افغان کریک انفو

افغان کریک انفو

تازه معلومات د کرکت د نړۍ څخه

Operating as usual

22/12/2023

ویسټڼډیز د انګلستان سره د ۵ شل‌اوریزه سیالیو په وروستۍ لوبه کې دغې لوبډلې ته په ۴ ویکټو ماته ورکړه او د لوبلړۍ اتلولي یې خپله کړه.
ویسټنډیز وروسته له دې ، چې تېرشل‌اوریز نړیوال جام په لومړي پړاو کې له دې سیالیو بهر شو ، ویسټنډیز کرېکټ بورډ پیاوړی لوبغاړی رومن‌پاول د لوبډلمشر په توګه وټاکه، چې د نوموړي تر رهبرۍ لاندې د شل‌اوریزو سیالیو لپاره پیژندل شویو ویسټنډیزیانو پرلپسې ۳ شل اوریزې لوبلړۍ له سویلي افریقا، هند، او انګلستان پیاوړو لوبډلو څخه وګټلې.

22/12/2023

د سماسون او ارشدیپ غوره کارکردګۍ هندوستان د لوبلړۍ تر بریا ورساوه.
د هندوستان او سویلي افریقا ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو په وروستۍ لوبه کې هند، سویلی افریقا ته ماته کړه او دغه لوبلړۍ یې ۲-۱ وګټله.
په دغه لوبه کې د سنجو‌سماسون سلیزې او د ځوان چټک توپ‌اچونکي ارشدیپ‌سینګ د ۴ مهمو لوبغاړو سوزونې د هند په بریا کې مهم رول ولوباوه.

21/12/2023

#تازه
د هند او افغانستان لوبی له اریانا تلویزون څخه په ژوندی بڼه خپریږی
دغه لوبی شل اوریزه دی او شل ورځی ورته پاتی
د افغانستان دي بریا په هیله 🇦🇫🤲

21/12/2023

له نوولس کلنو کم عمره افغان لوبډله د درې اړخیزه سیالیو په لوبلړۍ کې ګډون کوي

له نوولس کلنو کم عمره افغان لوبډله به د روانې دسمبر میاشتې په ۲۹مه نېټه د سویلي افریقا په کوربه توب د یاد هېواد او هندوستان لوبډلو په شتون کې د درې اړخیزه سیالیو په لوبلړۍ کې ګډون وکړي چې د راتلونکي ۲۰۲۴م کال د جنوري تر ۱۰مې نېټې پورې به دوام ومومي.

-----
تیم ملی زیر سن ۱۹ سال کشور در سلسله بازی های سه جانبه اشتراک میکند

ملی پوشان جوان کشور به تاریخ ۲۹ دسمبر سال روان در افریقای جنوبی یا تیم های زیر سن ۱۹ سال کشور میزیان و هند در یک سلسله بازی های سه جانبه اشتراک خواهد کرد که الی ۱۰ جنوری سال ۲۰۲۴ ادامه خواهد یافت.

-----
South Africa to host India and Afghanistan in U19 Tri-Series

Kabul: December 20, 2023: The Afghanistan Cricket Board today confirmed that the Afghanistan National U19 Team will participate in the Tri-Series featuring India and the hosts South Africa. The series is scheduled to be held from Dec 29 2023 to January 10 2024 in Johannesburg before the start of the ICC Men’s U19 Cricket World Cup 2024.

Photos from ICC - International Cricket Council's post 20/12/2023
Photos from ‎افغان کریک انفو‎'s post 20/12/2023

انځورونه: له نوولس کلنو کم عمره افغان لوبغاړي له نړیوال جام وړاندې په متحده عربي اماراتو کې پر خپلو تمریناتو او تیاریو بوخت دي.
-----
تصاویر: بازیکنان زیر سن ۱۹ سال کشور جهت آماده گی کامل برای اشتراک در جام جهانی مصروف تمرینات خویش هستند.
-----
📸📸: Afghanistan Future Stars are putting in hard yards ahead of their participation at the ICC U19 Men's Cricket World Cup 2024. 👊💯

|

20/12/2023

انګلستان تېره شپه ویسټنډیز ته په پرلپسې دویمه شل‌اوریزه سیالۍ کې هم ماته ورکړه. په دغه لوبه کې انګلستان لومړی توپ‌وهنه وکړه، چې ویسټنډیز ته یې د ۲۶۷ منډو ستر هدف وټاکه. پر وړاندې یې د ویسټنډیز لوبډله د هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغله او لوبه یې د ۷۵ منډو په توپیر وبایلله.
د یادونې وړ ده، چې انګلستان د تېر پنځوس‌اوریز نړیوال جام راهیسې په ستونزو کې راګیر ښکاریده او پرلپسې لوبې یې بایللې؛ خو په تیرو دوه لوبو کې یې ویسټنډیز ته سختې ماتې ورکړې او داسې بریښي، چې دغه لوبډله به یو ځل بیا په نړیوال کرېکټ کې خپل راج پیل کړي.

