Hi everyone! 🌟 You can support me by sending Stars – they help me earn money to keep making content that you love.
Whenever you see the Stars icon, you can send me Stars.
Afghan Cricket Score
Welcome to Afghan Cricket Score. All kind of news about cricket international and domestic cricket
Manager: Mustafa Khan Sincere All kind of news about cricket
15/05/2023
افغان کرکټ بورډ د سریلانکا پر وړاندې راتلونکو سیالیو ته لوبډله اعلان کړه
د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د راتلونکې جون میاشتې پر ۲مه، ۴مه او ۷مه نېته د سریلانکا په همبانټوټا نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
سکواډ څنګه دى؟
د کريم جنت له توپ وهنې خوند واخلؽ
19/11/2022
ښه خبر
افغان کرکټ بورډ له سوپرکولا شرکت سره اوږدمهاله قرارداد لاسلیک کړ
12/11/2022
افغان لوبغاړي سریلنکا ته له سفر وړاندې متحده عربي امارتو ته ځي.
د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي د سریلنکا پر وړاندې له سیالیو وړاندې د تمریناتي کمپ او چمتووالي په موخه د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته ځي چې د تمریناتي کمپ له پای ته رسېدو وروسته به د سریلنکا په لوري وخوځيږي.
تاسې د سریلنکا پر وړاندې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له لاندې ۲۴ لوبغاړو څخه په ۱۵ کسیز سکواډ کې کوم لوبغاړي لیدل غواړئ؟
Afghanistan Cricket Board
04/11/2022
تازه!
محمد نبي عسی خیل د افغانستان ملي لوبډلې له لوبډلمشري څخه استفعا وکړه.
نبي دغه پریکړه له اسټرالیا تر لوبې ورسته په خپل فسبوک پاڼه اعلان کړه.
26/10/2022
افغان اتلان رښتیا هم چې د ټول ولس د غوره استازولۍ الګو او بېلګه دي، دوی د هېوادوپالنې او د افغانستان د ښکلي انځور وړاندې کولو رښتیني استازي دي. هو، دوی د نوي نسل لپاره د مینې او ښکلاو تعریفونه دي.
ځکه چې دوی اتلان دي، هو افغان اتلان...!!!
-----
26/10/2022
تازه
د افغان کرکټ ملي لوبډلې د چپ لاسي پیلیز توپوهونکي حضرت الله ځاځی پر څنګ پښتیو د تمریناتو پر مهال فشار راغلی او درد یې موندلی دی چې د ملي لوبډلې د فیزیو او ډاکټر په وینا، نوموړی باید په نننۍ لوبه کې ونه لوبیږي. د افغان کرکټ ملي لوبډلې د ډاکټر په وینا، د ځاځي د پښتۍ درد د اندېښنې وړ او جدي نه دی چې له درملنې وروسته به ډېر ژر د لوبډلې برخه وګرځي
17/10/2022
افغان کرېکټ ملي لوبډله له ۲۰ اوریز نړیوال جام وروسته سریلانکا ته د دریو یو ورځنیو سیالیو په موخه سفر کوي. دغه سیالۍ چې د کرېکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ برخه دي د سرلانکا په کنډي کې د نومبر میاشتې پر ۲۵مه، ۲۷مه او ۳۰مه ترسره کیږي.
17/10/2022
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته څو اړیني سپارښتنې!
زه په آسټرالیا کې د روان شل آوریز نړیوال جام ټولې لوبې ډېر په دقت سره ګورم. د لوبو په کتلو سره مې ځینو مهمو ټکو ته پام شوی او له ځان سره مې لیکلي دي. غواړم یاد ټکي د سپارښتنو په ډول په لنډو ټکو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له لوبډلمشر، کوچ او لوبغاړو سره شریک کړم.
۱. د آسټرالیا پیچونه تر ډېره له بالرانو سره مرسته کوي او بالران د توپ اچونې په وخت کې ایکسټرا باونس کولای شي چې دا د پیچونو لخوا له بالرانو سره لویه مرسته ده او برعکس توپ وهونکي له ګواښ سره مخ کوي.
۲. په آسټرالیا کې بونډرۍ ډېرې اوږدې دي، زمونږ توپوهونکو ته پکار ده چې په هر بال د شپږیزي وهلو کوښښ ونکړي برعکس پر څلوریزو او د شاټ وهلو په ټایمینګ او ډاټ بالونو څخه پر مخنیوي باندې دې تمرکز او کار وکړي.
