Fazalhaq Tariq

Fazalhaq Tariq Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Fazalhaq Tariq, Sports, Kabul.

🌍Fazalhaq Tariq (فضل الحق طارق)🌍
✨Inspiring | Travelling | Speaking | Creating✨
🎙️ Public & Motivational Speaker
💼 Entrepreneur & Life Explorer
🌄 Travel & Tourism Promoter
📸 Nature & Landscape Photography
💡 Sharing Positivity & Growth Stories

31/10/2026

وقت گران‌بهاترین سرمایۀ زندگی است؛ زیرا پول از دست‌رفته را می‌توان دوباره به دست آورد، اما لحظۀ ازدست‌رفته هرگز بازنمی‌گردد.
#زندگی #وقت #علم #مطالعه #جوانی #موفقیت

له هغو خلکو سره ملګرتیا وکړه چې ستا د علم له زیاتېدو خوشحالېږي، ستا د بریا ملاتړ کوي او د ناکامۍ پر مهال دې د بیا هڅې کو...
25/10/2026

له هغو خلکو سره ملګرتیا وکړه چې ستا د علم له زیاتېدو خوشحالېږي، ستا د بریا ملاتړ کوي او د ناکامۍ پر مهال دې د بیا هڅې کولو روحیه پیاوړې کوي.
#بریا #ژوند #هیله #پرمختګ #اخلاق #مینه #ورورولی #اخلاص
Fazalhaq Tariq

نن د ویاړ اکاډمۍ په یوه علمي، هڅوونکي او له انرژۍ ډک محفل کې د ګډون بلنه راکړل شوې وه، چې پکې د تکړه زده‌کوونکو ترمنځ د ...
23/10/2026

نن د ویاړ اکاډمۍ په یوه علمي، هڅوونکي او له انرژۍ ډک محفل کې د ګډون بلنه راکړل شوې وه، چې پکې د تکړه زده‌کوونکو ترمنځ د ویناوالۍ په زړه پورې سیالي ترسره شوه.
په دې ویاړمنه غونډه کې مو د فن بیان د اهمیت، د اغېزمنې اړیکې د اصولو او د ځوانانو په ژوند کې د ویناوالۍ د رول په اړه خبرې وکړې.
ویناوالۍ یوازې د سټېج پر سر درېدل نه دي؛ دا د فکر د تنظیم، د احساساتو د کنټرول، د حقایقو د وړاندې کولو او د خلکو د قانع کولو هنر دی.
د نن ورځې دا ډول علمي پروګرامونه ځوانانو ته فرصت ورکوي چې خپل استعدادونه وپېژني، پر خپلو وړتیاوو باور پیدا کړي او د راتلونکي لپاره چمتو شي.
د ویاړ اکاډمۍ له مسؤلینو، استادانو او ټولو هڅاندو زده‌کوونکو څخه مننه چې د علم، پوهاوي او پرمختګ لپاره یې دا ارزښتناک چاپېریال برابر کړی و.
باور لرم چې د نن ورځې دا هڅې به د سبا پوه، باوري او اغېزمن ویناوال وروزي؛ ځکه د روښانه راتلونکي بنسټ د علم او سالمې وینا په ځواک اېښودل کېږي.
#وینا #علم #مطالعه #ژوند #کامیابی
Fazalhaq Tariq

د آیت القرآن خصوصي ښوونځي قدرمن استادان د علم د خپرولو او د ځوان نسل د روزلو لپاره په مینه او ژمنتیا خدمت کوي. دوی هڅه ک...
14/10/2026

د آیت القرآن خصوصي ښوونځي قدرمن استادان د علم د خپرولو او د ځوان نسل د روزلو لپاره په مینه او ژمنتیا خدمت کوي. دوی هڅه کوي چې هر شاګرد د پوهې، اعتماد او بریا پر لور ګامونه واخلي.
د استاد رښتینی ویاړ هغه وخت دی چې شاګرد یې د علم او اخلاقو په رڼا کې د ټولنې خدمتګار شي.
الله تعالی دې زموږ استادانو ته د دوی د سپېڅلو هڅو په بدل کې عزت، خوښي او تلپاتې بریا ور په برخه کړي. 📚👍💯
#علم #ښوونځی #تعلیم #مهارت #پرمختګ
Fazalhaq Tariq

