Khan Steel

Khan Steel

Share

افغانستان کې د اوسپنې د تولید تر ټولو لویه او معیاري فابریکه!

06/03/2026

برند صنعتی پیشتاز و قابل اعتماد کشور!
د هېواد مخکښ او د باور وړ صنعتي برنډ!
هغه برنډ، چې د کیفیت، نوښت او ژمنتیا په مټ یې د عمل په ډګر کې خپل ټول سیالان شاته پرېښي دي. دا فابریکه یوازې یو تولیدوونکي نه ده، بلکې د ملي اقتصاد د پیاوړتیا، د بنسټیزو پروژو د معیاري کېدو او د هېواد د صنعتي ځان بساینې یوه مهمه ستن بلل کېږي.
خان سټیل د نړیوالو معیارونو سره سم، په عصري ټکنالوژۍ او پرمختللو ماشینونو سمبال تولیدي بهیر لري، چې پایله یې لوړ کیفیت، مقاومت لرونکي او باوري اوسپنیز محصولات دي..
زموږ اساسي موخه یوازې بازارموندنه نه ده، بلکې دا زموږ ملي رسالت دی چې د هېواد په سترو پروژو کې د اعتماد وړ شریک واوسو، د کار زمینې برابرې کړو، او د کورني تولید کچه لوړه کړو. موږ باور لرو چې قوي صنعت، قوي اقتصاد رامنځته کوي او قوي اقتصاد د یو باثباته او پرمختللي افغانستان بنسټ جوړوي.
کیفیت، باور، دوام او ملي ژمنتیا هغه ارزښتونه دي، چې خان سټیل پرې ولاړ دی او همدا ارزښتونه دي، چې موږ ته یې د خلکو باور او درناوی را په برخه کړی دی.

خان سټیل – د آبادۍ بنسټ | خان ستیل – بنیاد آبادی

📞 0093788999953
📞 0093788999943

25/02/2026

د ساختماني اوسپنیزو محصولاتو په برخه کې یو باوري او تخنیکي معیار لرونکی نوم دی، چې د لوړ میخانیکي مقاومت او دوام له امله پېژندل کېږي.
ولې د خان سټیل ګول سیخ له تخنیکي پلوه پیاوړی او باثباته دی؟
✅ د کشش لوړ ځواک (Tensile Strength) - د درنو بارونو د زغملو وړتیا رامنځته کوي او سیخ ګول د کشش او فشار پر وړاندې لوړ مقاومت لري، چې دا خاصیت د درنو بارونو د زغملو وړتیا زیاتوي.
✅ د فشار د تسلیميدو مناسب حد (Yield Strength) – په سیخ ګول کې د نرمښت ترڅنګ د کشش مقاومت رامنځته کوي، چې د زلزلې او نورو طبیعي پېښو پر وړاندې ساختماني خوندیتوب تضمینوي.
✅ کنټرول شوې کیمیاوي ترکیب – د کاربن او نورو عناصرو متوازنه اندازه د سختوالي او نرموالي ترمنځ تعادل رامنځته کوي.
✅ معیاري تولیدي پروسه – د حرارتي کنټرول، رولینګ او یخولو دقیق سیستمونه د ګول سیخ جوړښتي ثبات ساتي.
✅ کیفیت ازموینې – هر تولید د لابراتواري ټسټونو (کشش، فشار، خمش...) له لارې ارزول کېږي.
✅ د زنګ ضد مقاومت - د اقلیمي بدلونونو او رطوبت پر وړاندې د اوږدمهاله کارونې تضمین کوي.
همدې تخنیکي ځانګړتیاوو له امله، خان سټیل داسې تولیدات وړاندې کوي، چې د ودانیو، پلونو او زیربنایي پروژو لپاره اوږدمهاله ساختماني خوندیتوب رامنځته او د تل لپاره مو هوسا او ډاډه کوي.
ـــــــــــــ
در بخش محصولات آهنی ساختمانی یک نام معتبر و دارای معیارهای تخنیکی شناخته می‌شود که به دلیل مقاومت میخانیکی بالا و دوام‌داری شهرت دارد.
چرا گول‌سیخ خان ستیل از نگاه تخنیکی مستحکم و مانده ګار است؟
✅ مقاومت کششی بلند (Tensile Strength) – گول‌سیخ در برابر کشش و فشار مقاومت بالا دارد که این ویژگی توانایی تحمل بارهای سنگین را افزایش می‌دهد.
✅ حد مناسب تسلیم شدن فشار (Yield Strength) – در سیخ ګول علاوه بر انعطاف‌پذیری، مقاومت کششی ایجاد می‌کند که مانده ګاری ساختمان را در برابر زلزله و سایر حوادث طبیعی تضمین می‌نماید.
✅ ترکیب کیمیاوی کنترول‌شده – اندازه متوازن کاربن و سایر عناصر، تعادل میان سختی و نرمی را فراهم می‌سازد.
✅ پروسه تولید معیاری – سیستم‌های دقیق کنترول حرارت، رولینگ و سردسازی، ثبات ساختاری سیخ ګول را حفظ می‌کند.
✅ آزمایش‌های کیفیت – هر تولید از طریق تست‌های لابراتواری (کشش، فشار، خمش و غیره) ارزیابی می‌گردد.
✅ مقاومت در برابر زنگ‌زدگی – استفاده درازمدت را در برابر تغییرات اقلیمی و رطوبت تضمین می‌کند.
به همین دلیل، خان ستیل محصولاتی عرضه می‌کند که برای ساختمان‌ها، پل‌ها و پروژه‌های زیربنایی، مصونیت ساختمانی درازمدت را فراهم ساخته و همواره سبب آسودگی و اطمینان خاطر شما می‌گردد.

