05/02/2023
ACTD Afghanistan center for training and development
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from ACTD Afghanistan center for training and development, Kabul.
05/02/2023
د لقمان حکیم صيب نصیحتونه :
۱ - لږې خبرې کوه .
۲ - د دوستانو احترام کوه .
۳ - د نن کار سبا ته مه پرېږده .
۴ - په هېڅ کار کې عجله مه کوه .
۵ - په لاره تللو کې درميانه اوسېږه .
۶ - مصرف دې له پيداوار نه کم کړه .
۷ - ويل شوې خبره بار بار مه تکراروه .
۸ - له مور او پلار سره نېک چلند کوه .
۹ - لمونځ هغه قسم چې ښايي اداء کړه .
۱۰ - له بدانو او جاهلو سره بنډار مه کوه .
۱۱ - د مور او پلار وجود غنيمت وشمېره .
۱۲ - ښوونک د مور او پلار په څېر وگڼه .
۱۳ - د نورو مال او مقام ته طمعه مه کوه .
۱۴ - له خپلوانو سره خپلوي مه پرې کوه .
۱۵ - د ولاړو خلکو په حضور کې مه کښېنه .
۱۶ - له مشرانو سره اوږدې خبرې مه کوه .
۱۷ - د نورو نېک کار په خپل ځان مه تپه .
۱۸ - ادب او عاجزي هېڅ کله هم مه هېروه .
۱۹ - هېڅوک د چا په مخکې مه رسوا کوه .
۲۰ - د زنانه يې خوي او لباس نه ډډه وکړه .
۲۱ - په ټولو کارونو کې ميانه حاله واوسه .
۲۲ - د نورو مرستې او ياري ته مه منتظرېږه .
۲۳ - په کاروبار او نېک کار کې جدي اوسه .
۲۴ - تېره شوي دعوه او دښمني مه تازه کوه .
۲۵ - اولاد ته دې اسلام او دينداري وروښايه .
۲۶ - د نورو نصيحتونه او مشورې مه هېروه .
۲۷ - په بدکارۍ کې له چاسره لاس مه يو کوه .
۲۸ - خپل رازونه دې فقط له ځانه سره وساته .
۲۹ - له نورو سره په کبر او غرور رفتار مه کوه.
۳۰ - د زلميتوب ورځې دې ، غنيمت وشمېره .
۳۱ - د مشرانو احترام او په کشرانو نرمي کوه .
۳۲ - له نېکو او ايماندارو خلکو سره مشوره کوه .
۳۳ - د خبرو په وخت کې د نورو خبرې مه پرې کوه .
۳۴ - هېڅ کار مخکې له مکمل پلان لرلو نه مه کوه .
۳۵ - محتاجان له خپل مال او دارايي نه مه محروموه .
۳۶ - عمر د عبادت او بندګي لپاره غنيمت وشمېره .
۳۷ - د خلکو په اصلاح کې يوه زره سستي هم مه کوه .
۳۸ - د ښځې او اولاد د بې ځايه غوښتنو پيروي مه کوه .
۳۹ - له عالمانو او هوښيارو خلکو سره تعلقات وساته .
۴۰ - پوه شه چې هېڅ شی له الله جل جلاله نه پټ نه دی .
۴۱ - هغه څه چې الله جل جلاله درکړي ، پرې خوښ اوسه .
۴۲ - هر څومره چې کولای شې ، مېلمه سره مهربانه اوسه .
۴۳ - په لږ ويلو، لږ خوړلو او لږ ويده کېدلو ځان عادت کړه .
۴۴ - هېڅوک او يا هېڅ شی له الله جل جلاله سره
مه شريک کوه .
۴۵ - له بدکارو نه هېڅ وخت د نېکۍ او ځوانۍ طمعه
مه کوه .
۴۶ - په نورو باندې مه په غصه کېږه او ورسره په نرمۍ خبرې ک
02/12/2022
د مور د شیدو ګټی او اهمیت
دتغذی اصول:
1 .باید هرماشوم ته د هغی دوزن مطابق خواړه برابر شي.
2 .هر کوچنی ته روزانه په هر کلو ګرام وزن د بدن باید 110 کلو کالوری معادل خواړه باید ورکړل شی.
3 .شیرخوارماشومانو ته روزانه باید په هر کلوګرام وزن د بدن باید پنځه اونسه د مور شیدی ورکړل شی چه یو اونس تقریباً 28 ګرامه کیږی.
4 .د اوبو روزمره ضرورت 150 ملی لیتره پر هر کلوګرام وزن د بدن دی.
5 .یو کلن کوچنی ته باید رقیقی شیدی ورکړل شی.
