Bilal Ahmadzai بلال احمدزی

Bilal Ahmadzai بلال احمدزی

Share

کابل کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی

24/03/2026

دقيق اته کاله وړاندې، همدا نن ۲۰۱۸ د مارچ ۲۴، د پاکستان نيابتي جنګياليو د کابل چمن حضوري کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ د راټولو شويو ځوانانو پر کېږدۍ بمي چاؤدنه وکړه، چې پکې زاهد ځدراڼ شهيد او څو تنه نور ټپيان شول.

د شهيد زاهد ځدراڼ د وينو رنګ نن د لوی افغانستان لپاره راپورته شوې داعیه په قوت ژوندۍ ساتلې او دا مهال هر ګوټ ته رسېدلې ده.

انا لله وانا اليه راجعون

روح دې ښاد او ياد دې تلپاتې وي!
🖤🥀🥺

01/03/2026

د ایران سپاه پاسدران ته نږدې رسنۍ تسنیم راپور ورکړی، چې ايراني پوځ د يکشنبې په سهار وختي په قطر، کویټ، عمان، بحرین او دوبۍ کې د امريکا اډې بمبار کړې دي. ورته مهال سي‌اېن‌اېن خبر ورکړی، چې په دوبۍ کې د يوې بې‌پيلوټه الوتکې (ډرون) د پاتې شونو د لګېدو له امله دوه تنه ټپيان شوي دي.

01/03/2026
Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address

Kabul
75000