21/01/2026
د هلال ګروپ له لوري د اصلاح شوو تخمونو د تولید په موخه کرل شوو غنمو څخه لومړنی تفتیش ترسره شو.
یاد تفتیش د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د تخمونو د تصدیق د ورکړې امریت له لوري ترسره شو، چې مشري یې د تصدیق د ورکړې امر انجینر نعمتالله اکبري کوله چې د تفتیش مدیر انجینر وحیدالله بهسودي، انجینر اللهیار او انجینر شاکر یې هم ملتیا کوله.
د تفتیش پر مهال د هلال ګروپ د ختیځ زون د سیمهییز دفتر مسؤل ډاکټر عبدالغفار لودین د کرل شوو غنمو د وضعیت، د اصلاح شوو تخمونو د تولید څرنګوالي او ترسره شوو تخنیکي چارو په اړه هر اړخیز معلومات له پلاوي سره شریک کړل.
د تفتیش پلاوي د کرل شوي فصل وضعیت له نږدې وڅېړه، د کرنیزو معیارونو سره یې د مطابقت ارزونه وکړه او د لا ښه والي او معیاري تولید په موخه یې اړینې تخنیکي سپارښتنې وړاندې کړې.
د یادونې وړ ده چې د اصلاح شوو تخمونو تولید د کرنیز حاصلاتو د زیاتوالي او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره مهم رول لري، او دا ډول تفتیشونه د کیفیت د تضمین او معیاري تولید په برخه کې بنسټیز ارزښت لري
13/01/2026
د هلال ګروپ د اصلاح شويو تخمونو د پيژندنې لړۍ !
هندواڼه کریمسون سویټ - WATEMELON CRIMSON SWEET
د ترلاسه کولو ادرسونه:
مرکزي دفتر: کابل- دولسمه ناحیه، باګرامي حسین خېل، هلال کمپاونډ
ننګرهار سیمه ایز دفتر: روښان مېنه، پنځمه کوڅه ، ۱۳ کور – جلال اباد
د خرڅلاوو پته: حاجي پاینده محمد مارکیټ، دوهم منزل، دوکان نمبر ۵۶، پل خشتي جومات ترڅنګ، کابل - افغانستان.
د واټس اف شمېره: 0093777861111
12/01/2026
د هلال ګروپ د اصلاح شويو تخمونو د پيژندنې لړۍ !
سپین پیاز - WHITE GRANO
د ترلاسه کولو ادرسونه:
مرکزي دفتر: کابل- دولسمه ناحیه، باګرامي حسین خېل، هلال کمپاونډ
ننګرهار سیمه ایز دفتر: روښان مېنه، پنځمه کوڅه ، ۱۳ کور – جلال اباد
د خرڅلاوو پته: حاجي پاینده محمد مارکیټ، دوهم منزل، دوکان نمبر ۵۶، پل خشتي جومات ترڅنګ، کابل - افغانستان.
د واټس اف شمېره: 0093777861111
09/01/2026
د هلال ګروپ له لوري د هایبرید او OP سبزیجاتو د تولید بهیر وارزول شو.
د هلال ګروپ له لوري د هایبرید او OP سبزیجاتو د تولید بهیر په منظم او معیاري ډول روان دی. د همدې بهیر د ارزونې او څارنې په موخه، د هلال ګروپ د ختیځ زون د سیمهییز دفتر مسؤل ډاکټر عبدالغفار لودین له یادو تولیدي چارو لیدنه وکړه.
نوموړي د تولید له بېلابېلو پړاوونو له نږدې کتنې وروسته، د چارو د لا ښه والي لپاره اړوندو مسؤلینو ته لازمې تخنیکي سپارښتنې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د شته ستونزو د حل په برخه کې به لازمې همغږۍ او همکارۍ ترسره شي.
هلال ګروپ له تېرو درېیو لسیزو راهیسې د کرنې د پراختیا، اقتصادي پیاوړتیا او غذايي مصونیت په برخه کې دوامدار فعالیتونه لري او هڅه کوي چې هېواد په کرنیزه برخه کې پر ځان بسیا کړي او د بزګرانو پر وړاندې شته ننګونې راکمې کړي.
یاد بنسټ وايي چې د معیاري تخمونو تولید او پراختیا د کرنیز پرمختګ مهم اصل دی او هلال ګروپ به په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي
27/12/2025
د هلال ګروپ د اصلاح شويو تخمونو د پيژندنې لړۍ !
هایبریډ تور بانجان - رویا F1
د ترلاسه کولو ادرسونه:
مرکزي دفتر: کابل- دولسمه ناحیه، باګرامي حسین خېل، هلال کمپاونډ
ننګرهار سیمه ایز دفتر: روښان مېنه، پنځمه کوڅه ، ۱۳ کور – جلال اباد
د خرڅلاوو پته: حاجي پاینده محمد مارکیټ، دوهم منزل، دوکان نمبر ۵۶، پل خشتي جومات ترڅنګ، کابل - افغانستان.