خان سټیل – د آبادۍ بنسټ | خان ستیل – بنیاد آبادی

18/02/2026

سپېڅلې روژه او بختوره میاشت مو مبارک شه!
هیله ده د رحمتونو، برکتونو او مغفرتونو په دغه مبارکه میاشت کې د عبادتونو‌ ترڅنګ د بېوزلو هیوادوالو لاسنیوی هم وکړئ.
ـــــــ
روزه مقدس و ماه پُر برکت تان مبارکباد!
امید است در این ماه مقدس، پرشکوه و پربرکت برعلاوه عبادات هموطنان بی بضاعت را نیز به یاد داشته باشید.

خان سټیل ـ د آبادۍ بنسټ | خان ستیل ـ بنیاد آبادی

15/02/2026

له سره؛ د یو خوندي راتلونکې لپاره، پیاوړی پیل!
هره ودانیزه پروژه له یوې مفکورې پیلېږي، خو د هغې د بریا اصلي معیار د بنسټ په قوت کې نغښتی وي. بنسټ یوازې د ودانۍ لومړنی پړاو نه دی، بلکې هغه ستراتیژیک عنصر دی چې، د ټول جوړښت وزن، فشار او موسمي بدلونونه زغمي. که چیرې په دې پړاو کې د کیفیت او معیار اصل مراعات نه شي، نو د ساختماني چارو راتلونکی ثبات له خطر سره مخ کېږي.
همدې ته پام سره، د ساختماني موادو ټاکنه ځانګړې اهمیت لري. د عصري ودانیزو پروژو د اصلي ستنو په توګه پېژندل کېږي او هر کله چې د ودانیزو چارو د ثبات د تضمین لپاره د همدې مهم عنصر د مقاومت، انعطاف او دوام خبره کېږي، نو دلته د نوم یادیږي هغه نوم چې، د معیاري موادو، تخنیکي ژمنتیا او دومداره بیساري کیفیت استازیتوب کوي.
که موخه مو یوازې ودانۍ جوړول نه، بلکې اوږدمهاله ثبات، خوندیتوب او اعتماد رامنځته کول وي، نو انتخاب باید له هغه ځایه وشي چې، بنسټ ته ارزښت ورکوي او همدا زموږ شعار دی!
نو ځکه وایو چې؛ خان سټیل – د آبادۍ بنسټ