6 .دوه کلنۍ څخه پورته ماشومانو ته باید غلیظی شیدی ورکړل شی.
7 .کوچنیانو ته باید شیرینی،بوره او چاکلیټ کم نه کم ورکړل شي.
8 .شیرخوار کوچنیانو ته باید لومړنۍ غذا چه په طبابت کښی ورته Weaning وايي ضروری او حتمی په شيږمه میاشت کی شروع شی.
دموردشیدي پواسطه تغذی: دمورشیدی د یوبامیاده کوچنی لپاره د لومړنئ شپږ میاشتو لپاره په کلی ډول یوه مکمله غذا ده او د کوچنی د غذا او اوبو ضرورت پوره کوی او هم يي د مرضونو په مقابل کی وقایه کوی. وروسته د شپږ میاشتو څخه د مور شیدي د کوچنی غذایئ ضرورت نه شی پوره کولی نو لا زمه ده چه باید کوچنی ته په اومه میاشت باندی اوبلن او جامد خواړه شروع کړل شی. او ددی تر څنګ دمور شیی هم کوچنی ته باید جاری وساتل شی او تر دوه کالو پوری ادامه ورکړل شي.
په ځینی استثنايئ حالاتو کی چه دمور شیدی کمی وی او کوچنی ماشوم پری نه مړیږی نو په څلورمه میاشت باندی هم کوچنی ته اضافی شیدی ،اوبلن او جامد خواړه شروع کولی شو.
د مور د شیدو ګټی
د مورشیدی ارزانه او یوازی مور500 کالوری اضافه انر ژی ته اړتیا لری.
د مورشیدی په هر ځائ کی په آسانئ سره موجودی وی.
د مور شیدی د میکروبونو څخه پاکی وی .
د مور شیدی په یو مناسب حرارت کی قرار لری.
کله چي مور ماشوم ته شیدی ورکوی نومور ته تسکین ورکوی تر څو د مور او د ماشوم تر منځ د مینی فضاء جوړه شی.
د مورد شیدو ترکیب د ماشوم د ودی لپاره درست دی.
د مور د شیدو پروتین په ډیره آسانئ سره هضمیږی اوجذبییږی .
د مو ر په شییدو کی IgA, IgM, IgD, IgG, IgE چی امینو ګلوبولین دی موجود دی او ماشوم ته د میکروبونو په مقابل کی مقاومت ورکوی چی بل په هیڅ بدیل کی نشته.
د مور شیدی د معدی محیط اسیدی ساتی تر څو د کولمو په طرف د میکروبونو دتیریدو څخه مخنیوی وشي.
هر کله چي یوه مور خپل ماشوم ته اوږدی شیدی ورکوی نو مور زر حمل نه اخلی چه د منصوبه بندئ یوه طبعی طریقه ده.
ماشوم ته شیدی ورکول په میندو کی د ثدیود سرطان چانس کموی.
د مور شیدی لکټو فیرین لری کوم چه په کولمو کی د بکتریاوونشوونما ودروی
دمور شیدی ډیری وصفی دی نو له همدی امله حساسیت یی هم نادر دی.
د مور شیدی کوچنی د تنفسی سیستم د انتاناتو څخه ساتی.
کوم کچنیان چه د مور د شیدو په واسطه تغذیه کیږی پدوی کی د منځنی غوږ د التهاب چانس کمیږی.
دمور شیدی د کوچنی لپاره دضرورت وړ مقدار اوسپنه لری.
له زیږیدني څخه ترشپږمیاشتنۍ پوری ځانګړی تی ورکول:
دځانګړی تی ورکول معنې داده چي ماشوم د هغي دموراو یا ددائي مور شیدی او یوازی د مور څخه اخستل شوی شیدی استعمال شی او نور مایعات اوسخت شیان استعمال نشي په استثناء د هغو څاڅکو او شربتونوچی ویتامینونه او منرالی مواد ولراو یه هغه دواګانی چي د مستند طبی ډاکټر له خوا ورکول شوی وی.
ماشوم باید تر شپږ میاشتو پوری خاص د مور په شیدی تغذیه شي:
ټولومورګانو ته دا پیغام ورسول شی چي په ځانګړی ډول سره تر شپږ میاشتو یعنی 180 ورځو پوری ماشوم ته یواځی د مور شیدی ورکړل شي ځکه چي:
د مور شیدی په خپل ذات کی ټول ګټور غذا یي مواد لری کوم چي ماشوم ته پعه لومړنۍ شپږو میاشتو کی پکار دی
د مور شیدی د ضرورت وړ اوبو خوندي منبع ده.
دوامداره تی ورکول په اسهالاتو او نورو انتاناتو باندی داخته کیدوخطر راکموی.
