01/01/2026
نور احمد څلور اورونه ،درې وېکټې او ١٢ منډې 😍🏏😘
“This is a fan page managed by supporters of Haroon Sahak.”
01/01/2026
نور احمد څلور اورونه ،درې وېکټې او ١٢ منډې 😍🏏😘
01/01/2026
فقط په ٢٤ توپونو پنځوسيزه ؛٢٠٢٦ کال يې په خوندورې پنځوسيزې سره پيل کړ. 😘🏏😍
01/01/2026
ستاسو په سترګو کې ما هغه څه وموندل چې ما ورته اړتیا درلوده.
01/01/2026
عزمت الله عمرزى نن د بنګلدېش لېګ کې د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو، بهترينه توپ وهنه او ښه توپ اچونه وکړه ، په ٢٤ توپونو پنځوس منډې او درې لوبغاړي وسوځول. ♥️👍🏏
31/12/2025
لوبه یې وبایلله، خو د کوینټن ډي کوک دا کیچ څومره عالي وو،څومره بهترينه فېټنس، هغه په دې سیزن کې رښتیا هم نوی ژوند اخیستی. 🏏👏❤️
څومره به ښه وی، چې کال سره مو حال او خیال هم بدلیدی.
30/12/2025
نن نور احمد د سوت افریقا لېګ کې يوه ويکټ واخيسته او غضنفر په انټرنېشنل ليګ کې يوه ويکټ واخيسته.
30/12/2025
اندریز ګوس لومړۍ سلېزه ووهله، په ٥٨ توپونو ١٢٠ منډې او دا سلېزه يې په لومړي کوالیفایر سیالۍ کې تر سره کړه، تر ټولو زياتې انفرادي منډې هم دي.
30/12/2025
اوس وخت کې د برويس پاور شاټونه جلا خوند لري، چې کله بال ته پاور ورکړي پوهيږي چې بال مې اړولى، په بال ډېر مضبوط تاويږي. 💯♥️
30/12/2025
ژوند د مور په شان نه دی چې د ډېرې غوسې په وخت کې به دي هم ډوډۍ ته غږ کوي، ژوند تریخ دى، ډېر تريخ دى، تر هغې به دې غم پريږدي چې تر څو مړ شي!
30/12/2025
فخر زمان او ګوس د انټرنېشنل ليګ پلیاف پړاو کې بهترينه توپ وهنه وکړه
تر اوسه یې بېخي شانداره ملګرتیا جوړه کړې ده!
30/12/2025
شاهين شاه افريدي سږکال د زنګون د ژوبلېدو له امله بيګ باش لېګ څخه بهر شو.