📞 0093788999953
📞 0093788999943
📧 [email protected]
🌎 www.khansteel.af

07/02/2026

په ساختماني چارو کې باور هغه وخت رامنځته کېږي، چې کاریدونکي محصولات معیار ولري او هر ګام په حساب پورته شي.
له ارام او ډاډمن قدم وهلو څخه تر د باور د پیاوړي بنسټ جوړېدو پورې...
د اوږد مهاله خوندیتوب د تضمین تر څنګ هغه ځواک، دوام او اعتبار برابروي، چې هره پروژه یې اړتیا لري.
له خان سټیل سره، ساختماني کار یوازې جوړونه نه، بلکې د یو باوري راتلونکي پانګونه ده او دلته په پوره ډاډ سره لوړ کیفیت او نړیوال معیار د زرګونه تجربو د محصول په څېر تاسو ته وړاندې کېږي.
له خان سټیل سره د خپلو ساختماني چارو لپاره یو خوندي او باوري راتلونکی جوړ کړئ. 🏗️
ـــــــــــــــ
در امور ساختمانی، اعتماد زمانی شکل می‌گیرد که محصولات مورد استفاده دارای معیارهای لازم باشند و هر گام با دقت و محاسبه برداشته شود.
از قدم‌های آرام و مطمئن تا ایجاد یک زیربنای مستحکم و قابل اعتماد...
در کنار تضمین ایمنی بلندمدت، قدرت، دوام و اعتباری را فراهم می‌سازد که هر پروژه به آن نیاز دارد.
با خان ستیل، کار ساختمانی تنها ساخت‌وساز نیست، بلکه سرمایه‌گذاری برای آینده‌ای مطمئن است؛ جایی که کیفیت عالی و معیارهای جهانی با اطمینان کامل، حاصل هزاران تجربه، در اختیار شما قرار می‌گیرد.
با خان ستیل، آینده‌ای پروژه‌های ساختمانی خود امن و قابل اعتماد بسازید. 🏗️

خان سټيل – د آبادۍ بنسټ | خان ستيل – بنیاد آبادی

📞 0093788999953
📞 0093788999943
📧 [email protected]
🌎 www.khansteel.af

31/01/2026

خان سټیل یو بې بدیله تولید او هغه برنډ، چې د عمل په ډګر کې یې ټول سیالان تر شا پرېښې دي!
د هېواد ټولو بنسټیزو پروژو ته د نړیوالو معیارونو سره سم تولیدات وړاندې کول زموږ اصلي موخه او ملي رسالت دی.
خان سټیل – د آبادۍ بنسټ
ــــــــــــــــــــــ
خان ستیل، تولید بی بدیل و برندی است که در میدان عمل، تمامی رقبا را پشت سر گذاشته است.
ارائهٔ تولیدات مطابق با معیارهای بین‌المللی به تمامی پروژه‌های زیربنایی کشور، هدف بنیادی و رسالت ملی ما به‌شمار می‌رود.
خان ستیل – بنیاد آبادی

📞 0093788999953
📞 0093788999943
📧 [email protected]
🌎 www.khansteel.af

https://www.instagram.com/ksmsteel/

Photos from Khan Steel's post 21/01/2026

کله چې تجربه د نسلونو له لارې انتقال شي او کیفیت یو اصل وګرځي نو، پایله یې خان سټیل وي. هغه خان سټیل چې، د څو نسلونو د ریښتینو هیلو یو بریالی داستان دی.
ځینې کیسې یوازې د یو انسان نه وي، بلکې د نسلونو د حوصلې، زحمت او ریښتینولۍ انعکاس وي. خان سټیل همداسې یوه کیسه ده؛ کیسه د هغو خلکو، چې د وخت له سختیو سره یې جوړجاړی ونه کړ، بلکې د اوسپنې په څېر کلک ودرېدل او د لویو هیلو سره را پاڅېدل، له یو روښانه لید څخه پیل وشو، هغه لید چې ملي مسؤلیت یې اصل، کیفیت یې لومړیتوب او پر ځان بسیا افغانستان یې موخه وه.
همدا ارزښتونه وو، چې خان سټیل یې د اوسپنې په صنعت کې له ملي باور تر نړیوالې پېژندنې په یو مشهور او اغېزمن برنډ بدل کړ.
عصري ټکنالوژي، معیاري تولید، مسلکي مدیریت او د بازار اړتیاوو ته ژمنتیا زموږ د لا زیات پرمختګ پړاوونه په چټکۍ سره طۍ کړل.
خان سټیل یوازې یوه فابریکه نه ده؛ دا د باور، کار او نسلونو تر منځ د ژمنې هغه کیسه ده، چې هر افغان یې په ملي او نړیوالو سټیجونو په ډېر ویاړ سره یادوي.
ستاسو له خوا د خان سټیل ټاکنه د ملي صنعتي سکټور د پیاوړتیا او ملاتړ څرګندونه کوي.
د هیواد د آبادۍ په لاره کې د خان سټیل ګامونه مظبوط او کوټلي دي!
خان سټیل او ګران افغانستان دې زنده باد وي!