ماشوم ته اوږد مهاله ډول سره تی ورکول په معنې دی چي په دی حال کي د مور لپاره ډیر کم احتمال شته چي حمل واخلي.
د مور شیدی د تنکیو کوچنیانو د خوړواواوبوټولي اړتیاوی پوره کوي:
هغه لاري چاری چي میندی اوږد مهاله او دوامداره شیدي ورکولوته هڅوی:
دنوی زیږیدلي ماشوم سره مرسته وکړۍ تر څو د زیږیدوڅځه یوساعت وروسته تی رودل شروع کړی او همدا رازد ماشوم د زیږیدو څخه وروسته د مور او ماشوم د بدن تماس ژر تر ژره شروع شي.
دا خبره باید په ټولنه کی عام شکل سره مروجه شي او ټولو میندو ته داخبره واضح شي چه دمور لومړنئ شیدي چي کولوستروم نومیږي د ماشوم لپاره نهائي ضروری خواړه دی کولوستروم په زیاته اندازه ویتامین ای او ځینی نوری مهمی انتی باډی ګانی لری کوم چي د میکروبونوضد عمل کوی او ماشوم له مرضونو څخه ساتي.
ځینی خلک د کولوستروم په هکله غلط نظریات لری اووایی چي دا ګنده او ناپاکه شیدی دی نو ځکه یی په اوبو کی اچوی په ځمکه یی خښوی اویا یی په دیوال شیندی نوتاسو ته لازمه ده چي خلکو سره مرسته وکړئ چي خپل کولوستروم خوندی کړی او ماشوم ته یی ورکړی.
کورنۍ د ته مه پریږدۍ اومنع یی کړۍ تر څو ماشوم ته د زیږون څخه وروسته د ماشوم د خولي د خلاصولو په خاطر کوم اویا د څښلوشیان لکه کوچ، غوړی، خوږ چای، فیرنی اوداسی نور ورکړی چي ماشوم نه شی کولای دا خواړه هضم کړی اود ماشوم د ناروغ کیدو خطر زیاتوی.
دا باید معلومه کړۍ چي ماشوم ته سم ډول سره تی ورکول کیږی!
مورته ووایاست چي ماشوم ته غذا ددوی په غوښتنه یعنی کله چي ماشوم وغواړی نو شیدی ورته ورکړی.
مورګانی باید په دی باندی وپوهول شي چي خپلو ماشومانو ته په شپه او ورځ کښی 8 نه تر 10 ځله پوری او هر څومره چي کولای شي تی ورکړی.
د شیدو ورکولو ستونزي مثلاً که دمور د تی څوکه درد ولری ،تی پړسیدلی وی اویا تی پړسیدلی وی او یا هم د ماشوم په خوله کی تڼاکی موجودی وی د علا ج په کولوسره یی حل کړۍ.
په سم ډول سره تی ورکول:د ماشوم بدن خوا ته تاویږی اود ماشوم زنه د مور د تیونو سره لکیږی ، خوله یی پوره خلاصه وی او دواړه شونډی یی ښکته خواته وي .اکثره وخت د مور د تیونو سرونه یا څوکی پورته وی او د ماشوم خوله ورڅخه ښکته وی . ماشوم په کراره کراره تیونه روی او مور د ماشوم د تی رودلو آواز د تیونو د رودلو په وخت کی اوري.
تی ورکونکی میند باید اضافه خواړه وخوريکورنیو ته باید توصیه وشی چي شیدی ورکونکی میندی لاندی شیانو ته اړتیا لری:
شیدی ورکونکی میندو ته په خصوصی ډول سره غوښه ، د چرګ غوښه ، د ماهی غوښه ، لړ مون، تازه سبزی او تازه میوه ورکړل شی.
په پراخه اندازه سره باید مایعات وڅښی تر څو دوی تږي نه شي او د شیدو تولید کی یی کمښت را نشي.
او د امکان تر حده زیات استراحت او آرام وکړی.
د جنجالونو او شخړو څخه باید لری وساتل شي.
27/09/2020
د ټو لنی دروغتیا ی پرو ګرام ( CBHC) اهد ا ف
د ټولنی په مرسته د ښه او سالم چا پیریا ل او ښه روغتیایی عادتونو رامنیځ ته کول
د سا ری ناروغيومخنیوی او وقايه.
د سا ری ناروغانو لیږدونه .
په ټولنه کی د میندو او کوچنیانو د مړینی دکچی کمول .
روغتیایی عا مه پو ها وی (تبلیغات)
د ځینو ناروغیو درملنه
د ټولنی سره یوځای د کتلوی معافیت په کمپاین کی برخه اخیستل
او لومړنی مر ستی دی
Click here to claim your Sponsored Listing.