Cricafghan کرېک افغان

Cricafghan کرېک افغان

Share

دلته په دې صفحه باندې تاسو د کرکټ هر اړخيز معلومات، ښکل?

دلته په دې صفحه باندې تاسو د کرکټ هر اړخيز معلومات، ښکلي عکسونه، د کرکټ تازه ويډيوګانې او داسې نور د کرکټ په اړه کتلی شی.

02/08/2025

مبارک!
افغانستان کې لمر تلویزون د راتلونکي اسیا کپ؛ د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د درې اړخیزو سیالیو د نشر حقوق ترلاسه کړل.

#لمر #تلویزیون

25/07/2025

تر محمد نبي وروسته ګبز هم خپل بېټ خالد تاڼيوال ته ډالۍ کړ!

آفرين ګربزه!
#شپږيزه

Photos from ‎Cricafghan کرېک افغان‎'s post 22/07/2025

رحمان الله ګربز، محمد نبی او ابراهیم ځدران هم کابل ته ورسیدل.

22/07/2025

د حشمت شاهدي ظلم!

آيا پوهېږٸ چې رحمن الله ځدراڼ ولې له سپين غر لوبډلې څخه بست ته انتقال کړاى شو؟

ځکه د سپين په لوبډلې کې تر رحمن الله ځدراڼ بل غوره بټر د اوسني عصر مطابق نه و او سپين غر مجبور و چې نوموړي ته زيات چانس ورکړي، دا چې نوموړٸ يو فوق العاده لوبغاړى دى نو معلومه وه چې ښه پرفارمنس به کوي او چې ښه پرفارمنس وکړي نو مينوال به يې په ملي لوبډله کې د لوبيدلو غوښتنه کوي خو دلته نوموړي ته پلان جوړ شو.

نوموړى په دې بهانه له سپين غر څخه بست لوبډلې ته بدل شو چې سپين لوبډله د بټنګ له غېر توازن سره مخ ده نو يې پرځاى دروېش رسولي سپين غر ته بدل شو او رحمن الله بست بدل شو او د بست لوبډلې کپتان جابر حشمت دى.

هغه رحمن الله ځدراڼ چې په لومړۍ لوبه کې يې ورته چټکې ٦٤ منډې په ٤ مقام جوړې کړې وې په پاتې دوه لوبو کې حشمت لخوا په يوه کې ٧ مقام ته وغورځول شو او دا دى نن يې ترې ننګيال هم رامخکې کړو خو نوموړي ته يې بټنګ ورنکړ 😪

يواځې او يواځې د دې له امله چې نوموړٸ هم يو مډل ارډر ته جوړ بهترين لوبغاړى دى او که پرفارمنس وکړي نو خلک به د ملي لوبډلې لپاره د غوره کولو هيله وکړي.

حشمت د خپل ځاى د ساتلو لپاره د ځوان نسل پښې وهي. دى پوهېده چې که دروېش رسولي راسره وي نو نه يې ډراپ کولى شم او نه يې لوور ارډر ته ښکته کولى شم نو راشه د دروېش پرځاى د رحمن الله ځدراڼ مخه ډب کړه

08/07/2025

د سیرلنکا او بنګلدیش ترمنځ روانه لوبه کې امپایرانو په لاسونو تورې پټۍ وتړلې، چې دا کار د افغان امپایر بسم الله جان شینواري د مړینې له امله د غم او درناوي څرګندونه وه. شینواری تیره شپه له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې، او کرکټ نړۍ یې له یوه باوقاره شخصیت بې برخې شوه. د ده یاد به تل له درناوي سره ژوندی وي.

Munsif Shinwari

20/06/2025

نوين ❤Naveen

15/05/2025

😜😜😜
ډايلاک چېک کړٸ 😂😂

09/05/2025

تازه خبر

هند کرکټ بورډ او حکومت د روان کال هند غوره ليګ لوبو د پاى ته رسولو په اړه په فکر کې دي.

24/03/2025

د کرکټ بورډ ویاند نسیم سادات:

د افغانستان د کورني کرکټ د سترو سیالیو APL په اړه خبرې نهایي شوي او ژ ر به مینه والو ته ښه زېری ولرو.
وایي دې روان کال کې له پاکستان، بنګلدېش، زمبابوی او متحده عربي متحده اماراتو سره سیالۍ لري، سادات د دې لوبو کره تاریخونه ذکر نکړل. وایي لوبډله به اسیا جام کې هم ګډون کوي او ټولې داخلي لوبې او لوی ایوینټونه به هم تر سره کوو.

24/03/2025

زما ګرانو RCB والو! 😜

فيلنګز مو څنګه دي 😜😜😜

12/03/2025

ویاړ

ملي ستوری نور احمد د انګلستان په سل بالیز لیګ کې په تر ټولو لوړ قیمت ۲ سوه زره انګلستاني پونډه مانچستر اوریجنل لوبډلې له ځان سره وساتو.

12/03/2025

Ireland Cancelled Series due to Financial Issues ❌

زمونږ کرکټ بورډ بايد دغه لوبې په هر صورت سره ترسره کړي ولو که خرچه په دوى راځي هم، دوى څو څو وارې مخکې هم د همدې آٸرلينډ خرچه په خپل سر اخيستې خو که دغه لوبې ونشي نو ګويا زمونږ کرکټ د ګړنګ غاړې ته رسېدلى بوله....

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address

Kabul