📞 0093788999953
📞 0093788999943
📧 [email protected]
🌎 www.khansteel.af

https://www.instagram.com/ksmsteel/

13/01/2026

د ځواک او کیفیت هغه نوم، چې ستاسو ودانیزو چارو ته لا ډېر پایښت وربخښي!
د خوندي، قوي او اوږدمهاله ودانیو لپاره نن ورځ د خان سټیل انتخاب؛ ستاسو د سبا باور تضمینوي.
ځواک 💪 | کیفیت ⭐ | دوام 🏗️ له KSM برنډ مارک سره تجربه کړئ!
ـــــــــــــــــــــ
، نامی از قدرت و کیفیت که به پروژه‌های ساختمانی شما دوام و ماندگاری بیشتری می‌بخشد!
برای ساختمان‌های پایدار، مستحکم و بادوام، امروز خان ستیل را انتخاب کنید و تضمینی برای اعتماد فردای خود به دست آورید.
قدرت 💪 | کیفیت ⭐ | دوام 🏗️ را با برند KSM تجربه کنید!

خان سټیل – د آبادۍ بنسټ | خان ستیل – بنیاد آبادی

📞 0093788999953
📞 0093788999943
📧 [email protected]
🌎 www.khansteel.af

https://www.instagram.com/ksmsteel/

10/01/2026

په ملي کچه د تر ټولو غوره او سرلاري صنعتي آدرس په توګه له خان سټیل څخه ستاینه!
به‌عنوان یکی از بهترین و پیشتازترین آدرس‌ صنعتی در سطح ملی، از خان ستیل قدردانی صورت گرفت!
د افغانستان د علومو آکاډمي د طبیعي او تخنیکي علومو معاونیت تر چتر لاندې (د هیواد د صنعت په پراختیا کې د تخنیک او نویو ټکنالوژیو د رول ارزونه) تر عنوان لاندې د دوه ورځني ملي سیمینار په ترڅ کې د یاد معاونیت لخوا د خان سټیل په اړه د افغانستان د ملي قوانینو، نړیوالو سټنډرډونو، د باثباته پراختیا موخو، د بازار د تقاضا مشبوع کولو او د شرکت د برنډ پالیسي په پام کې نېولو سره د اړونده دولتي ادارو او سکټوري وزارتونو، سوداګرۍ او صنایعو خونو، سکټوري اتحادیو او سوداګریزو ټولنو، سکټوري پانګه والو او حقوقي بنسټونو، اقتصادي کارپوهانو، مشتریانو او نورو دخیلو اړخونو څخه د راټول شوېو مالوماتو له څېړنې او بشپړې هر اړخیزې ارزونې وروسته خان سټیل په ملي کچه د هیواد د صنعتي سکټور د ملا تیر، سرلاری او غوره برنډ ونومول شو، چې په KSM برنډ مارک تولیدات یې د هیواد او سیمې په کچه بیساري او سیال نه لري.
په همدې پار یې په یو لړ ځانګړې مراسمو کې د خان سټیل فابریکې استازي ته د غوره برنډ اېوارډ او تقدیرنامې په ورکولو سره د خان سټیل تولیدات، کړنې او لاسته راوړنې وستایل شوي.
د ویاړ ځای دی، چې تل مو د خپلو با کیفیته او په نړیوالو سټنډرډونو برابرو تولیداتو پر مټ د ګران هیواد نوم او نښان لوړ ساتلی او دا زموږ د هغه مسؤلیتونو او ژمنتیا څرګندوینه کوي، کوم چې مو له خپلو درنو هیوادوالو سره کړي ده.
په ملي او نړیواله کچه زموږ له تولیداتو تود هرکلی او ستاینه موږ ته دا ډاډ راکوي، تر څو د خپلو تولیداتو نوملړ لا پراخه او په دې برخه کې لا نوې پانګونې وکړو.
د خوښۍ خبر دادی چې، د هیواد په سترو او بنسټیزو ملي پروژ کې د خان سټیل تولیداتو د کارونې له بریالۍ تجربې وروسته اوس د هیواد له سرحدونو ور اخوا د سیمې د ډېری هیوادونو پام زموږ تولیداتو ته راګرځیدلی دی او په پام کې لري، تر څو د خان سټیل له تولیداتو څخه په خپلو لویو ملي او بنسټیزو پروژو کې ګټه واخلي، چې موږ یې اړوند ټول معیارونه پوره کړي دي او په دې برخه کې ددوی د تقاضا مشبوع کولو، صنعت مدیریت، پراختیا او تجربو شریکولو ته پوره لیواله او چمتو یو.
د خان سټیل رهبري بورډ د افغانستان علومو آکاډمي او ټولو درنو هیوادوالو له باور څخه مننه کوي او ډاډ ورکوي، چې تل به د خپلو غوره او باکیفیته تولیداتو پر مټ ستاسو باور ساتو او د تل په څېر به د صنعتي افغانستان د هیلو په حقیقت بدلولو او رښتیا کولو کې رغنده رول لوبوو.
ژوندی او سرلوړی دې وي افغانستان

