15/11/2025
په ژور خپګان کې د کورنۍ ملاتړ ځانګړی اهمیت لري
ژور خپګان د هغو رواني ناروغیو له ډلې څخه دی چې د انسان پر فکر، احساساتو او ورځني فعالیتونو ژور اغېز کوي. په داسې حالت کې د کورنۍ ملاتړ او د مسلکي ارواپوه مرسته دواړه د درملنې مهمې ستنې دي.
څېړنو ثابته کړې ده چې هغه کسان چې په ژور خپګان اخته وي او د کورنۍ ملاتړ ولري، او تر څنګ یې له ارواپوه یا رواني مشاور څخه منظمې مشورې ترلاسه کړي، د هغو کسانو په پرتله ډېر ژر ښه کېږي چې نه کورنی ملاتړ لري او نه له مسلکي مرستې ګټه اخلي.
د کورنۍ عاطفي حضور، تشویق، همدلي او د مراجع حالت درک کول کولی شي د درملنې پروسه په چټکۍ بدله کړي او مراجع ته د هیلې مندۍ احساس ور وبښي.
په ټوله کې، ژور خپګان یوازې د یوې درملنې په وسیله نه ښه کېږي؛ بلکې د کورنۍ مهرباني، د ارواپوه مسلکي ملاتړ، او د مراجع خپلې هڅې هغه درې مهم عوامل دي چې د ژور خفګان د درملنې پروسه اسانه کوي.
27/10/2025
په خاموشۍ سره یې وګټه، په لوړ غږ یې مصرف کړه!
23/10/2025
د نړۍ تر ټولو ستومانه خلک هغه دي، چې همیشه د نورو لپاره قوي ښکاري
17/09/2025
د رهبرۍ یو غوره تګلاره دا ده، چې په کارکوونکو کې پټ هنر او استعداد را ویښ کړي او د خپلې ادارې اهداف پرې تر لاسه کړي، د کارکوونکو استعداد وژل اوس یوه عامه ستونزه ده، چې ډیری رهبران دا کار کوي.
17/09/2025
کله چې دوه کسان د يو بل سره بې حده مينه لري، نو چوپتيا هم د خبرو په څېر ښکاري !
16/09/2025
هره اوښکه چې پټه پاتې شي د ستړي روح یوه نیمه برخه له منځه وړي، او هره ورځ د زړه اور ته لږ اور نور هم اضافه کوي
چې بې غږه د ژوند سوځوي.!
16/09/2025
که په افغانستان کې انټرنېټ بند شي، نو اغېزې یې ډېرې دي
اغېزې (زیانونه)
1. اړیکې پرې کېدل – خلک د کورنۍ، دوستانو او بهر مېشت افغانانو سره اړیکې له لاسه ورکوي.
2. کار او کاروبار – ډېر کاروبارونه، آنلاین کارکوونکي، فریلانسران، او نړیوالې راکړې ورکړې زیان ویني.
3. خبرونه او مالومات – خلک د تازه خبرونو، نړیوالو پیښو او د هېواد دننه رښتینې مالوماتو ته نه رسېږي.
4. زده کړه – محصلین، زده کوونکي، او هغه څوک چې آنلاین زده کړې کوي، د زده کړې سرچینې له لاسه ورکوي.
5. اقتصاد – د پیسو لیږد، بانکونه او ډېری خدمات چې انټرنېټ ته تړلي دي، فلج کېږي.
6. ټولنیز غږ – ولس د خپل غږ رسولو او ستونزو شریکولو له لارې بې برخې کېږي.
مقصد موږ نور نه شو کولای چې پرمختګ وکړو او همداسې به شته امکانات هم د لاسه ورکړو...
16/09/2025
خپلې ادارې د یو څو کسانو په محور مه څرخوئ، بلکې د سیستم په محور یې را وڅرخوئ.
افراد د خپل سیستم تابع کړئ، سیستم د هغوی لپاره مه قرباني کوئ.
16/09/2025
که غواړې چې د سړي حقیقت مالوم کړي؛ نو د "یوې پرېکړې" مخې ته يې ودروه!
که غواړې چې د ښځې حقیقت مالوم کړې؛ نو د "پېسو" مخې ته يې ودروه!
که غواړې چې د ورونو او خویندو حقیقت مالوم کړې؛ نو د "میراث" مخې ته يې ودروه!
که غواړې چې د خپلې مېرمنې حقیقت مالوم کړې؛ نو خپلې کمزورۍ دې ورته وښايه!
که غواړې چې د ملګري حقیقت دې مالوم کړې؛ نو د "شخصي ګټې" مخې ته يې ودروه!
او که غواړې چې د شاؤخوا هر کس حقیقت مالوم کړې؛ نو مات شه ! وغورځېږه ! او بیا وګوره !
16/09/2025
څوک چي روغ صحت، خپل کور او د یوي ورځي روزي ولري، داسي وبوله چي ټوله دنیا دهغه ده.
#الحمدالله٠على٠نعمة٠الاسلام
15/09/2025
څوک چې بل ملامتوي اوږده لاره ورته پرته ده، څوک چې ځان ملامتوي د لارې په نیمایي کې دی
او څوک چې هېڅوک نه ملامتوي، هغه رسېدلي دی!
14/09/2025
د نړۍ سرچپه قوانین !
کله مار چې ژوندی وي ميږي او خاورې خوري اما کله چې بيا مار مړ شي میږي/خاوره یې خوري!
هر وخت، وخت او حالات بدلیدلی شي...
له یوې ونې څخه میلیونونه ماچس/اورلګيت جوړیږي، خو یو اورلګيت کولی شي میلیونونه ونې وسوځوي!
وخت هر وخت بدلیدلی شي.
په دې موقف او قدرت مه مغروره کېږه
په ژوند کې هېڅوک مه ځوروه، دَ خپل موقف او قدرت نه سوﺀ استفاده مه کوه، کېدی شي ته ځواکمن یې، خو دا مه هېروه چې وخت له تا ډېر ځواکمن دی.