02/02/2026
د راپورونو له مخې، د چین یوې کمپنۍ «هانګینګ» د پاکستان د ګوادر بندر په شمالي ازاد زون کې د فعالیت لپاره بشپړه رسمي اجازه ترلاسه کړې او چین ته یې د خر غوښې صادرات په عملي ډول پیل کړي دي.
سرچینې وايي، یاد شرکت پلان لري چې هره میاشت شاوخوا ۵۰ کانتینره د خر غوښه چین ته صادره کړي، چې دا به د ګوادر ازاد زون په کچه د حیواني محصولاتو له سترو صادراتي پروژو څخه وي.
چارواکي ټینګار کوي چې دا نوښت به نه یوازې د څارویو د سوداګرۍ د پراختیا لامل شي، بلکې د پاکستان د عوایدو په زیاتوالي، د سیمې د اقتصادي فعالیتونو په پیاوړتیا او د ځایي خلکو لپاره د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې به هم مهم رول ولوبوي.