13/10/2026

جوانی؛ طلایی‌ترین فرصت زندگی 🌟 | ارزش جوان و جوانی را بدانیم!
#زندگی #علم #تعلیم #وقت #مطالعه #تحصیل #اخلاق
Fazalhaq Tariq

11/10/2026

د مور او پلار هغه دوه خبرې چې د اولاد شخصیت او راتلونکی زیانمنوي!
#ژوند #بریا #ماشومان #ﺗﺮﺑﯿﺖ #مینه #باور #مسولیت

Fazalhaq Tariq

ځوانه! ستا هڅه یوازې ستا لپاره نه، بلکې د ټول هېواد لپاره ارزښت لري!ګرانو ځوانانو!له ځانه وپوښتئ: زه څوک یم؟ زما د ژوند ...
09/10/2026

ځوانه! ستا هڅه یوازې ستا لپاره نه، بلکې د ټول هېواد لپاره ارزښت لري!

ګرانو ځوانانو!

له ځانه وپوښتئ: زه څوک یم؟ زما د ژوند موخه څه ده؟ زه د خپلې کورنۍ، ټولنې او هېواد لپاره څه کولای شم؟

دا پوښتنې د هر هغه ځوان لپاره مهمې دي چې غواړي په ژوند کې رښتینی بدلون راولي.

زموږ هېواد داسې ځوانانو ته اړتیا لري چې لوړې هیلې ولري، د زده‌کړې لپاره هڅه وکړي، مسلکي مهارتونه زده کړي، د ستونزو حل ولټوي او د خپل ولس د پرمختګ لپاره کار وکړي.

هېواد یوازې په شعارونو نه جوړېږي؛ هېواد په علم، کار، صداقت، عدالت، همکارۍ او مسؤلیت جوړېږي.

که ډاکټر یې، د خلکو د روغتیا لپاره خدمت وکړه.
که ښوونکی یې، د راتلونکو نسلونو ذهنونه روښانه کړه.
که انجنیر یې، د پرمختګ لپاره نوې لارې جوړې کړه.
که بزګر یې، د خپلې خاورې د آبادۍ لپاره هڅه وکړه.
که زده‌کوونکی یې، نن په علم او مهارت سمبال شه، څو سبا د خپل هېواد د خدمت وړتیا ولرې.

هر مسلک خپل ارزښت لري، خو شرط دا دی چې په صداقت، پوهه او مسؤلیت سره ترسره شي.

ګرانو ځوانانو!

خپل ټول وخت د نورو خلکو د ژوند په ننداره مه تېروئ. د نورو له بریاوو الهام واخلئ، خو د خپل ژوند د پرمختګ لپاره هم عملي ګامونه پورته کړئ.

د علم زده‌کړه، د مهارت ترلاسه کول، د کتاب لوستل، د ژبو زده‌کړه، د ټکنالوژۍ کارول او د نوښت فکر پیاوړی کول هغه لارې دي چې تاسو د خپلې کورنۍ او ټولنې لپاره ارزښتناک ګرځولای شي.

په یاد ولرئ، د کورنۍ ویاړ یوازې په خبرو نه ترلاسه کېږي؛ بلکې په ښه اخلاقو، رښتینولۍ، مسؤلیت منلو او پرله‌پسې هڅو ترلاسه کېږي.

ستاسو نننۍ هڅه د سبا ورځې د بریا بنسټ دی؛ ستاسو علم ستاسو ځواک دی او ستاسو خدمت ستاسو د شخصیت ښکلا ده.

