18/03/2024
افغانستان د ایرلینډ پر وړاندې د درې شل اوریزو کرېکټ سیالیو د لوبلړۍ د درېیمې او وروستۍ لوبې پچه وګټله او په خپله یې لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د افغانستان او نړۍ تازه سپورټي معلوماتو ځان خبر کړی
له (ملی سپورټ) فيسبوک پاڼې سره اوسئ
18/03/2024
افغانستان د ایرلینډ پر وړاندې د درې شل اوریزو کرېکټ سیالیو د لوبلړۍ د درېیمې او وروستۍ لوبې پچه وګټله او په خپله یې لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه.
17/03/2024
بریا مو مبارک شه هېوادوالو!
افغان لوبډلې ایرلینډ ته په ۱۰ منډو ماته ورکړه
د افغانستان او ایرلینډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ په دویمه لوبه کې افغان کرېکټ ملي لوبډلې ایرلینډ ته د ۱۰ منډو په توپیر ماته ورکړه او یاده لوبلړۍ یې ۱ ـ ۱ مساوي کړه.
د دې لوبلړۍ وروستۍ لوبه به سبا دوشنبه د مارچ په ۱۸مه نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شي، چې د مليسپورټ ټلویزیون څخه به په ژوندۍ او قانوني بڼه خپره شي.
17/03/2024
د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د درې شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ د دویمې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او په خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
ستاسو په نظر ایرلینډ لوبډلې ته به څو منډې هدف ورکړي؟
17/03/2024
له کوم ځایه ورته په تمه یئ؟
#افغانستان د ایرلینډ پر وړاندې؛
نن ماخوستن ۰۸:۰۰ بجې په ژوندۍ او قانوني بڼه له #مليسپورټ څخه مه هیروئ!
15/03/2024
ایرلینډ لوبډلې افغانستان ته ۱۵۰ منډې هدف وټاکه
د افغانستان او ایرلینډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې ایرلینډ لوبډلې افغانستان ته د ۱۵۰ منډو هدف ورکړ.
15/03/2024
لومړي پاورپلي پايته ورسېدل
آيرلينډ په لومړي ۶ اورونو کي د ۱ ويکټي په زيان سره ۴۸ منډي جوړی کړي
15/03/2024
د هغو يوولس کسيزه لوبډلي نوملړ چي نن د ايرلينډ سره لوبه کي لوبيږي
15/03/2024
لومړی توپ اچونه کوو!
افغان لوبډلمشر راشد خان د ایرلنډ پر وړاندې د لومړۍ شل اوریزې نړیوالې لوبې پچه وګټله او لومړی یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
15/03/2024
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د ایرلینډ پر وړاندې د درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ نن لومړي شل اوریزه لوبه ترسره کيږي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړۍ شل اوریزه سیالۍ به نن ماخوستن ۰۸:۰۰ بجې پیل شي، چې له مليسپورټ ټلویزیون څخه به په ژوندۍ او قانوني بڼه خپره شي.
14/03/2024
انځورونه: افغان لوبغاړو تېر ماخوستن د ایرلنډ پر وړاندې د لومړۍ شل اوریزې لوبې په موخه تمرینات ترسره کړل.
افغان لوبډله به نن د افغانستان پر مهال د ماخوستن ۸:۳۰ بجې د ایرلنډ لوبډلې پر وړاندې د روانې لوبلړۍ خپله لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه ترسره کړې
12/03/2024
افغان اتلانو په د یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې ایرلنډ ته ۲-۰ ماتې ورکړه
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د خورا غوره او هر اړخیزې لوبې په پایله کې سیالې ایرلنډ لوبډلې ته په دریمه یو ورځنۍ لوبه کې د ۱۱۷ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه او د درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ یې ۲-۰ په خپله بریا پای ته ورسوله.
12/03/2024
افغان لوبډلې ایرلینډ ته ۲۳۷ منډې هدف وټاکه
د افغانستان او ایرلینډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو کرېکټ سیالیو د لوبلړۍ په درېیمه او وروستۍ لوبه کې افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ایرلینډ ته ۲۳۷ منډې هدف ورکړ.