Wardak Tigers Cricket Club

Wardak Tigers Cricket Club

Share

وردګ د پیاوړو او متعهدو لوبغاړو له مجموعی څخه جوړ شوی او یو د کرکټ مستقل ټیم دی، چی غواړی په خپلو هڅو باندی کرکټ وکړی.

Photos from Wardak Tigers Cricket Club's post 21/11/2025

د وردګ ټایګرز څلور پیاوړی ، کلاسیک، دغوره اخلاقو لرونکی او د کرکټ د ډګر ځلانده ستوري ؛ برکت الله رحیمي ، رفبع الله امرخېل، حنیف فقیري او مکمیل خان د وردګ ولایت ولایتي ټیم ته د انټرکلب لوبو کې د ښه پرفارمنس په آساس لوبډلې ته انتخاب شوی دی، چې وزیر محمد اکبر خان دوهمه درجه لوبو کې ولوبیږي او همدارنګه به ګریډ ون لوبو ته خپل چانس وآزمايي.
وردګ ټایګرز رهبري دوی ټولو ته د ښو لوبو ترسره کولو هیله کوی او د لابریاوو ورته غواړي.

Photos from Wardak Tigers Cricket Club's post 07/10/2025

�🔥 وردګ ټایګرز د انټرکلب سیالیو پایلوبې ته لاره پیدا کړه!
💪🐯

وردګ ټایګرز په زړه پورې سیالۍ کې، د ښاروالۍ کرکټ لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې! 🎯

ښاروالۍ د ټاس په ګټلو د توپ وهنې پرېکړه وکړه، خو د ټایګرز توپ اچوونکو دقت او زړورتیا دوی ته د ډېرو منډو د جوړولو فرصت ورنه‌کړ. د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې یوازې 183 منډې جوړې کړې.

له وردګ ټایګرز څخه رفیع‌الله امرخېل، عاطف مایار او برکت رحیمي هر یو دوه‌دوه ویکټې واخیستې، او عبدالله بازون هم یوه مهمه ویکټه ترلاسه کړه. 🎯

په ځواب کې د ټایګرز توپ وهونکو ښایسته لوبه وکړه —
🔥 حنیف‌الله فقیري بریدګره لوبه وکړه او 102 منډې یې جوړې کړې،
💥 برکت‌الله په زړه پورې توپ وهنه وکړه او 48 منډې یې جوړې کړې،
او جمشید مایار هم مهمه ونډه واخیسته.

وردګ ټایګرز دا سیالي د 7 ویکټو او 13 بالونو په پاتې کېدو سره په زبردسته ډول وګټله! 🏆🐅

د ټایګرز ټولو اتلانو او مینه‌والو ته دا ستره بریا مبارک وي! 🎉
راتلونکې تمه — پایلوبه! 🔥

01/10/2025

� وردګ ټایکرز د انټرکلب سیالیو سیمي فاینل ته لاره ومندله ! 🐅🔥

په خورا ویاړ سره وایو چې وردګ ټایکرز د انټرکلب سیالیو په لړ کې د خپلو پنځو پرله‌پسې بریاوو سره وتوانېدل چې د خپل ګروپ په سر کې ودرېږي او مستقیمآ سیمي فاینل ته لار ومومي.

👏 دا ستره لاسته راوړنه د برکت‌الله رحیمي د اغېزمنې لوبډلمشرۍ او د لوبغاړو د عالي ټیم ورک نتیجه ده.

د توپ وهنې اتلان:
برکت الله رحیمي-حنیف فقیري – جمشید مایار – برهان خان– محمد ابراهیم طاهري- عمران جنت

🎯 د توپ اچونې ستوري:
مکمیل خان – رفیع‌الله امرخېل- ادریس صمیم

د ټیم ټولو لوبغاړو او درنو مینوالو ته د زړه له کومې مبارکي وایو او هیله لرو چې په سیمي فاینل کې هم همداسې ځلیدونکي وي. 💚

✍️👇

Photos from Wardak Tigers Cricket Club's post 01/10/2025

د وردګ ټایګرز لوبډلې د انټرکلب سیالیو په لړ کې په زړه پورې لوبه کې افغان چمپینز کرکټ کلب ته یوه درنه ماتې ورکړله.

