Shpageeza SCL

Shpageeza SCL

Share

Afghanistan Shpageeza SCL cricket league

Photos from Shpageeza SCL's post 06/05/2026

د بند امیر ښامارانو بریا او د
ځاځي توپاني بېرته راتګ!

مبارک دې وي د بند امیر ښامارانو ټولو مینوالو ته!

نننۍ لوبه یوازې یوه بریا نه وه، بلکې د کرکټ د ریښتیني خوند او جذبې یوه ننداره وه.

بند امیر لوبډلې د بوست په وړاندې خپله پیاوړتیا ثابته کړه او یو ځل بیا یې وښودله چې دوی د اتلولۍ لپاره څومره چمتو دي.
خو د نننۍ لوبې تر ټولو ښکلې او هیله بښونکې برخه د حضرت الله ځاځي بېرته خپل اصلي فارم ته راګرځېدل وو! له ډېر ځنډ وروسته، نن مو بیا هغه زوړ او توپاني ځاځی ولید چې په خپلو اوږدو او ځواکمنو شارټونو یې د سیالې لوبډلې توپ اچوونکي حیران کړل.

د هغه هرې ضربې د مینوالو په زړونو کې نوې هیلې راژوندۍ کړې او دا یې ثابته کړه چې کله هم ځاځی په میدان کې وي، نو د لوبې رنګ بدلېږي.د ځاځي مینوالو لپاره دا یوه ځانګړې ورځ ده.

د هغه دا توپاني لوبه نه یوازې د بند امیر د بریا اصلي لامل شوه، بلکې د راتلونکو لوبو لپاره یې د نورو لوبډلو لپاره د خطر زنګ هم وواهه.

کله چې ځاځی په فارم کې وي، نو د کرکټ هر مینوال پوهیږي چې د توپ وهنې ننداره څومره خوندوره وي.ټولو مینوالو ته دې دا ستره بریا او د ځاځي بېرته راتګ مبارک وي! هیله ده چې دا توپاني لړۍ همداسې دوام وکړي او بند امیر ښاماران د اتلولۍ جام پورته کړي.

ژوندی دې وي افغانستان، تل دې وي افغان کرکټ!
Hazratullah Zazai

Photos from Shpageeza SCL's post 03/05/2026

د بند امیر زون لوبډلې د سپین غر زون لوبډلې ته په ۴ ویکټو ماتې ورکړه

کندز کرکټ
سټیډیوم، د می ۳، ۲۰۲۶ – د افغانستان د ملي شل اوریزو کرکټ جام سیالیو په لړ کې، د کندز کرکټ سټیډیوم د بند امیر زون او سپین غر زون لوبډلو ترمنځ د یوې په زړه پورې او سیالۍ ډکې لوبې کوربه و.
په دې لوبه کې، بند امیر زون لوبډلې د سپین غر زون لوبډلې ته په ۴ ویکټو ماتې ورکړه او خپله بریا یې په زړه پورې ډول ولمانځله.

د لوبې پچه سپین غر زون لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. د سپین غر لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۶ منډې جوړې کړې.

03/05/2026

يو ښه بالر
يو ښه بېټر
يو ښه فيلډر
يو ښه ليډر
يو ښه وياند
يو ښه اُلګو
ګوګلي ماسټر
ليګ بريک ماسټر
نولوک ماسټر
سلايډ ماسټر
زړور
جرأت مند
د لوبې بڼه بدلوونکی
تاريخ ماتونکی
تاريخ ليکونکی
لوبه ګټونکی
زړونه ګټونکی
هوښيار
با اخلاقه
با اعتماده
غيرتي
الهام بښونکی او بريالی لوبغاړی
د زړونو خان نړيوال برانډ "راشد خان"
Rashid Khan

21/10/2025

Devender Kumar
زموږه ډيوېنډر کومار commenter



20/10/2025

هغه شپه چې د بې ګناه انسانانو هیلې په نه هیلۍ بدلې شوې:

د اکتوبر د ۱۷مې شپه وه، هر لوري ته خاموشي خپره وه، خو یوازې سپوږمۍ وه چې د پکتیکا د ارګون غونډیو او د طبعیت لمنو ته یې رڼا وېشله. لوبغاړي هم له لوبې ستړي راګرځېدلي وو، همدا مهال یې یو بل ته د لوبې منفي او مثبت ټکي بیانول، ستړي خو خوشحاله وو، ځکه د همدې ورځې لوبه یې ګټلې وه؛ خو دوی خبر نه وو چې دا امیدونه او هیلې به د دوی د ژوند وروستۍ هیلي وي، نور به د دوی او ځینو نورو ملکیانو د ژوندۍ وروستۍ شېبې وي.

هو! د څو نا اهله انسانانو په لاس جوړې شوې ډرون راغلې، د پکتیکا د بېوزله ملکیانو په کورونو یې ګزمې وکړې، چې بالاخره یې هغه بېګناه انسانان په نښه کړل چې د ښېرازه ژوند کولو لپاره یې کرښې ترسیمولې، د افغانستان د نوم روښانولو لپاره یې امیدونه او وعدې تړلې؛ هو! ناڅاپه وېرونکی غږ شو، بلکې د سپوږمۍ رڼا د بارودو ګردونو په ځان کې پټه کړه او په څو شېبو کې یې ژوندي انسانان د اور په لمبو کې وسېځل او توره تیاره شوه... د ټپیانو یوازې زږېروي اورېدل کېدل او بس... .