۳. مونږ ولیدل چې نمیبیا په لوی توپیر سریلنکا ته ماتې ورکړه او سکاټلنډ بیا ویسټ انډیز ته ستره ماتې ورکړه، نو د افغان لوبغاړو روحیه باید پیاوړې وساتل شي او هدف یې باید د نړیوال جام پایلوبې ته رسېدل اوسي، تر هغو پورې باید د هیڅ ډول ستړیا احساس ونکړي، زمونږ لوبغاړي کولای شي هرې لوبډلې ته ماتې ورکړي.
۴. ددې لپاره چې مونږ ژر ژر ویکټې له لاسه ورنکړو او دواړو خواو ته توپ وهونکي مو د لویو شاټونو وهلو په حرص کې ویکټې له لاسه ورنکړي، چې د ویکټې له لاسه ورکول د ولاړ لوبغاړي روحیه هم کمزوري کوي، نو پکار ده چې یو د لویو شاټونو وهونکی توپوهونکی (بېټسمن / بېټر) او ورسره یو آرامه او ټایمینګ سره د شاټ وهلو توپوهونکی (بېټسمین / بېټر) د پیلیز یا اوپنینګ لوبغاړو په حیث د افغانستان لپاره توپوهنه پیل کړي. پدې کار سره به زمونږ لوبغاړي وکولای شي چې په پاور پلې کې ښې منډې تر لاسه کړي او هم مو ویکټې وساتي، یعنې یو توپوهونکی با چټکې منډې او ورسره توپوهونکی به څلوریزي، یوه او دوه منډې کوي چې په دې کار سره به د لویو شاټونو وهونکی لوبغاړی ډاډ تر لاسه کوي او پیاوړې لوبې ته به ادامه ورکوي.
۵. دا چې زمونږ لوبغاړي خپل نېچرل ټېلنټ او استعداد لري، هغه لوبغاړي چې د لویو شاټونو وړتیا لري، په هغوی سټاپونه مکوئ، په دې ډول سره هم بالونه ضایع او میس کوي او هم وروسته بغیر له کافي منډو تر سره کولو خپله وېکټ له لاسه ورکوي چې په ټوله کې تاوان یې لوبډلې ته رسیږي او لوبډله د مقابل لوري پر وړاندې تر فشار لاندې راولي.
۶. په توپوهنه کې د هر لوبغاړي د توپوهنې ځای، نمبر او مسؤلیت باید مشخص اوسي او په هره لوبه کې ورته جلا پلان ورکړل شي. د باولینګ په برخه کې د هر باولر (توپ اچوونکي) د آورونو وخت معلوم اوسي چې په کوم وخت کې چاته آور ورکړل شي، په پاور پلې کې کوم ورو او تېز باولران ولوبول شي او په وروستي څلورو آورونو کې زمونږ کوم باولران ښه او پیاوړي ثابتېدلی شي او یا مخکې ثابت شوي دي.
۷. د اوس لپاره آخري سپارښتنه دا چې زمونږ د توپ نیونې (فیلډبنګ) په برخه کې باید د ټولو لوبغاړو لخوا ځانګړی کوښښ وشي او هر لوبغاړی باید په دې برخه کې ډېر زیار وباسي، ځکه همدا کېچونه دي چې مېچونه ګټي او ښه فیلډینګ دی چې له باولرانو سره مرسته کوي او د مقابلې لوبډلې د منډو جوړولو څخه مخنیوی کولای شي.
له سپارښتنو ور ها خوا یوه بله خبره د پچې (ټاس) ګټل او بایلل دي، که څه هم دا د قسمت خبره ده، خو په ځینو پیچونو باندې دوهمه توپوهنه او هدف ته رسېدل ډېر سخت ثابت شوي دي چې ښه مثالونه یې د سریلنکا او ویسټ انډیز لوبو بایلل دي، نو ددې لپاره ځانګړی پلان درلودل ډېر اړین بولم.
هیله لرم چې لوبډلمشر محمد نبي او کوچ رئیس احمدزی صاحب به زمونږ سپارښتنې په پام کې ونیسي او په خپله طریقه به د لوبډلې په غوره لوبولو کې ترې ګټه واخلي.
نوټ: د یادولو وړ یې بولم چې ټول لوبغاړي تر مونږ په کرکټ ښه پوهیږي، خو کله کله په داسې لویو ټورنمنټونو بیا په ځانګړي ډول نړیوال جام کې لوبغاړي د احساساتو او فشار له کبله ځینو ټکو ته نه متوجې کیږي، په دغسې حالت کې مونږ د لیدونکو او د دوی د ملاتړو په حیث ښې مشورې ورکولای شو.
درنښت
حمدالله همدرد
Raees Ahmadzai Mohammad Nabi Eisakhil Rashid Khan Rahmat Shah Najibullah Zadran Afghanistan Cricket Board Mirwais Ashraf
| ✌️🇦🇫🙏🏻🌎
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Contact the business
Telephone
Website
Address
101401