وردګ ټایګرز کرکټ لوبډلې د ټاس په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړله!
وردګ ټایګرز لوبډلې غوره توپ وهنه وکړله چې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره یې 654 منډې هدف وټاکلو . په توپ وهنه ک حنیف الله فقیري تر ټولو ډېرې ناسوځېدلې منډې جوړې کړلې ،251 برکت الله غوره وځلېد او 114 منډې یې جوړې کړلې، برهان خان 127 منډې جوړې کړلې، او جمشید مایار بهترینه او تېزه سلیزه ترسره کړله چې ناسوځېدلې 107 منډې وکړلې.

په ځواب کې، د افغان چمپینز کرکټ کلب لوبډله ونه توانېده چې ټاکل شوی هدف پوره کړي، او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې یوازې 176 منډې جوړې کړې. د وردګ ټایګرز له لوري رفیع الله امرخېل غوره توپ اچونه وکړه او 5 ویکټې یې ترلاسه کړې، ادریس صمیم هم ښه وځلېد او 4 ویکټې یې واخیستلې اوهمدارنګه مکمیل خان 1 ویکټه واخستله.
وردګ ټایګرز دا لوبه د 478 منډو په توپیر وګټله.

د وردګ ټایګرز ټولو لوبغاړو او وفادارو مینه‌والو ته دې دا ستره بریا مبارک وي
-

Photos from Wardak Tigers Cricket Club's post 21/09/2025

د وردګ ټایګرز لوبډلې د انټرکلب سیالیو په لړ کې په زړه پورې لوبه کې یانګ سټار کرکټ کلب ته یوه درنه ماتې ورکړله.

وردګ ټایګرز کرکټ لوبډلې د ټاس په ګټلو سره د توپ اچونه پرېکړه وکړله!
وردګ ټایګرز لوبډلې غوره توپ وهنه وکړله چې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره یې 382 منډې هدف وټاکلو . په توپ وهنه کې برکت الله غوره وځلېد او 159 منډې یې جوړې کړلې، برهان خان 151 منډې جوړې کړلې، حنیف فقیري 34 تېزې منډې وکړلې.

په ځواب کې، د یانګ سټار کرکټ کلب لوبډله ونه توانېده چې ټاکل شوی هدف پوره کړي، او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې یوازې 47 منډې جوړې کړې. د وردګ ټایګرز له لوري مکمیل خان غوره توپ اچونه وکړه او 6 ویکټې یې ترلاسه کړې، رفیع الله امرخېل هم ښه وځلېد او 4 ویکټې یې واخیستلې.
وردګ ټایګرز دا لوبه د 335 منډو په توپیر وګټله.

د وردګ ټایګرز ټولو لوبغاړو او وفادارو مینه‌والو ته دې دا ستره بریا مبارک وي
-

02/09/2025

د تسلیت او غمشریکۍ پیغام!
میندو غېږې اوس خالي دي، د پلرونو زړونه مات دي، او د ټولنې د خوښۍ د سندرې د ژړا په اور کې سوځېدلي. د شپو سکوت یوازې د یتیمانو د رڼو سترګو ژړا ماتوي.

کنړ، چې د طبیعت د ښکلا ټاټوبی و، نن د اوښکو سیندونو کې ډوب شوی. هره ډبره د قربانیانو د ژوند کیسې غږوي، او هره خاوره د غم او بې وسۍ نښه ده.

وردګ ټایګرز لوبډله د کنړ په دې غمجن پېښه کې خپله ژوره خواشیني څرګندوي، شهیدانو ته د رب تعالی له لوري جنت الفردوس غواړو او زخمیانو ته د بشپړې روغتیا هیله کوو.

Photos from Wardak Tigers Cricket Club's post 30/08/2025

د وردګ ټایګرز لوبډلې د انټرکلب سیالیو په لړ کې په زړه پورې لوبه کې مسګران کرکټ کلب ته یوه درنه ماتې ورکړله.

مسګران کرکټ لوبډلې د ټاس په ګټلو سره د توپ اچونه پرېکړه وکړله!
وردګ ټایګرز لوبډلې غوره توپ وهنه وکړله چې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره یې 666 منډې هدف وټاکلو . په توپ وهنه کې برهان خان غوره وځلېد او 177 منډې یې جوړې کړلې، برکت الله 124 منډې جوړې کړلې، حنیف فقیري 65 منډې جوړې کړلې، ابراهیم طاهري 73 منډې یې وکړې، عمران جنت 50 منډې وکړلې او عاطف مایار 26 تېزې منډې وکړلې.