خان سټيل- د آبادۍ بنسټ | خان ستیل - بنیاد آبادی

📞 0093788999953
📞 0093788999943
📧 [email protected]
🌎 www.khansteel.af

https://www.instagram.com/ksmsteel/

Call now to connect with business.

04/01/2026

خان سټیل؛ د غوره ساختماني چارو لپاره کلیدي عنصر!
موږ ستاسو د ساختماني پلانونو سره سم، د طبیعي پېښو او بدلېدونکو شرايطو سره د تطبيق او سمون وړ انعطاف منونکي او لوړ پايښت لرونکي با کیفیته او په نړیوالو معیارونو برابر توليدات وړاندې کوو، ترڅو ستاسو ودانيزې چارې په لوړ معيار ترسره او د ودانيو لا ډېر باثباته راتلونکی مو تضمین کړو.
خان سټیل د لویو ودانیزو پروژو لپاره غوره او باوري انتخاب دی ځکه چې؛
✔د لوړ کیفیت او ځواک درلودونکی دی.
✔د چاپېریال د اقلیمي بدلونونو سره په آسانۍ ځان عیاروي.
✔د زلزلې پر وړاندې د مقاومت درلودونکی دی.
✔د زنګ وهلو پر وړاندې مقاومت کوي.
✔د لوړ دوام درلودونکی دی.
✔ د اور پر وړاندې د لوړ مقاومت درلودونکی دی.
ـــــــــ
خان ستیل; عنصر کلیدی برای ساخت و ساز بهتر!
با توجه به پلان های ساختمانی شما، ما محصولاتی با کیفیت بالا و انعطاف پذیر مطابق ستندردهای بین المللی را به شما پیشنهاد می کنیم، که می تواند با حوادث طبیعی و شرایط متغیر سازگار باشد، تا بتوانید امورات ساختمانی خود را با ستندرد بالا انجام دهید و آینده ساختمان ها با ثبات تر را تضمین کنید.
خان ستیل بهترین و مطمئن ترین انتخاب برای پروژه های ساختمانی بزرگ است زیرا;
✔کیفیت و استحکام بالایی دارد.
✔به راحتی با تغییرات آب و هوایی محیطی سازگار می شود.
✔در برابر زلزله مقاوم است.
✔ در برابر خوردگی (زنګ) مقاوم است.
✔دارای دوام بالا است.
✔در برابر آتش مقاومت بالایی دارد.

