وطن Watan

وطن Watan

Share

جالبې پېښې او خوندور معلومات

15/11/2025

1. کابل باران
2. بدخشان باران
3. تخار باران
4. کندوز باران
5. بلخ باران
6. سمنگان باران
7. پنجشیر باران او واوره
8. پروان باران
9. کاپیسا باران
10. میدان‌ وردګ باران
11. نورستان باران او واوره
12. کونړ باران
13. لغمان باران
14. ننگرهار باران
15. لوگر باران
16. پکتیا باران
17. خوست باران
18. پکتیکا باران
19. غزنی واوره او باران

#یادونه: په ځینو ولایتونو کې باران ترڅنګ د واوري اټکل هم شوی.

: دا اورښتونه سراسري او دوامداره دي، ممکن د پورته ولايتونو په ځينو سيمو او ولسواليو کې واورېږي.

والله اعلم

13/11/2025

د ډهلې بمې برید او پاکستان ته یې پایلې

تېره شپه، په ۶:۵۲ بجو، د هند په پلازمېنې دهلي کې د سره چاوڼۍ سره نژدې بمي چاودنه وشوه. په همدې ورځ د دهلي پولیسو په فرید آباد سیمه کې ۳۶۰ کیلوګرامه امونیم نایټریټ او ۲۵۰۰ کیلوګرامه نور هغه کیمیاوي مواد ونیول چې عموماً په بمونو کې کارول کېږي. هند وایي چې دا د یوې لویې چاودنې لپاره پلان شوی مواد وو او پولیسو یې خنثی کړل.

د نیول شويو موادو په تړاو یو ډاکټر هم ونیول شو؛ وایي چې هغه د کشمیر اوسېدونکی دی او د «انصار الغزوات» د هند څانګې غړی دی چې ویل کېږي له اسلام‌اباده ملاتړ ترې کېږي. هندی چارواکي او د دهلي د چاودنې د تحقیقاتو ټیمونه اوس د دواړو پېښو ترمنځ د احتمالي تړاو د معلومولو په لټه کې دي. ځینو هندي رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړي چې تور یې پر پاکستان پورې تړلی بولي.

د هند دولتي ادارې، ملي تحقیقاتي ټیم، دهلي پولیس، فورنزیک لابراتوار، نیشنل ګارډ او استخباراتي اداره (RAW) ټول په ګډه د پېښې څېړنه کوي. د CCTV کامرې، د چاودنې ډول، مخابراتي تماسونه، فنګرپرینټونه او نور شواهد تر پلټنې لاندې دي. تر اوسه هند حکومت رسمي بیان نه دي خپور کړې.

که ثابته شي چې اسلام‌اباد په دې چاودنه کې لاس لري، نو دا به د پاکستان لپاره په داسې وخت کې ډېرې ژورې پایلې ولري چې هغه د اقتصادي، سیاسي او امنیتي ستونزو سره مخ دی.

هند ممکن سمدستي له پاکستان سره ديپلوماتیکې اړیکې قطع کړي، خپل سفیر به بیرته وغواړي او د پاکستان سفیر به وشړي؛ وېزې او سفرونه به محدود کړي، ځمکني او هوایي لارې به وتړي، سوداګریزې اړیکې به بندې کړي او په نړیوالو فورمونو لکه UN او G20 کې به د پاکستان د کړنو غندنه وغواړي.
پر پاکستان ممکن اقتصادي او نظامي بندیزونه ولګېږي او په نړیواله سطحه به د تروریزم سپانسر هیواد په نوم وپیژندل شي.

همدارنګه، هند ممکن په اسلام‌اباد کې ځوابي قدمونه واخلي یا ځواکونو ته د سرحد په لور خوځښت ورکړي چې دا ګامونه ښايي دواړه هېوادونه د جګړې په لور سوق کړي. دا وضعیت به د پاکستان په کور دننه هم سياسي کړکیچونه راپورته کړي، او پر پوځ او استخباراتو به سیاستوالان انتقادونه زیات کړي چې په پایله کې به د پاکستان عامو خلکو ته اقتصادي زیان نور هم زیات شي.

په اوسني حالت کې، پاکستان له خپلو ګاونډیو سره ښې اړیکې نه لري: له روسیې سره د ټکنالوژۍ د غلا په تور ستونزې پیدا شوې، له چین سره یې اختلافات شته، له افغانستان سره یې د جګړې ګواښونه رامنځته کړي او داخلي امنیت یې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د خرابېدو په حال کې دی. د دغو ټولو حالاتو په نظر کې نیولو سره، امکان شته چې پاکستان دننه له یو ډول بې‌ثباتۍ او تجزیې سره مخ شي.

افغانستان ته پکار ده چې د رامنځته شويو فرصتونو څخه د خپلو ملي ګټو پر بنسټ ګټه واخلي او د موقع څخه په استفاده د لوې افغانستان د جوړیدو لپاره ګامونه واخلي. که افغانستان دا فرصت د لاسه ورکړ نو بیا په سلو کلو کې هم بل داسې فرصت نشي ترلاسه کولاې.

سادات

14/01/2025
26/06/2024

Full highlights of Afghanistan🇦🇫 and Bangladesh🇧🇩 cricket 🏏match in T20 world 🌎 cup 🏆 June 23 2024









23/06/2024

Follow me for more beautiful videos 📸

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Address

Kabul
Kabul
2501