19/12/2023

مجیب الرحمن کلکتې لوبډلې په 2 کروړه وپیره.
محمد نبي ممبي لوبډلې په 1.5 کروړه وپیره.
دواړو ته دې مبارک وي.


Mujeeb ur Rahman Mohammad Nabi

19/12/2023

د پټ کمنز د هندي لیګ د ګران بیه لوبغاړي ریکارډ یواځې یو ساعت دوام وکړ، بل اسټرالیایي لویغاړي میچل سټارک اوس دغه رکارډ خپل کړ. نوموړی د کلکتې لوبډلې په څه کم 25 کروړه هندي روپو واخیست.
په سټارک د ممبي، ډهلي، کلکتې او ګجرات لوبډلو مسابقه وه.

19/12/2023

د اي پي ایل بولۍ:
عظمت الله عمرزی ۵۰ لکه هندي کلدارې د راشد خان لوبډلې ګجرات لخوا واخیستل شو.

18/12/2023

د هند غوره لیګ ۱۷ پړاو کرېکټ سیالیو بولۍ سبا سهار ۱۱:۳۰ بجې په دوبۍ کې پیل کېږي.
په دې پړاو سیالیو کې د لوبېدو په موخه به د افغان لوبغاړو په ګډون ۱۱۹ بهرني او ۲۱۴ هندي لوبغاړي بولۍ ته وړاندې شي، چې ټوټال ۳۳۳ لوبغاړي کېږي.
ستاسو په نظر کوم افغان لوبغاړي به په کې واخیستل شي؟

18/12/2023

د هند کرېکټ بورډ په یوه پرېکړه کې ویلي هغه لوبغاړي چې د ای‌پي‌ایل د یو پړاو په ختمیدو او د بل پړاو له پیل وړاندې په ملي لوبډله کې له ۵ تر ۱۰ سیالیو ولوبېږي، په راتلونکي ای‌پي‌ایل کې به دغه لوبغاړو ته دوه برابره پیسې ورکړل شي.
هند کرېکټ‌بورډ دغه اقدام ځکه کړی، چې لوبغاړي ملي لوبډلې ته په راتګ کې هڅه او کوښښ وکړي.

18/12/2023

تازه❤️

18/12/2023

د ۲۰۲۴م کال نولس کلنو لوبغاړو په نړیوال جام کې د افغانستان د نولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د تمریناتي او رسمي سیالیو مهالوېش:
-----
جدول زمانی مسابقات تمریناتی و رسمی تیم ملی کرکت زیر سن ۱۹ سال کشور در جام جهانی ۱۹ سالان ۲۰۲۴:
-----
Mark Your Calendars! 📆

Afghanistan Future Stars will be in action in Group D of the ICC U19 Men's Cricket World Cup 2024, starting January 19 in South Africa. 👍

|

18/12/2023

🏏 ۱۲۳۴۷ نړیوالې منډې
🥉 28 سلیزې، د ویکټ ساتونکو په مینځ کې دریم لوړ سلیزې
🧤 په ټول فارمیټونو کې 550 ګوښه کول
💯 په کې څلور سلیزې، په ټورنمنټ کې ترټولو زیاتې

کوینټن ډی کوک ته د زوکړې ورځ مبارک شه، چې پرون 31 کلن شو 🎂

17/12/2023

بنګله‌دېش د ۱۹کلنو اسیا جام اتل شو
بنګله‌دېش ۱۹ کلنې کرېکټ ملي لوبډلې متحده عربي اماراتو ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۳ نولس کلنو اسیا جام اتلولي ترلاسه کړه.
بنګله دېش لوبډلې په پایلوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوزېدو اماراتو لوبډلې ته ۲۸۳ منډې هدف وټاکه.
په مقابل کې یې د اماراتو ۱۹ کلنه لوبډله ونتوانېده، چې یاد هدف پوره کړي او د ټولو لوبغاړو په سوزېدو یې ۸۷ منډې وکړي او په ۱۹۵ منډو یې ماته ومنله.