خان سټیل – د آبادۍ بنسټ | خان ستیل – بنیاد آبادی

📞 0093788999953
📞 0093788999943
📧 [email protected]
🌎 www.khansteel.af

https://www.instagram.com/ksmsteel/

27/12/2025

؛ په نړیواله کچه د هیواد د صنعتي سکټور سیال، باوري او مخکښ آدرس!
؛ آدرس رقابتی، قابل اعتماد و پیشروِ سکتور صنعتی کشور در سطح بین‌المللی!
د هندوستان هیواد د ملي سوداګرو لوړ پوړې پلاوي د خان سټیل له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه، دوی خان سټیل په نړیواله کچه پېژندل شوې، معیاري او مخکښه فابریکه یاده او د سیمې په کچه د پانګونو د فرصتونو مطرح کېدو او سوداګریزو اړیکو زیاتیدا کې یې د خان سټیل له دوامداره هڅو او کلیدي رول څخه مننه وکړه.
د خان سټيل فابریکې مشر انجینر رحیم الله مایار، راغلیو میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د فابریکې د تخنیکي او مسلکي کړنو، چټک پرمختګ، لاسته راوړنو، سوداګریزو اړیکو او راتلونکو پلانونو په اړه بشپړ مالومات ورکړل.
د فابریکې د مشر له لورې د خان سټيل د تولیداتو د کیفیت، په فابریکه کې د چاپېریال ساتنې د معیارونو، د فابریکې د تخنیکي کارکوونکو د ظرفیت، پرمختللي ټکنالوژۍ او خامو موادو په اړه مالومات وړاندې کړل شول او ویې ویل؛ خان سټیل افغانستان کې د اوسپنې صنعت د تر ټولو ستر او معیاري ادرس په توګه ویاړي، چې هیواد کې په نړیوالو سټنډرډونو برابر تولیداتو په وړاندې کولو سره یې د ملي او نړیوالو بنسټونو باور خپل کړی دی او د سیمې په کچه د سیال او صنعتي افغانستان څخه د غوره استازولۍ په پار هره ورځ د پرمختګ پر لار لا نوي اغېزمن او کوټلي ګامونه اخلي. چې پر همدې اساس یې د سیمې هیوادونو توجه جلب کړې ده او وخت په وخت د بیلا بیلو هیوادنو له استازو سره صنعتي او سوداګریز ډیالوګونه او بحثونه لرو.
راغلیو میلمنو؛ د خان سټیل له فعالیتونو خوښي څرګنده کړه او دا صنعتي ادرس یې په نړیواله کچه د صنعتي سکټور پیاوړي او ویاړلي بیلګه وبلله.
په وینا یې د خان سټیل با کیفیته او په نړیوالو معیارونو برابر تولیدات چې په نړیواله کچه بې ساري دي، د ستاینې وړ دي. دوی د اوسپنې د صنعت په وده کې د خان سټیل اغېزمن رول لوبول ارزښتناک ګام یاد کړ.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د فرصتونو، د تخنیکي تجربو د لېږد، د بنسټیزو پروژو په برخه کې د ګډې پانګونې، د خصوصي سکتور د فعالیتونو د اسانتیاوو د رامنځته کولو او د شته ظرفیتونو څخه د اغېزمنې استفادې په اړه د نظر تبادله وکړه.
تر څنګ یې د افغانستان د پانګونې بازار ته د سرمایه ګذارۍ په جذب، د خامو موادو په وارداتو، د هندوستان په بازارونو کې افغاني تولیداتو ته په بازارموندنې او د افغانستان او هندوستان تر منځ د اقتصادي همکارۍ په پیاوړې کېدو بحث وشو.
افغانستان دې تل آباد او نوم و نښان دې یې تل لوړ وي.

خان سټیل - د آبادۍ بنسټ | خان ستیل ـ- بنیاد آبادی

📞 0093788999953
📞 0093788999943
📧 [email protected]
🌎 www.khansteel.af

https://www.instagram.com/ksmsteel/

Call now to connect with business.

22/12/2025

له څخه د روسیې فدراسیون او قرغزستان هیواد لوړ رتبه پلاوې د لیدنې ویډیویي راپور!
خان سټیل؛ د هیواد د صنعتي سکټور څخه د استازولۍ سرلاری او ویاړلی آدرس!
ـــــــــ
گزارش ویدیویی از دیدار هیئت‌های عالی‌رتبه فدراسیون روسیه و کشور قرغزستان از #خان‌_ستیل
خان ستیل؛ آدرس با افتخار و پیشتاز در نمایندگی از سکتور صنعتی کشور!

خان سټیل – د آبادۍ بنسټ | خان ستیل – بنیاد آبادی

📞 0093788999953
📞 0093788999943
📧 [email protected]
🌎 www.khansteel.af

https://www.instagram.com/ksmsteel/

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Address


Bagram, New Road
Kabul

Opening Hours

Monday 08:00 - 17:00
Tuesday 08:00 - 17:00
Wednesday 08:00 - 17:00
Thursday 08:00 - 17:00
Saturday 08:00 - 17:00
Sunday 08:00 - 17:00