AFG sports 78

AFG sports 78

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from AFG sports 78, Sports Team, Iran, Kabul.

03/07/2024

دکرکت له ډکره 18 مهیم او وروستي #خبرونه 😘

هينډریک کلاسن:
راشدخان بیخې يو غوره سپينر بالر ده زه له ټولو سپينرانو سره مخ شوې یم او لوبولې مې دې خو راشد خان لوبول ډیر سخت او خطرناکه دي د هغه دغه یو ځانګړنه ښه ده سې لاين او لین ته بالينګ کوې او ګوګلې یې هر بیټسمين ته خطر پيښولې شې

پاکستانی لوبغاړی محمد رضوان:
افعان لوبغاړو ته چې د خپل قام تاریخي شیان وریاد کړې او ننګ ورته ودروې، هغوی نور هم خطرناک شي.
وایي، د نړیوال جام ټولو لوبغاړو دا باور درلود چې افعان لوبډله فاینل ته هم تللی شي.

ډي جي براوو.
د بالنګ کوچ "ډي جی براوو"اى سي سي سره په مرکه کې وایي؛نوین غوښتل چې استرالیا په وړاندې لومړی اوور وکړي. موږ هم ورسره ومنله او هغه و چې بریالی شو. د لس ١٠ اورونو وروسته زه ګراونډ ته راغلم او راشد ته مې وویل چې" میکسویل ډیر ښه لوبېږي. اوس داسې وکړه چې بالنګ کې بدلون راوله او ګلبدین ته بال ورکړه". دې پلان هم کار وکړ او موږ بریالي شو. د ټورنمینټ پیل کې مې لوبغاړو ته ویلي وو چې پدې فکر مکوﺉ چې کوم ټیم ښه دی. تاسې خپله لوبه او کرکټ کوﺉ

وېرات کوهلي:
په کرکټ کې تاسې اړ یاست، چې لوبې ته ذهني اماده اوسئ او په سختو حالاتو کې د تاثیر سم مدیریت وکولای شئ.
د کرکت د تاثیر کمول په سړو مغزو ترسره کېږي.
وېراټ کوهلي نږدې 120 مېليونه امريکایي ډالر خالصه شتمني لري. د هندي کرکټ بورډ څخه يې کلنی معاش يوازې 850,000 امریکایی ډالر دی.

راشد خان وايي:
موږ په توپ وهنه کې ستونزه لرو کوښښ کوو چې دغه ستونزه حل او په راتلونکو سیالیو کې لا ښه وځلیږو.

امریکا پریمیر لیګ.
د روان کال د سرطان میاشتي په ۱۴ نیټه باندې پیلږی
راشد خان د نیویارک ، نوین الحق او نور احمد د ټیکزاس ،
وقار سلام خیل لاس آنجلس لوبډلی سره لوبیږی ،

ویرات کوهلي.
کوهلي لومړني لوبغاړي شو چي دنولس کلنو ځوانانو نړیوال جام دیوورځینو لوبو نړیوال جام چمپینز ټرافي او دشل اوریزو لوبو نړیوال جام ګټونکي لوبډله لوبډله کي پاتي شو.

ډیویډ میلر.
هم له شل اوریز کرکټ څخه استعفاء وکړه.
‏د جنوبي افریقا توپ وهونکي ۳۵ کلن ډیویډ میلر له نړیوال شل اوریز کرکټ څخه د تقاعد اعلان وکړ.
هغه د خپل هېواد لپاره ۱۲۵ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ۲۴۳۷ منډې کړي او د کرکټ په نړۍ کې ځانګړي مينوال لري.
یاده دې وي چې له نړیوال شل اوریز جام وروسته ډیری پیاوړو لوبغاړو له یادو سیالیو استعغاء وکړه.

د محمد نبي په کپتانۍ کې ډمبولا سیکسرز لوبډلې لومړۍ ماتې وخوړه. د سریلانکا لانکا لیګ کې د محمد نبي په لوبډلمشرۍ کې ډمبولا سیکسرز لوبډلې د شپږو ویکټو په توپیر ماتې وخوړه. کنډي فالکنز لوبډلې د ډمبولا د ۱۸۰ منډو هدف یې د څلورو لوبغاړو په زیان تر لاسه کړ او بریا یې خپله کړه. په دغه لوبه کې محمد نبي یوازې ۱ اوور ترسره کړ چې ۱۲ منډې یې ورکړې.

شفیق الله شفق وايي:
د افغان لوبډلې د مېډل آرډر د توپ وهني ستونزه حل کولای شم که بندیز مې پاینه ورسیږي.

میرویس اشرف:
د چمپین ټرافۍ لوبو مخکې به افغانستان له اسیا بهر یوه قوي هېواد سره د لوبو سیریز ولري، نوم به یې وروسته واخیستل شي.

د 2026نړیوال شل اوریز جام لي لوبیدونکي دولس لوبډلي
مشخصي شوي.
افغانستان، هند، پاکستان، بنګله‌دېش، سريلانکا، استراليا، سويلي افريقا، نيوزيلينډ، ويسټ انډيز، امريکا، ايرلينډ او انګلینډ هغه لوبډلې دي چې ۲۰۲۶ شل جام کې لوبېدل يې مشخص شول او اته نورې لوبډلې به د غوراوي پړاوونو څخه د تېرېدو وروسته ياد جام کې ګډون کوي.

محمد امیر.
د پاکستان لوبډلې چټک بالر محمد امېر لومړنی بالر شو، چې په دوو نړیوالو شل اوریزو جامونو (2010-2024) کې یي شپږیزه نده خوړلي، یا کوم توپوهونکي شپږیزه نده پر وهلي.

پاکستان کرکټ بورډ پر دوو پاکستاني توپوهونکو صایم ایوب او اعظم خان باندي، د وېسټ انډېز په کرابېن یا (CPL) شل اوریزه کرکټ لېګ کې، پر لوبېدو بندېز ولګوي.

د ٢٠٢٥ کال اسیا کپ به د بنګله دېش په کوربتوب اکتوبر میاشت کې ترسره شي. د هند، پاکستان، سریلانکا، بنګلدېش، عمان، افغانستان، عربي اماراتو او نیپال لوبډلې به په دې اسيا کپ کې ګډون وکړي.

محمد رضوان.
دا ځل به د کاناډا هېواد په (ګلوبل) شل اوریزه کرکټ لېګ کې، د پاکستاني اوفنر توپوهونکي محمد رضوان تر لوبډلمشرۍ لاندي، دري پاکستاني لوبغاړي بابر اعظم، اصف علي او محمد امېر لوبیږي.

انګلېنډ لوبډلې د دوو ټېسټ لوبو د سریز لپاره، د وېسټ انډېز لوبډلې خلاف، د بېن سټوکس په لوبډلمشرۍ کې خپله لوبډله اعلان کړه.
یادونه: د انګلېنډ لوبډلې چټک بالر جېمز انډرسن به د وېسټ انډېز لوبډلې خلاف، د اولې ټېسټ لوبې څخه وروسته، د ټېسټ کرکټ څخه استعفاء وړاندي کړي.

نوټ
صفحه کي مي لږ مشکل ده
که معلومات تر تاسو رسیدلي وي فقط یو لایک یا کمنټ
وکړﺉ.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Culinary Team

Attire

Website

Address


Iran
Kabul