17/12/2023

اسټرالیا په لومړۍ ټیسټ سیالۍ کې پاکستان ته ماته ورکړه
د اسټرالیا او پاکستان ترمنځ د درې ټیسټ کرېکټ سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې پاکستان ته په ۳۶۰ منډو ستره ماته ورکړه.
د دې لوبلړۍ دویمه لوبه به د ډسمبر په ۲۶مه د اسټرالیا په ملبورن لوبغالي کې ترسره شي.

Photos from ‎افغان کریک انفو‎'s post 17/12/2023

ابراهیم ته زړونه❤️

17/12/2023

د سالټ چټکې سلیزې انګلستان د غر په څیر لوړ هدف ته ورساوه.
تېره شپه د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې د پیلیز توپوهوونکي فېل‌سالټ او د لوبډلمشر جوش‌بټلر د چټکې توپ‌وهنې پر مټ د ویسټنډیز له لوري ورکړل شوی د ۲۲۳ منډو ستر هدف پوره کړ او د شل‌اوریزې لوبلړۍ په درېیمه لوبه کې یې کوربه لوبډله ماته کړه.
په دغه لوبلړۍ کې تر دې مهاله درې سیالۍ ترسره شوي، چې لومړۍ لوبه د باران له امله بې پایلې شوه، دویمه ویسټنډیز وګټله او درېیمه لوبه کې یې تېره شپه انګلستان بریا ترلاسه کړه او پاتې دوه سیالۍ به یې د روانې زیږدیزې میاشتې په ۲۰مه او ۲۲مه نېټه ترسره شی.

16/12/2023

د کرسمس په ورځ مسلمانانو ته څه کول پکار دي؟

ما په دې اړه یوه ویدیو هم جوړه کړې وه خو بیا هم ځینې ورونو او خویندو پوښتنې کړې وې، نو غواړم دې لیکنه کې یو څه زیات وضاحت ورکړم چې د تاسو ټولې پوښتنې حل شي ان شاءالله.
په ۲۵ د ډیسیمبر د کریسمس ورځې را روانې دي، او کیدی شي ډیر خلک په دې پوه نشي چې په کریسمس کې ونډه اخیستل د اسلام له نظره جواز لري او که نلري او څنګه وکړو چې د یو مسلمان په حیث په غرب کې او د کریسمس په ورځو کې ځان له حرامو موضوعاتو څخه وساتو؟
د ټولو پوښتنو لنډ ځواب دا دی چې د کریسمس مبارکي ورکول، د کریسمس په نوم ډالۍ اخیستل یا ورکول، د کریسمس په نوم پیسې اخیستل یا ورکول او یا هم د کریسمس په نوم له وظیفې څخه امتیازي پیسې اخیستل، دا ټول په اسلام کې حرام دي.