راځئ، داسې نسل جوړ شو چې د خپل ځان لپاره عزت، د خپلې کورنۍ لپاره ویاړ، د خپلې ټولنې لپاره پرمختګ او د خپل ګران افغانستان لپاره روښانه راتلونکی رامنځته کړي!
#افغانستان #پرمختګ #آبادی #تلاش #اتحاد #اتفاق #صلح
Fazalhaq Tariq

نن مې له خپل ګران ملګري فرهاد عمري څخه یو ښکلی کتاب، «د شلو افغانیو مزدور»، ډالۍ ترلاسه کړ.کتاب هغه ډالۍ ده چې ارزښت یې ...
08/10/2026

نن مې له خپل ګران ملګري فرهاد عمري څخه یو ښکلی کتاب، «د شلو افغانیو مزدور»، ډالۍ ترلاسه کړ.
کتاب هغه ډالۍ ده چې ارزښت یې د وخت په تېرېدو نه کمېږي؛ بلکې هره پاڼه یې د انسان پوهه، فکر او تجربه زیاتوي.
کله چې یو انسان بل انسان ته کتاب ورکوي، په حقیقت کې ورته د علم یوه خزانه، د فکر یوه نړۍ او د پرمختګ یوه لار ورکوي.
مطالعه انسان له ناپوهۍ څخه پوهې ته، له محدود فکر څخه پراخ لید ته او له عادي ژوند څخه شعوري ژوند ته رسوي. د اسلام د لومړني وحی پیغام «اقرأ» ــ «ولوله» ــ هم د علم او لوستلو ستر مقام راښيي.
فرهاد جانه! ستا دا ډالۍ زما لپاره د یوه کتاب تر څنګ د درناوي، ملګرتیا او علم‌دوستۍ ښکلی پیغام هم دی.
مننه چې ماته دې داسې ډالۍ راکړه چې ارزښت یې یوازې په لاس کې نه، بلکې په ذهن او زړه کې پاتې کېږي.
#مطالعه #علم #کتابخوانی #پوهه #بریا #کامیابی #تحفه #کتاب #ژوند #پیشرفت
Fazalhaq Tariq

که نن دې ژوند له ستونزو ډک وي، دا معنا نه لري چې سبا به همداسې وي.هره تېروتنه یو درس، هره ماتې یوه تجربه، او هره ستونزه ...
07/10/2026

که نن دې ژوند له ستونزو ډک وي، دا معنا نه لري چې سبا به همداسې وي.
هره تېروتنه یو درس، هره ماتې یوه تجربه، او هره ستونزه د ودې یوه نوې دروازه ده.
اسلام موږ ته د صبر، توکل او هڅې لار راښيي؛ پر الله باور وکړه، خو خپل کوشش هېڅکله مه دروه.
له رواني پلوه، پر ستونزو تمرکز کول انسان کمزوری کوي، خو پر حل‌لارې تمرکز کول یې ځواکمنوي.
که سل ځله ولوېدې، سل ځله پاڅه؛ ځکه ستا سفر د خلکو په خبرو نه، بلکې ستا په استقامت پای ته رسېږي.
#هدف #علم #وقت #کوشش #اخلاص #اخلاق #ژوند
Fazalhaq Tariq

🌹 استاد؛ د راتلونکي نسل معماررسول الله ﷺ فرمایلي دي: «خَيْرُكُمْ مَنْ تَعَلَّمَ الْقُرْآنَ وَعَلَّمَهُ» — په تاسو کې غور...
05/10/2026

🌹 استاد؛ د راتلونکي نسل معمار

رسول الله ﷺ فرمایلي دي: «خَيْرُكُمْ مَنْ تَعَلَّمَ الْقُرْآنَ وَعَلَّمَهُ» — په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې قرآن کریم زده کړي او نورو ته یې ور زده کړي.

استاد یوازې درس نه ورکوي؛ بلکې انسان جوړوي، اخلاق روزي، فکر پیاوړی کوي او د بریا لپاره د ژوند لارې روښانوي.
د نړۍ هر لوی عالم او هر بریالی انسان د یوه استاد د هڅو، لارښوونو او دعاوو له سیوري تېر شوی دی.
نو راځئ چې استاد ته یوازې په یوه ورځ نه، بلکې د ژوند تر پایه د احترام او قدر په سترګه وګورو.
ګرانو استادانو! ستاسو مقام لوړ، هڅې مو قبول او د استاد ورځ مو مبارک شه! 🌹📖

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Fazalhaq Tariq posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category