Cric-IS

Cric-IS

Share

Let's Talk Cricket! 🏏
---
Cric-IS – د کرکټ مینه‌والو نړۍ! 🏏
تازه خبرونه، تحلیلونه او خوندور پوسټونه هره ورځ! 🔥✅
کرکټ زموږ شوق دی، دلته یې شریکوو! ❤️

18/12/2025

Unplayable Yorkers | The Best Yorker of the 2019 CWC!

The Art of the Perfect Yorker 🏏🔥

21/09/2025

په نړيوالو شل اوریزو لوبو کې د لومړي اور په لومړي توپ ویکټ اخیستونکو بالرانو په لیست کې کینګ راشدخان لومړی مقام لري د کرکیټ تازه معلوماتو لپاره ایډی درسر فالو کړی👈

Photos from Cric-IS's post 26/08/2025

انځورونه: افغان اتلانو د پاکستان او متحده عربي اماراتو پر وړاندې د درې اړخیزې لوبلړۍ او راتلونکو اسیا جام سیالیو لپاره د بشپړ چمتووالي په موخه تېر ماښام دویمه خپلمنځي تمریناتي لوبه هم ترسره کړه.

د یادونې وړ ده چې د افغان اتلان به د راتلونکې جمعې په ورځ د درې اړخیزې لوبلړۍ په ترڅ کې د خپلې لومړۍ لوبې په موخه د پاکستان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

ویاړلی ملت، بریالۍ لوبډله
-----
Getting into the Groove! ⚡

AfghanAtalan continue to put in hard yards as they prepare for the UAE Tri-Nation Series featuring the hosts UAE and Pakistan. 👏📸

will lock horns against Pakistan in the opening game of the event this Friday in Sharjah. 👍

|

26/08/2025

د افغانستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان ترمنځ د کرکټ درې اړخیزه لوبلړۍ!
درې ورځې وروسته له لمر تلویزیون، اراکوزیا او ارمان راډیوګانو څخه په ژوندۍ او قانوني بڼه لیدلای او اورېدلای شئ.
#لمر

26/08/2025

خبرتیا:

افغانستان کرکټ بورډ په پلان کې لري چې د روانې سپټمبر میاشتې له ۱۴مې تر ۱۷مې نېټې پورې د لومړۍ درجې روزنیز کورس (Level I Coaching Course) ترسره کړي. پر همدې بنسټ ټول هغه کسان چې په یاد کورس کې د ګډون لېوالتیا لري او په لاندې شرایطو برابر وي؛ کولی شي خپل غوښتنلیکونه یا سي وي (CV) د سپټمبر میاشتې تر ۱۰مې نېټې پورې د لاندې برېښنالیک له لارې د افغانستان کرکټ بورډ اړوند څانګې ته راولېږي.

په دغه کورس کې د ګډون شرایط:

۱: باید کم تر کمه یې د فرسټ کلاس کرکټ لوبه کړې وي.
۲: لیک او لوست وکولی شي.
۳: په اړوند ډګر کې د روزنې له دریو کلونو زیاته تجربه ولري.
۴: باید د روزنې په ابتدایي کورس (Elementary Coaching Course) یې ترسره کړی وي.

برېښنالیک: [email protected]
د اړیکې شمېره: ۰۰۹۳۷۱۱۰۰۲۳۲۹

26/08/2025

Rashid Khan needs just 4 wickets to become the leading wicket taker in T20I 😁

12/08/2025

رحمان الله ګربز د شاوخوا (دوه نیم لکه ډالرو) قرارداد د کاربین لیګ کې د دې لپاره ونکړ؛ چې د افغانستان لوبو
لپاره ښه چمتو شي

12/08/2025

دغو 5غوره الراونډرانو څخه به څوک د ۲۰۲۵اسیا ګپ غوره الراونډر وي.

23/07/2025

په نړېوال کرکټ کې دا نومونه نور نشته!
نن انډرې رسل هم د نړېوال کرکټ څخه استعغا اعلان کړه!
د لاندیني لوبغاړو په شتون کې وېسټنډېز دوه شل اوریز نړېوال جامونه وګټل!
ستاسو په یادو لوبغاړو کې کوم یو د خوښې لوبغاړی ؤ؟

23/07/2025

په نړیواله کچه د افغانستان د شپږیزې سیالیو یوې وروستۍ لوبه کې د پلار او زوی لوبې ته د رسنیو پام اوښتی.

افغان ستوری محمد نبي تېره ورځ له خپل زوی سره د لوبې پر ډګر مخامخ شو، خو حیرانتیا هله وه چې زوی یې پرې شپږیزه ووهله.

د هغو شېبو ځینې انځورونه دلته کتلی شئ.

Photos from Cric-IS's post 02/07/2025

د افغانستان غوره لیګ(APL) لس کلن قرارداد امضاء شو.

نن په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان غوره لیګ لس کلن قرارداد له ای ټي ډبلیو (ITW) نومي هندي شرکت سره لاسلیک شو،ویل کیږي ITW یو هندی شرکت دی چې د نړیوال کرکټ رسنیز بازار یو پېژندل شوی نوم دی لس کلنه سابقه لري او د ۷ نورو کرکټ بورډونو سره د رسنیز ډګر کې تړون لري. دا قرارداد افغان کرکټ د راتلونکي لپاره یو لوی ګام بلل کیږي.

هیره دې نه وي چې په ۲۰۱۸ کې د یو لړ مشکلاتو له امله APL بندیز شو،۷ کاله دا لیګ ترسره نشو چې د افغانستان کرکټ لوی مالي او تختیکي زیان پکې ولیدو کرکټ بورډ ویلي د تیر لیګ حقوقي مشکلاتو رفع کولو او نوي پانګه وال پیدا کولو لپاره تدارکاتي پروسې شاوخوا یو کال ونیو او لیګ بیرته راوګرځید.
په دې هیله چې له پخوانیو تیروتنو څخه زده کړه او ډډه وشي او په شفاف ډول ترسره شي.

کرکټ بورډ وایې را روانه اګست میاشت کې به د دې لیګ پرانیست غونډه وي چې د لیګ وینیو یا ترسره کیدو ځای ،لوبډلو مالکان او شمیر ورسره نیټه به هم په ډاګه شي.ډیر امکان دا دی چې متحده عربي امارات یا عمان کې به دا لیګ ترسره کیږي.

د دې تړون له لارې زموږ لوبغاړو خصوصاً د کورني کرکټ لوبغاړو ته به میلیوني عواید برابر شي او تخنیکي وده او نړیوال شهرت ورپه برخه شي،ورسره دا لیګ به د افغانستان د نوم په نړیواله کچه پیاوړې نمایندګي وکړي.

دا یوازې د کرکټ پرمختګ نه، بلکې د افغانستان د ځوان نسل د امید بېرته راژوندی کول دي.

ټولو ته دې مبارک وي

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Address

Kabul
1001