د حراموالي دلیل یې څه دی؟

عیسویان وایي چې الله سبحانه و تعالی له بي بي مریم سره یوځای شو نعوذبالله، او بیا په ۲۵ د ډیسمبر عیسی علیه سلام له بي بي مریم څخه پیدا شو.
دا خبره مسلمانان هیڅکله هم نه مني، ځکه په اخلاص سوره کې الله (ج) په واضیح توګه بیانوي چې:” قُلۡ هُوَ ٱللَّهُ أَحَدٌ ١ ٱللَّهُ ٱلصَّمَدُ ٢ لَمۡ يَلِدۡ وَلَمۡ يُولَدۡ ٣ وَلَمۡ يَكُن لَّهُۥ كُفُوًا أَحَدُۢ ٤”. ژباړه: ووایه چې الله (ج) یو دی ۱ الله (ج) بې نیازه دی ۲ نه څوک ورڅخه زیږیدلي دي ۳ او نه د چا څخه زیږیدلی دی ۴ او نه یې کوم سیال شته.
په انجیل کتاب کې د عیسی علیه سلام د زیږیدو کره نیټه نده ذکر شوې، یواځې دومره ذکر شوي چې عیسی علیه سلام په اوړي کې پیدا شوی، نو عیسویان کریسمس تل په ژمي کې تجلیلوي، یعنې دلته د دوی دا ادعا هم غلطه ثابتیږي چې عیسی علیه سلام په ۲۵ د ډیسمبر کې زیږیدلی.
زما هدف دا دی که څوک تاته ووایي چې Happy Christmas ته ورته ووایه چې Happy Holliday، بیرته په همغه کلمه او لفظ ځواب مه ورکوه، او که خدای مکړه یو شان جمله د ورته تکرار کړه، نو ته دا تائیدوې چې عیسی علیه سلام او نعوذ بالله د خدای زوی په ۲۵ د ډیسمبر کې پیدا شوی.
که د چا څخه ډالۍ اخلې، که د هغوی مجالسو کې برخه اخلې، که څه پرې پلورې او که ته هر څه د کریسمس په خاطر کوې، دا په دې مانا چې ته هغوی تائیدوې؛ نو مسلمانان باید له داسې کړنو څخه په جدي توګه ډډه وکړي.
عیسویان پوښتنه کوي چې څنګه د نر او ښځې له یوځائیدو پرته یو څوک زیږیدلای شي؟
الله سبحانه و تعالی د دې ځواب د قران کریم په سوره ال عمران او ۵۹ ایت کې ورکوي چې:” إِنَّ مَثَلَ عِيسَىٰ عِنْدَ اللَّهِ كَمَثَلِ آدَمَ ۖ خَلَقَهُ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ قَالَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ”. ژباړه: په حقیقت کې د عیسی علیه سلام پیدا کول د خدای په حکم د آدم علیه سلام د پیدایښت په څیر دي، چې هغه یې له خاورو څخه پیدا کړ، بیا یې خاورې ته وویل: (انسان د کمال درجې ته ورسوه)، نو سمدستي همداسې شو.
نو مونږ نباید عیسویانو سره د هغوی عقیدتي ورځې تجلیل کړو او د کریسمس په ورځو کې له هغو څخه هیڅ راکړه او ورکړه ونلرو.

رحمت الله نوروز

16/12/2023
16/12/2023

هارډیک‌پانډیا د ممبيي‌انډین لوبډلمشر وټاکل شو.
د هندوستان غوره لیګ پیاوړې لوبډلې ممبیي نامتو ټول‌چارې لوبغاړی هارډیک‌پانډیا د ۲۰۲۴ کال ای‌پي‌ایل سیالیو ته د روهیت شرما پر ځای د نوي لوبډلمشر په توګه ګمارلی.
پانډیا څه موده وړاندې د ګجرات لوبډلې څخه بېرته خپلې پخوانۍ لوبډلې ممبیي ته لاړو، چې اوس تازه ورته دغه ستر مسولیت سپارل شوی، د ممبیي لوبډلې د مسولینو په وینا د روهیت پر ځای د پانډیا ګمارل د دغې لوبډلې د راتلونکي لپاره پلان دی، چې د روهیت په نشتون کې یو ښه او پیاوړی لوبډلمشر ولري.
د یادونې وړ ده، چې پانډیا په تېرو دوه پړاوونو کې د ګجرات‌ټایټنز لوبډلمشري کوله، چې دغه لوبډلې د هارډیک تر لوبډلمشرۍ لاندې په لومړي کال اتلولي وګټله او تېره پړاو کې یې دویم ځای خپل کړ.

15/12/2023

بنګله‌دېش لوبډلې په دویمه نیمه پایلوبه کې هندوستان ته ماته ورکړه
د ۱۹ کلنو اسیا جام کرېکټ سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه کې بنګله‌دېش ۱۹ کلنې لوبډلې د هندوستان ۱۹ کلنې لوبډلې ته په ۴ ویکټو ماته ورکړه او د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو یې د کور پر لور راهي کړه.
بنګله دېش لوبډله به د ۱۹ کلنو اسیا جام پایلوبه د روان کال د لیندۍ/قوس په ۲۶مه د یکشنبې په ورځ سهار ۱۰:۰۰ بجې د اماراتو پر وړاندې د اماراتو په دوبۍ لوبغالي کې ترسره کړي.

15/12/2023

اماراتو لوبډلې پاکستان لوبډله د ۱۹ کلنو اسیا جام بهر کړه
د ۱۹ کلنو اسیا جام کرېکټ سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې د متحده عربي اماراتو ۱۹ کلنې لوبډلې پاکستان ته په ۱۱ منډو ستره ماته ورکړه او پایلوبې ته لاړه.
متحده عربي اماراتو لوبډله لومړۍ لوبډله شوه، چې د ۲۰۲۳ نولس کلنو اسیا جام پایلوبې ته ووته.