په ځواب کې، د مسګران کرکټ کلب لوبډله ونه توانېده چې ټاکل شوی هدف پوره کړي، او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې یوازې 33 منډې جوړې کړې. د وردګ ټایګرز له لوري رفیع الله امرخېل غوره توپ اچونه وکړه او 6 ویکټې یې ترلاسه کړې، عاطف مایار هم ښه وځلېد او 2 ویکټې یې واخیستې او ‎مکمیل خان یوه ویکټه ترلاسه کړله
وردګ ټایګرز دا لوبه د 633 منډو په توپیر وګټله.

د وردګ ټایګرز ټولو لوبغاړو او وفادارو مینه‌والو ته دې دا ستره بریا مبارک وي
-

Photos from Wardak Tigers Cricket Club's post 20/08/2025

د وردګ ټایګرز لوبډلې د انټرکلب سیالیو په درشل کې په زړه پورې لوبه کې توریال کرکټ کلب یوه درنه ماتې ورکړله.

وردګ ټایګرز د ټاس په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۴۰۸ منډې جوړې کړې. په توپ وهنه کې حنیف فقیري غوره وځلېد او ۱۸۶ منډې یې جوړې کړې. جمشید مایار ۶۲ منډې یې وکړې، برهلن خان ۴۲ منډې جوړې کړلې او برکت‌الله ۴۱ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې، د توریال کرکټ کلب لوبډله ونه توانېده چې ټاکل شوی هدف پوره کړي، او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې یوازې ۱۶۵ منډې جوړې کړې. د وردګ ټایګرز له لوري مکمیل خان غوره توپ اچونه وکړه او ۴ ویکټې یې ترلاسه کړې، صفی‌الله حکیمي هم ښه وځلېد او ۳ ویکټې یې واخیستې.

وردګ ټایګرز دا لوبه د ۲۴۲ منډو په توپیر وګټله.

د وردګ ټایګرز ټولو لوبغاړو او وفادارو مینه‌والو ته دې دا ستره بریا مبارک وي
-

19/08/2025

Congratulations, Hanif Faqiri, on a well-deserved hundred!

19/08/2025

📣 Match Update | Inter-Club Tournament 🏏
Wardak Tigers took the field today for their second match of the Inter-Club Tournament against Toryal Club. 🐯🔥
Winning the toss, the Tigers chose to bat first 🪙➡️🏏, with Hanif Faqiri and Jamshid Mayar opening the innings.

Photos from Wardak Tigers Cricket Club's post 11/08/2025

وردګ ټایګرز کرکټ کلب د 2025 کال انټرکلب سیالیو خپله لومړنۍ لوبه کې میدان اتلانو لوبډلې ته شانداره ماته ورکړله!🎉🏏💪
په سر کې پچه (ټاس) وردګ ټایګرز لوبډلمشر وګټلو او توپوهنې پرېکړه یې وکړله په ټاکل شویو 50 اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته د 9 ویکټو په زیان سره 443 منډې هدف کېښودلو چې د توپ وهنې په برخه کې؛ جمشید مایار 65 ، برکت الله رحیمي 164 ، عبدالله بازون 50 او مکمیل خان 85 ناسوځېدلې منډې جوړې کړلې.
میدان اتلانو لوبډلې ونه توانېدله چې یاد هدف ته ځان ورسوي او د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو سره یې 151 منډې جوړې کړلې چې د وردګ ټایګرز لوبغاړو؛ مکمیل خان 5 ، صفی الله حکیمی 2 ، عاطف مایار ، رفیع الله امرخېل او عبدالله بازون یوه یوه ویکټه ترلاسه کړله.
د وردګ ټایګرز ټولو مینوالو او لوبغاړو ته مبارکی وایم او په د هیله چې پاتې لوبې هم په ښه ډول ترسره کړي.

10/08/2025

وردګ ټایګرز د برکت الله رحیمي تر لوبډلمشرۍ لاندې د انټرکلب سیالیو لپاره خپله د کرکټ لوبډله اعلان کړله چې د مجربو او بااستعداده لوبغاړو له جملې څخه سکواډ جوړ شوی دی.
ټولو لوبغاړو ته د ښو لوبو هیله کوو، د لاسته راوړنو او پرمختګ په هیله مو.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address

Kabul