د واټس اف شمېره: 0093777861111
27/12/2025
د هلال ګروپ د اصلاح شويو تخمونو د پيژندنې لړۍ !
رومي بانجان - کامه 65 - F1
د ترلاسه کولو ادرسونه:
مرکزي دفتر: کابل- دولسمه ناحیه، باګرامي حسین خېل، هلال کمپاونډ
ننګرهار سیمه ایز دفتر: روښان مېنه، پنځمه کوڅه ، ۱۳ کور – جلال اباد
د خرڅلاوو پته: حاجي پاینده محمد مارکیټ، دوهم منزل، دوکان نمبر ۵۶، پل خشتي جومات ترڅنګ، کابل - افغانستان.
د واټس اف شمېره: 0093777861111
27/12/2025
هایبرېډ بادرنګ – کابل 99 F1
د لوړ حاصل، قوي بوټي او بازار خوښونکي بادرنګ لپاره غوره انتخاب!
لوړ حاصل او یوشان مېوه
قوي بوټی او ښه مقاومت
ښکلی رنګ او مناسب اوږدوالی
د تجارتي کر لپاره ډېر مناسب
د هلال ګروپ باوري او معیاري تخمونه
📍د ترلاسه کولو ادرسونه:
مرکزي دفتر: کابل- دولسمه ناحیه، باګرامي حسین خېل، هلال کمپاونډ
ننګرهار سیمه ایز دفتر: روښان مېنه، پنځمه کوڅه ، ۱۳ کور – جلال اباد
د خرڅلاوو پته: حاجي پاینده محمد مارکیټ، دوهم منزل، دوکان نمبر ۵۶، پل خشتي جومات ترڅنګ، کابل - افغانستان.
د واټس اپ شمېره: 0093777861111
هلال ګروپ ستاسې د زراعت ملګری!
10/12/2025
په ختیځ زون کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) تخنیکي ټیم له لوري ګروپ له لوري د تخمونو د خوندیتوب يه موخه د هلال ګروپ څخه د (SSA) سروې ترسره شوه.
په ختیځ زون کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) تخنیکي له لوري هلال ګروپ د ختیځ زون په کچه د تخمونو د خوندیتوب او کیفیت ارزونې (Seed Safety Assessment – SSA) سروې بشپړه کړې.
دا سروې د کرنیزو فعالیتونو د معیاري کولو، د تخمونو د تولید سلسله کې د خوندیتوب معیارونو د پلي کېدو، او د بزګرانو لپاره د باور وړ اصلاح شویو تخمونو د وړاندې کولو په موخه ترسره شوې ده.
د هلال ګروپ تخنیکي ټیم د سروې په بهیر کې د هایبریډ او OP تخمونو د تولید مراحل، د څارنې سیسټمونه، د کیفیت خوندي کولو لارې، او د تخمونو د بسته بندۍ او زېرمه کولو معیاري معیارونه له نږدې وارزول.
د سروې لومړني موندنې ښيي چې د هلال ګروپ د تخم تولید مرکزونه د خوندیتوب اړین شرایط پوره کوي، او د کیفیت د لا ښه کولو لپاره یو شمېر تخنیکي سپارښتنې هم وړاندې شوې دي.
هلال ګروپ وایي چې د SSA سروې به د تخمونو د تولید او وېش بهیر نور هم معیاري کړي او بزګرانو ته به د لوړ کیفیت، خوندي او باور وړ تخمونو د رسولو هڅې پیاوړې کړي.
08/12/2025
د تخم د تولید په موخه د غنمو کر پیل شو.
د هلال ګروپ له لوري په ننګرهار کې د غنمو د بیلابیلو وراټیو د اصلاح شوي تخمونو د تولید په موخه کر پرانسته په ختیځ کې د هلال ګروپ د سیمه ایز دفتر مسول ډاکټر عبدالغفار لودین او اړونده مسولینو له لوري پیل شو.
د پرانستې پرمهال په ختیځ کې د هلال ګروپ د سیمه ایز دفتر مسول ډاکټر عبدالغفار لودین وویل: سږ کال یې یو ځل بیا د غنمو د اصلاح شوي تخم د تولید په موخه کر کړی، ترڅو په پراخه پیمانه د غنمو د بیلابیلو ورایټیو اصلاح شوی تخم بازار ته وړاندې کړي.