15/12/2023

د هند کرکټ بورډ اومه شمېره لباس، اېم‌اېس دوني ته د‌ درناوي پۀ پار تقاعد اعلان کړ.
له‌دې مخکې د سچېن ټنډولکر د لباس نمبر (۱۰) هم تقاعد اعلان شوی و.
له‌دې وروسته هېڅ هندی لوبغاړی اوه شمېره لباس نۀ شي ټاکلی.

13/12/2023

راشید خان د ICC په تازه درجه بندئ کې
بیرته خپل لومړی مقام خپل کړی دی.

13/12/2023

حسن نبی زړونه❤️

13/12/2023

سویلي افریقا د باران ښکار شوې لوبه کې هندوستان له مخې لرې کړ.
د سویلي افریقا کرېکټ ملي لوبډلې د هندوستان سره د شل اوریزې لوبلړۍ په دویمه لوبه کې میلمه لوبډلې ته د ډي‌اېل مېتود له مخې په ۵ ویکټو ماتې ورکړه.
د یادونې وړ ده، چې د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د باران له امله بې پایلې شوې وه او وروستۍ سیالي به یې سبا ترسره شی.

13/12/2023

د کرېکټ نړۍ بې رحمه الروندر لوبغاړي انډري‌رسل د ویسټنډیز لوبډلې ته په خپل راتګ سره غوره توپ‌وهنه او توپ‌اچونه وکړه.
رسل تېره ورځ د انګلستان پر وړاندې لومړۍ شل‌اوریزه لوبه کې د ۱۹ منډو په ورکړې ۳ مهم لوبغاړي وسوزول او د توپوهنې په برخه کې یې د لوبې په وروستیو شېبو کې په ۱۴ توپونو ۲۹ قیمتي منډې وکړې.

12/12/2023

راتلونکي آی‌پي‌اېل سیالیو ته له بېلابېلو هېوادونو څخه ټولټال ۱۱۶۶ لوبغاړو نوملیکنه کړې وه، چې له دې ډلې ۳۳۳ لوبغاړي شارټ‌لېسټ شوي.
له شارټ‌لېسټ شویو لوبغاړو څخه ۱۱۹ بهرني او پاتې نور یې داخلي دي.
په شارټ‌لېسټ شویو لوبغاړو کې ترټولو مهم لوبغاړي، چې شاید په لوړ قیمت وپېرل شي، عظمت الله عمرزی، مېچل‌سټارک، پاټ‌کمېنس، ټراویس‌هیډ، رېچن‌روېندرا او هري‌بروک وي.

11/12/2023

فاروقی تازه تصویر 😍

11/12/2023

OUT or NOT OUT?😉🤔

11/12/2023

دا واتساپ چینل درسره فالو کړی او تازه معلومات او ویدوګانو څخه خوند واخلی.

whatsapp.com

11/12/2023

#تازه
د 19 کلنو نړیوال جام سیالیو مهالویش په ډاګه شو
دا سیالي د راتلونکې کال جنوری میاشتی په 19 نیټه د 16 هیوادونو تر منځ په جنوبی افریقا کی ترسره کیږی
افغانستان به په D ګروپ کی د پاکستان, نیوزیلنډ او نیپال سره سیالی کوی.

10/12/2023

د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي نصرت حقپرست تېره شپه د امریکا لاس‌وېګاس ایالت په کوربتوب په UFC سازمان کې خپل اسټرالیايي سیال جیمي‌مولارکي ته په لومړي راونډ کې ماته ورکړه.
دغه سیالۍ، چې ۳ راونډه یې لرل حقپرست د لومړي راونډ په ۱۹مه ثانیه کې مولارکي ناک‌اوټ کړ او ۱۶مه بریا یې په خپل نوم ثبت کړه.

10/12/2023

وستندیز لوبډلی خپل شل اوریز سکواډ د انګلستان لوبډلی خلاف اعلان کړ ګڼ شمیر پخوانی لوبغاړی هم په کی شامل دی .

