RTA Sport

RTA Sport

Share

World latest Sport news.

14/05/2026

د کابل ولايت د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسيون له لوري د لویدیځ زون د ۴۱ کلبونو ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ په دوو برخو کې ترسره کېږي، چې په پايله کې به يې ۱۰۰ تنه د کابل ښار د لویديځ زون په کچه د بدن ښکلا او فیټنیس لوبډلې ته وټاکل شي.

14/05/2026

نن ورځ به کومه لوبډله بریالۍ شئ؟
د هند کرېکټ غوره لیګ په ۵۸ مه لوبه کې نن پنجشنبه پنجاب کېنګز او ممبي انډیینز لوبډلې مخامخ کیږي.

دغه ستره سیالۍ نن ماښام ۶:۳۰ بجې د درمساله په کرېکټ لوبغالي کې پیلیږي.


14/05/2026

د بنګله‌دېش تېز بالر ناهید رانا د نیوزیلنډ پر وړاندې د غوره کارکردګۍ له امله د اپرېل ۲۰۲۶ میاشتې د کرېکټ نړۍ غوره لوبغاړی اعلان شو.

رانا په درې یو ورځنیو لوبو کې ۸ ویکټې واخیستې او بنګله‌دېش ته یې د ۲ ـ ۱ سیریز بریا کې مهم رول ولوباوه.
نوموړی د سیریز غوره لوبغاړی هم نومول شوی و.

14/05/2026

د لوګر کرېکټ آمريت له لوري په دې ولایت کې د ثبت کلبونو ترمنځ د انټرکلب یو ورځنۍ سیالۍ شوې.

دغه سیالۍ د ۲۱ کلبونو ترمنځ ترسره کیږي، چې شاوخوا درې میاشتې به دوام وکړي.
د یادولو ده، چې د دغو سیالیو غوره لوبغاړي به د کورني کرېکټ دویمه درجه ولایتي سیالیو لاره ومومي.

14/05/2026

د کونړ کرېکټ ادارې له لوري په دې ولایت کې د ثبت شویو کلبونو ترمنځ کرېکټ سيالۍ پېل شوې.

په دغو سيالیو کې ۳۶ بېلابېلو کلبونه ونډه اخیستې چې د درې نیمو میاشتو په موده کې به خپلې سیالۍ نندارې ته وړاندې کړي.

14/05/2026

تیم انتر میامی با درخشش میس سینسناتی راشکست داد

در ادامه‌ی رقابت‌های هفته سیزدهم لیگ برتر فوتبال امریکا تیم‌های انترمیامی و سینسناتی به مصاف هم رفتند که در پایان تیم انترمیامی حریفش را ۵ - ۳ شکت داد و پیروز میدان شد.

در این بازی جذاب به نفعه انتر میسي ۲ گول، سلوتی و برترامی یک ـ یک گول را به ثمر رساندند.

14/05/2026

اینټر میلان د ایټالیې حذفي جام اتلولي وګټله

د ایټالیې حذفي جام پایلوبه کې اینټر وشو کولای، چې سیالې لازیو لوبډلې ته ۲ - ۰ ماتې ورکړي او د دې سیالیو اتلولي په خپل نوم کړي.

په دغه جذابه سیالۍ کې اینټر لپاره تورم او مارټینز ګولونه ووهل.

14/05/2026

انګلستان د نیوزیلینډ پر وړاندې ټېسټ سیالیو ته لوبډله اعلان کړه

د انګلستان کرېکټ‌بورډ غوراوي کمېټې د نیوزیلینډ پر وړاندې ۳ ټېسټ سیالیو ته د بېن‌سټوکس تر لوبډلمشرۍ لاندې ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

دغه سترې سیالۍ د انګلستان په کوربه‌توب ترسره کیږي، چې د راتلونکې جون میاشتې پر ۴مه نېټه به پیل او د همدې میاشتې تر ۲۹مې به دوام وکړي.


14/05/2026

نعمان شاه د ملي شل اوریز جام ستره پایلوبه کې *۱۱۹ منډې وکړې.
د نعمان شاه له توپوهنې دلته خوند واخلئ!👇

14/05/2026

رویل چلېنجرز بنګلور لوبډله د جدول سر ته پورته شوه

د هند کرېکټ غوره لیګ په ۵۷مه لوبه کې رویل چلېنجرز بنګلور لوبډلې وشو کولای، چې د کلکتې ۱۹۳ منډې هدف پوره کړي او په ۱۶ مجموعي نومرو د جدول سر ته پورته شي.

په دې لوبه کې آرسي‌بي لپاره ویرات کولي *۱۰۵ منډې جوړې کړې.

14/05/2026

بارسلونا په ۳۶مه اونۍ کې له ماتې سره مخ شوه

د اسپانیې فوټبال غوره لیګ په ۳۶مه اونۍ کې بارسلونا له ډیپارټیوو الاویس لوبډلې څخه ۰ - ۱ ماتې ومنله.

په دې لوبه کې الاویس لپاره ابراهیم ډیابېټ یوازېنی ګول وواهه.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address

13 Street, Wazir Akbar Khan
Kabul
1001