نوموړي ډاډ څرګند کړ چې د کر لپاره یې ځمکه په ښه توګه چمتو کړې، پر خپل وخت به یې مراقبت ترسره کړي او د تصدیق ورکونې د تخنیکي ټیمونو له لوري به یې ټولې مرحلې پر خپل وحت تعقیب کړي.
د یادونې وړ ده چې هلال ګروپ د ننګرهار ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې غنمو د اصلاح شوي تخم د تولید په موخه د کر ترسره کوي، دوی ډاډ څرګندوي چې په راتلونکي کې به په پراخه پیمانه، ښه او معیاري د غنمو تخم ترلاسه کړي.
08/12/2025
هلال ګروپ د امام ابو حنیفه (رح) په څلورم ملي/نړیوال نندارتون کې خپلې تولیدي لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې کړې.
هلال ګروپ د امام ابو حنیفه (رح) په څلورم ملي / نړیوال نندارتون کې په فعاله توګه ګډون وکړ او خپل بېلابېل تولیدات، نوښتونه او لاسته راوړنې یې د ګډونوالو پر وړاندې نندارې ته وړاندې کړې.
په دغه نندارتون کې چې د دولتي چارواکو، ملي او نړیوالو سوداګرو، دیپلوماتانو، پوهنتوني استادانو، پانګوالو او سلګونو مینه والو په پراخ حضور پرانیستل شو، د هلال ګروپ تولیدات د لیدونکو د پام ځانګړې مرکز و.
ګډونوالو د هلال ګروپ له محصولاتو څخه لیدنه وکړه او د تولیداتو کیفیت، پراخه لړۍ او د کورني صنعت په وده کې یې د شرکت رول وستایه.
د هلال ګروپ مسؤلینو وویل چې شرکت د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا، د افغانستان په بازار کې د سیالۍ وړ محصولاتو د وړاندې کولو او د صادراتو د پراختیا په هدف فعالیت کوي، او د دې ډول نندارتونونو په واسطه د سوداګرۍ د پراخېدو، شبکو جوړولو او د پانګونې د نویو فرصتونو رامنځته کېدل ممکن کېږي.
هلال ګروپ باور لري چې ملي او نړیوال نندارتونونه د سوداګرۍ د ودې، د کورني صنعت د معرفي کولو او د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره اغېزناک ګامونه دي.
هلال ټینګار کوي چې د نوښت، کیفیت او متنوعو محصولاتو په وړاندې کولو سره به د هېواد د اقتصادي ثبات، کرنیزې پیاوړتیا، غذايي مصونیت او تولیدي سکتور د پیاوړتیا په برخه کې خپل مسؤلیت ته دوام ورکړي.
15/11/2025
هلال ګروپ د امام ابو حنیفه (رح) په څلورم نړیوال نندارتون خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کوي.
د امام ابو حنیفه (رح) څلورم نړیوال / ملي نندارتون چې د ۱۴۰۴ کال د عقرب میاشتې په (۲۶) چې د ۲۰۲۵ کال نومبر د ۱۷ نېټې سره سمون خوري پیل کیږي او شپږ ورځې به دوام وکړي چې هلال ګروپ به هم پکې خپل کرنیز تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.
په دغه نندارتون کې (VIP غرفه نمبر 4-5) هلال ګروپ ته ځانګړې شوي ، ټول هېوادوال کولای شي د هلال ګروپ له تولیداتو څخه لیدنه وکړي او د هلال ګروپ له لوري په ټولو معیارونو تولیدات ترلاسه کړي.
پته: کابل، حضوري ترڅنګ افغانستان د نړیوال نندارتون ودانۍ.
په درنښت
د هلال ګروپ مشرتابه
19/09/2025
د جوارو، شولو او سویابینو وروستی تفتیش ترسره شو
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د تخمونو د تصدیق د ورکړې امریت له لوري د جوارو، شولو او سویابینو وروستی تفتیش ترسره شو.
دغه تفتیش د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند تخمونو ته د تصدیق د ورکړې امریت د امر انجینر نعمت الله اکبري په مشرۍ، د تفتیش مدیر انجینر وحید الله بهسودي او انجینر الله یار په ګډون ترسره شو.
په دې ترڅ کې د هلال ګروپ د ختیځ زون د سیمه ییز دفتر مسؤل ډاکټر عبدالغفار لودین د فصل په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د کرنیزو چارو وضعیت یې تخنیکي ټیم ته روښانه کړ.
تخنیکي پلاوي د کر پر حالت د خوښۍ څرګندونه وکړه او زیاته یې کړه چې په ټولو معیارونو برابر تخمونه به له دغه فصل څخه تولید او بازار ته وړاندې شي.
دغه تفتیش د کرنیزو تخمونو د کیفیت د تضمین او د کروندګرو د باور د لا پیاوړتیا په موخه ترسره شو.