دا د پکتیکا د مظلومو شهید لوبغاړو او ملکي وګړو د ژوند د پای کیسه ده چې وړمه ورځ د پاکستان د پوځي رژیم د هوایي برید په پایله کې شهیدان شول. د همدې پېښې په تړاو نور جزیات په دغه ویډیو کې درسره ننداره کړئ:
------
The Night When Innocent Dreams Turned into Despair

It was the night of October 17; silence reigned everywhere, and only the moonlight softly touched the hills of Urgun District in Paktika and the gentle folds of nature. The players, exhausted from their match, were returning home, joyfully discussing the positives and negatives of the day’s game. They were tired, yet happy, for they had won that day’s match. Little did they know that these hopes and dreams would soon become the last of their lives, that these would be their final moments on earth, along with several other innocent civilians.

Then it happened. Drones, operated by the hands of the heartless, hovered over the humble homes of Paktika’s poor civilians and eventually targeted those innocent souls who had been striving to build a better life, those who had dreamed of raising Afghanistan’s name high in the world. Suddenly, a terrifying sound tore through the silence, and the bright moonlight was swallowed by clouds of smoke and gunpowder. In just a few moments, living humans were consumed by flames, and darkness prevailed. The only sounds left were the groans of the wounded… and nothing more

This is the tragic story of the martyred cricketers and innocent civilians of Paktika, who lost their lives that night in an airstrike carried out by the Pakistani military regime.

For more details about this heartbreaking incident, watch the full report in the following video. 👇

|

20/10/2025

افغانستان د زمبابوې پر وړاندې
یوازېنۍ ټېسټ لوبه

افغان اتلان به نن د افغانستان پرمهال د غرمې په ۱۲:۳۰ بجو د زمبابوې پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبه پیل کړي او د دغې لوبې د لومړۍ ورځې په موخه به د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

ویاړلی ملت، بریالۍ لوبډله
-----
𝐌𝐀𝐓𝐂𝐇 𝐃𝐀𝐘! 🙌

AfghanAtalan are all set to meet Zimbabwe in the one-off Test Match, starting today at 12:30 PM (AFT) at the Harare Sports Club in Harare. 🤩

| |

Photos from Shpageeza SCL's post 19/10/2025

ما هر کله د هغو لوبغاړو شدید مخالفـ.ـت کړی چې کله د ملي لوبډلې برخه شي نو ژر لهٔ تورخم افغانستان ته راشي، ځان کرکټ بورډ ته ورسؤي، دلته د لوبغاړو حق هم خوري، لوبې چې خلاصې شي شرمیدلی بیرته ۵جاب ته واوړي او اوس لکه چرګه غلي دي هیڅ نهٔ وايي!

هغه لوبغاړي چې همدا اوس د ۵جاب غېږه کې پراتهٔ دي:
۱: اصغر افغان پهٔ کوهاټ کې
۲: کریم جنت د خپلې ټولې کورنۍ سره مردان کې
۳: دولت ځدراڼ د پاکستاني پاسپورت سره ۵جاب کې
۴: شهزاد محمدي خو بیخي مالوم نهٔ دی چې ایا دا افغان دی او کهٔ ۵جابی
۵: اګرام علي خیل پهٔ ملي لوبډله کې مې هیڅ نهٔ خوښیږي پهٔ پاکستان کې ژؤند کوي

نور یې تاسو ووایئ؟

18/10/2025
19/07/2025

2nd Innings Highlights | Amo Sharks vs Bost Defenders | Match 1 | SCLX | ACB | 3Z1A

​ | ​ | ​ | ​ |

22/02/2025

کرکټ بورډه!!!
از برا د خدای چې په لوبغاړو محدودیت ولرئ-حاکمیت پرې ولرئ، دا نن یې رحمت شاه ښه بېلګه ده. هیله ده هند پڅېر یا یو بل متعبر لیګ ورته مشخص کړئ باقي اجازه مه ورکوئ دا هر سټار لوبغاړی باید هر ډول کورني کرکټ کولو ته غاړه کېږدي. له تاسو نېولي تر لوبغاړو مو دومره درد ندی لېدلی ، څومره چې وطنوال مایوسه کیږي او زړه ماتې کیږي.

20/02/2025

د حشمت الله شهیدي د رسنیز کنفرانس جزیات:

- مونږ په تېروو دوو نړیوالو جامونو کې ډېر غوره کرکټ وکړ، چې تر نیمه پایلوبې ورسېدو؛ خو دا ځل غواړو پایلوبه وګټو.
- ټول تمرکز مو له سویلي افریقا سره په سبانۍ سیالۍ دی، غواړو وی ګټو او بیا د انګلستان او اسټرالیا په لوبې فکر وکړو.
- اوس چې نړۍ مونږ د غوره لوبډلې په توګه پېژني؛ دا زمونږ د خواریو پایله ده.
- په کراچۍ کې ډېر افغانان او پښتانه مېشت دي؛ دوی زمونږ ملاتړي دي او چې میدان ته راشي مونږ ته به ډېره انرژي راکړي.
- اوس دې خلک دا نه وایي چې افغان کرکټ په خپل ملک کې هېڅ امکانات نه لري؛ مونږ هر څه لرو، په اکثریتو ولایتونو کې اکاډمۍ او لوبغالي شته.
- که د نړۍ هره لوبډله افغانستان ته راغله؛ د کرکټ مینوال به یې بې حده بدرګه کړي.

ټاکل شوې چې سبا افغانستان او سویلي افریقا د کابل پر وخت ۱:۳۰ بجه په چمپینز ټراپۍ کې لومړۍ لوبه ترسره کړي او لوبه به کراچۍ کې وي.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address

Kabul