چې د اصغر صیب په کیپتانۍ کې یې د لوبېدو ځای تر اخره معلوم نه شو!
نور بیا...

17/06/2023

افغانستان په ټیسټ کرېکټ کې تاریخي ماتې وخوړه
ګټل او بایلل د لوبې برخه ده، مګر کله چې لوبغاړي د فرمایش او اړیکو له مخې غوره کېږي، نتیجه یې همداسې یو لوی زیان وي. له بنګله دېش سره په سیالي کې د افغانستان په لوبډله کې افسر ځاځی چې تراوسه په کرېکټ کې هېڅ کارنامه نه لري او نه هم کوم ښه کرېکټر دی د اړیکو له مخې غوره شوی و. ناصر خان د رییس احمدزي ورور دی او لوبډلې ته د هغه په واسطه راغلی دی او همدا رییس دی چې د زیاتو لوبغاړو کرېکټ او د هغوی راتلونکی یې د خپلو غوښتنو لپاره تباه کړی دی. ترڅنګ یې یمین او ظاهر خان هم د اړیکو له مخې په لوبډله کې ولوبېدل چې نتیجه یې تاسې ولیدله.
همدارنګه کریم جنت چې موږ ته له پخوا څخه ثابت شوی دی باید نور ترې ثبوت ونه غوښتل شي او پر ځای دې یې یو نوی ځوان چې تر هغه ښه وي رامخته کړل شي.
نور بس دی!
افغان کرېکټ بورډ ته پکار دي چې له دې وروسته دې لومړیتوب افغانستان ته ورکړي تر څو داسې منفي ریکارډونه د افغانستان په نوم ثبت نه شي او نه هم افغان سپېشلېست کرېکټران لکه منېر کاکړ او ضیاءالحق پرواني له وطنه کوچېدو ته مجبور نه شي.
د منېر او پرواني په اړه په راتلونکي کې غږېږو...
موږ هم درسره فالو کړئ
درنښت
AFG Cricket

17/06/2023

د افغانستان کرېکټ په اړوند مسایلو غږېږو او شته استعدادونو ته حق غواړو.
خدای مو راوله
AFG Cricket
Afghanistan Cricket

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address

Kabul