Photos from ‎افغان کریک انفو‎'s post 10/12/2023

د ګربز دوي لوبډلې نیویارک سټراېکرز د لس اووریز لیګ اتلولي وګټله.
د پاې لوبې بایلونکې لوبډله د وقار سلېمانخیل دوي لوبډله ډیکن ګلاډیټرز وه.

09/12/2023

د ایرلیند پر وړاندې د زیمبابوې د درې شل اوریزو سیالیو، د لړۍ په لومړۍ سیالۍ کې د زیمبابوې پر لوبډلمشر سکندر رضا وروسته له هغې د ای سي سي له لوري د دوه لوبو نه کولو او ۵۰ سلنه د میچ حق الزحمې ورکولو سزا ورکړل شوه، چې سکندر رضا له جوش لېټل او کورټيس کیمپیر سره په شخړه کې ښکېل شو.
سکندر رضا چې د زیمبابوي لوبډلې کپتاني یې پر غاړه وه اوس به یې مسولیت سان ویلیمز پر مخ وړي.

Photos from ‎افغان کریک انفو‎'s post 09/12/2023

#تازه
حسن بيګاه شپه دشارجه یو لیګ کې (۱۲) شپګیزو او (۶) څلوریزو پرمټ په (۴۵) بالونو(۱۱۹) منډی ترسره کړی.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

اتلان اتلان اتلان❤️💪
افغان اتل راشد خان او یوسف پټان بیګاه بریا وروسته ❤️💪
د راشد خان او یوسف پټان د تاریخی لوبی ګټلو وروسته ❤️
اتلان داسی بریا لمانځی !ویاړو درباندی اتلانو !د لا بریاو په هیله !#AFGvPAK #AfghanAtalan
افغانستان او پاکستان د لوبی هایلایت .افغان اتلانو ته زړونه ❤️
د افغانستان او پاکستان لوبه هایلایت راسره دلته وګوری.افغان اتلانو ته زړونه❤️#ACI #AFGvPAK #AfghanAtalan
Afg vs pak
د افغانستان او  پاکستان د لومړی یورځینی لوبی هایلایت.                                        Afg vs pak
د افغانستان او بنګلدیش تر منځ د دویمی یورځینی لوبی د افغان لوبډلی بیتنګ وګوری.
راشد زمزمه واری. کاپی
نام شما چیست؟ 🥰#IPL23 #KKR#ShahRukhKhan #Rahmanullah Gurbaz
د افغان اتلانو په زړه پوری بالینګ درسره وګوري بیګاه د پاکستان خلاف.

Location

Category

Telephone

Address

Kabul
Kabul
Other Sports in Kabul (show all)
اخبار کرکت جهان اخبار کرکت جهان
Kabul, 093

هدف ما سرف حدمت به شما عزیزان است پس کمک کنید و صفحه را ش

Ahmad Yaser Ahmadi Ahmad Yaser Ahmadi
Kabul
Kabul

Esmatullah Omar Esmatullah Omar
Kabul

Update sport News, videos and informations

Kabul Cricinfo Kabul Cricinfo
Kabul, HTTPS://WWW.FACEBOOK.COM/KABUL-CRICINFO-100317925881317/

Get the latest, timely and accurate sports information here. kabul cricinfo

Abdul Subban wesa /  عبدالسبحان ویسا Abdul Subban wesa / عبدالسبحان ویسا
Ahmad Shah Baba 40mitra Hours
Kabul

لایزال رب دې په موږ افغانانو خپل رحم وکړي

جزیره فوتبال جزیره فوتبال
Kabul

پوشش و پخش حرفه‌ای اخبار مهم فوتبال جهان را قدم به قدم ?

Ariana Sport TV Ariana Sport TV
Kabul

Ariana Sport

M. Zamani M. Zamani
Kabul
Kabul

تو نمیدانی چقدر قوی استی ... 😏✌️ تا زمانیکه قوی بودن تنها چاره تو باشد ): ᗰ ❤️ ᑎ

تار و کاغذ پران فروشی نذیر فرید      Nazir & Fareed Kite Store تار و کاغذ پران فروشی نذیر فرید Nazir & Fareed Kite Store
Shor Bazar Sang Tarashi
Kabul, 001

به تار و کاغذ پران فروشی نذیر فرید خوش آمدید !!!

Zwak Amarkhail Zwak Amarkhail
Kabul
Kabul, 1002

ACB Sports ACB Sports
Kabul

ACB SPORTS IN AFGHANISTAN AND WORLD