26/05/2021
د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو سیالیو ته د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چپ لاستی توپوهونکی حضرتالله ځاځی واخیستل شو، چې د لوبېدو په موخه یې د پېښور زلمي لوبډلې سره تړون وکړ او د بل افغان لوبغاړي وقار سلامخېل سره به یوځای په یاده لوبډله کې ولوبیږي.
د پاکستان سوپرلیګ او خپله پېښور زلمي لوبډلې تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلې، خو یو شمېر نامتو خبریالانو خپله د حضرتځاځي د خولې دا خبر خپور کړی او بل پلوه بیا «Grassroots cricket» پاکستانۍ ورزشي پاڼې پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلې، چې پېښور زلمي لوبډلې د افغان لوبغاړي حضرتالله ځاځي سره د لوبېدو په موخه تړون وکړ.
21/05/2021
د اسیایي جام کرکټ سیالۍ چې ټاکل شوې وې سږکال په سریلانکا کې ترسره شي د کرونا ویروس له کبله نامعلوم وخت ته وځنډیدې.
د سریلانکا کرکټ بورډ اجراییه رییس اشلي دي سیلوا ویلي، «د روان وضعیت له امله به دا ممکن نه وي چې سږکال جون میاشت کې سیالۍ ترسره شي».
ټاکل شوې وه د اسیا جام سیالۍ د ۲۰۲۰م کال په سپتمبر میاشت کې ترسره شي، چې د کرونا وبا له کبله د ۲۰۲۱م کال جون میاشت ته انتقال شوې، خو اوس د کوویډ-۱۹ ناروغۍ روان وضعیت نامعلوم وخت ته وځنډولې.
دا سیالۍ به د هندوستان، پاکستان، سریلانکا، بنګلادیش، افغانستان او مالیزیا کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
تر دې مهاله د اسیا کرکټ شورا لخوا د یادو سیالیو لغوه یا ځنډېدو په اړه رسمي اعلامیه نه ده خپره شوې.
ویل کیږي چې د اسیا جام سیالۍ ممکن د ۲۰۲۳م د پنځوس اوریز نړیوال جام څخه وروسته ترسره شي، ځکه چې زیاتره لوبډلو لا دمخه د راتلونکو دوه کلونو لپاره خپل مهالویش ټاکلی دی.
په سریلانکا کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ مثبتې پېښې زیاتې شوي، چې دغه هېواد د لسو ورځو لپاره په هوایي تګ راتګ او داسې نور یو شمېر بندیزونه لګولي دي.
د یادونې وړ ده چې د اسیا جام کرکټ سیالۍ له دې وړاندې په ۲۰۱۸م کال کې په عربي اماراتو کې ترسره شوې، چې هند بنګلادیش ته د پنځوس اوریز سیریز په پایلوبه کې د ۳ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او دغه جام یې په خپل نوم کړ.
19/05/2021
افغانستان او استرالیا ملي لوبډلو ترمنځ یوازینۍ ټیسټ لوبه د نوامبر میاشت په 27 نیټه ترسره کیږي.
18/05/2021
وریندر سېواګ: له شکه پرته راشدخان د IPL غوره توپاچونکی دی
د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبغاړي او د هند آی پي ایل سیالیو کې د پنجاب کینګز لوبډلې روزونکي وریندر سېواګ ویلې، له شکه پرته راشدخان ارمان د آی پي ایل لیګ تر ټولو غوره توپاچونکی دی.
کریک بز ویبپاڼې پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې ویډیو خپره کړې، چې پکې خبریال د یو شمېر پخوانیو لوبغاړو، روزونکو او د لوبو کمینټریټرانو څخه د راشدخان د وړتیاوو پوښتنه کوي، چې وریندر سېواګ یې په اړه یادي څرګندونې کړې.
د سېواګ ترڅنګ د کرکټ لوبې ستر شنونکي هارشا بوګلي بیا د راشدخان ارمان په اړه وايي، چې په شل اوریزه سیالیو کې مخکښ توپاچونکی راشدخان هرځای ویکټې اخلې.