07/07/2026
💔 د افغانستان د کرکټ یو زړور اتل نور زموږ په منځ کې نشته.
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د سختې ناروغۍ له یوې مودې وروسته د ۳۸ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
شاپور ځدراڼ د خپل هېواد لپاره په مېړانه لوبېدلی او د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې یې تلپاتې نوم پرېښود. د هغه مړینه د افغانستان او د نړۍ د کرکټ لپاره ستره ضایعه ده.
الله تعالی دې ورته جنت الفردوس نصیب کړي، کورنۍ، دوستانو او د افغانستان د کرکټ ټولې کورنۍ ته دې صبر جمیل ورکړي.
إنا لله وإنا إليه راجعون. 🤲💔🏏