13/09/2021
افغانستان د بنګله دېش پروړاندې!
د افغانستان او بنګله دېش له نولس کلنو څخه کم عمره ملي لوبډلې به سبا سهار ۷:۳۰ په دریمه پنځوس اوریزه لوبه کې د یو او بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
—————
قرار است تیم ملی زیر ۱۹ سال افغانستان، فردا ساعت ۷:۳۰ صبح به وقت افغانستان در سومین مسابقه یک روزه، به مصاف تیم زیر ۱۹ سال بنگلهدیش برود.
————-
Afghanistan U19 plays its 3rd Youth ODI against Bangladesh U19. It is a must-win encounter for Afghanistan to keep the series alive tomorrow at 7:30 am.
12/09/2021
د نړیوالو فشارونو په وړاندې افغان کرکټ بورډ ته څه کول پکار دي؟
په افغانستان کې د نوي حکومت له حاکمېدو سره سم نړیوالو افغانستان په اړه په خپل نظر کې بدلون راوستی دی. ډېر شمېر هیوادونه په دې ټینګار کوي چې له نوي حکومت سره به یوازې هله خپلو اړیکو ته دوام ورکړي کله چې ټولو خواوو ته په دولت کې ونډه ورکړي، بشري حقونو ته ژمن پاتې شي او د حکومتولۍ او نور عام ژوند په ټولو چارو کې د ښځو ونډه د پخوا په څېر پراخه پاتې شي.
په دې برخه کې سپورت او خصوصاً کرکټ هم خوندي ندی پاتې شوی او له تېرو دوه اونیو راهیسې د کرکټ په نړۍ کې بحثونه را ولاړ شوي دي چې افغان حکومت باید د خپلو ښځینه کرکټ لوبغاړو په فعالیتونو بندیز ونه لګوي. په دې لړ کې لومړنۍ اعلامیه د آسترالیا هیواد له تسمانیا ایالت څخه خپره شوه چېرته چې د افغانستان او آسترالیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د راتلونکې نوومبر میاشتې په وروستیو کې یوه ټیسټ لوبه پلان شوې ده.په اعلامیه کې راغلي و چې د یاد هیواد په تسمانیا ایالت کې مېشتې هزاره ټولنې غړو د اعتراض په ډول ويلي دي چې په افغانستان کې له هزاره قوم سره ښه چلند نه کیږي او تر هغو چې په افغانستان کې د مېشتو هزاره قومونو حقونه خوندي او راتلونکی یې تضمین نشي نو د اعتراض په ډول به یادې لوبې ته د ترسره کېدو اجازه ورنکړل شي.له دغې اعلامیې څو ورځې وروسته د آسترالیا کرکټ بورډ یوه رسمي اعلامیه خپره کړه چې پکې ويل شوي وو افغانستان کې باید ښځینه کرکټ پیل شي او که دا کار ونه شي نو له افغانستان سره به خپله راتلونکې ټيسټ لوبه لغوه کړي. د یادې اعلامیې وروسته د آسترالیا د ټيسټ کرکټ لوبډلې کپتان ټيم پېن هم توندې خبرې وکړې، او ويې ويل چې افغان لوبډله باید له راتلونکي نړیوال جام څخه وویستل شي.یادو اعلامیو د کرکټ په نړۍ کې ډېر پوښښ واخیست او همدارنګه یې د یو شمېر مینه والو غبرګونونه هم راوپارول. په دې لړ کې تېره ورځ د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس حامد شینواري په خپله فېسبوک پاڼه یوه اوږده اعلامیه خپره کړه چې پکې یې له آسترالیا کرکټ بورډ څخه غوښتي و چې افغانستان ته دې د کرکټ نړیوالې شورا له نظره وګوري او د افغانانو د مذهبي او کلتوري چاپېریال له امله دې پر دوی بندیزونه نه لګوي.د کرکټ په نړۍ کې دغه اعلامیې په کرکټ نړیواله شورا هم فشار راوړلای او په یو ډول نه یو ډول دې ته مجبورولای شي چې په روانو حالاتو له سره غور وکړي. د کرکټ نړیوالې شورا څخه هم یو لړ راپورونه ورکول کیږي چې دغه مسئله به په خپله راتلونکې غونډه کې، چې د نړۍ ډېر شمېر هیوادونه به پکې برخه ولري، بحث وکړي.
12/09/2021
د فضلی صاحب په راتګ سره میراثیان بیا په
چغو دي
11/09/2021
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي وايي، افغانانې ښځې اوس هم کرکټ کولای شي.
ښاغلي فضلې دا څرګندونې تېره شپه ناوخته له SBS پښتو راډیو سره په مرکه کې وکړې.
د اسټرالیا د کرکټ ادارې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د فرهنګي کمېسیون د مرستیال احمدالله وثیق یوې وروستۍ مرکې ته د اشارې په ترڅ کې اعلان وکړ چې که د طالبانو په مشرۍ حکومت د ښځو سپورت ته اجازه ورنه کړي، نو له افغان ملي لوبډلې سره د کرکټ راتلونکې مهمه لوبه به لغوه کړي.
خو ښاغلي وثیق تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې طالبان په سپورتي لوبو کې د ښځو د ګډون یا نه ګډون په اړه تراوسه رسمي تګلاره نه لري: "اسلامي امارت نه یوازې د سپورټ او ورزش مخالفت نه کوي بلکې هڅوي یې خو اسلامي امارت د ښځو د سپورت په اړه تر دې دمه خپل رسمي دریځ نه دی بیان کړی. کېدای شي چې دا تګلاره په راتلونکي کې اعلان شي. هغه څه چې موږ مخکې ویلي و، د هېواد کلتوري او امنیتي وضعیت ته په پام سره مو خپل نظر څرګند کړی و."
د افغانستان او اسټرالیا د ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ ټېسټ لوبه د نوومبر د ۲۷ مې نېټې لپاره پلان شوې ده.
11/09/2021
د افغانستان د ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډله سبا سهار د کابل په وخت ۷:۳۰ دقیقې د بنګله دېش ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډلې پروړاندې خپله دویمه پنځوس اوریزه لوبه پیلوي.
————-
11/09/2021
زه AH Cricket Info ملى ټيم ملاتړ کوم❤🇦🇫❤
يؤ څو خبرې درسره ډېر په غؤر واورئ!
هغه هم د افغانستان کرکټ او اوسنی وضعيت د هېواد.افغان ملي اتلان او د کرکټ بورډ د ادارې بشپړ سپورټ وکړئ او لا يې وهڅوئ چې ټيم مو په لؤړ مورال نړېوال جام کې ولوبیږي کوم چې تقریبا څلویښت ورځې باد شروع کېږي او کرکټ بورډ ته بې ځای خوله په کمنټونو او ويډيوګانو کې مۀ اچوئ بلکې برعکس سپورټ يې کړئ کنه دغه يؤ کرکټ دی چې نړېوالو ته مو پرې يوه اندازه د اوړو اوبو پوزه/پزه جوړه ده کنه خدای مه کړه که بې ځای نيوکې او بدنامول مو کول ممکن دا اداره او نوم بيا دواړه ختم شي بيا به پرديو ټيمونو ته چکچکې وهئ بيا به افغان نه نوم لري او نه د شناخت کومه بله وسيله په ټولو ارمانونو به مو اوبه واوړي نو په دې اساس ډېری لوبغاړي ممکن د ورلډ کپ يا نړېوال جام وروسته تقاعد واخلي او نور کرکټ ته په نورو برخو کې کار وکړي او ډګر نوي ځوانانو ته پرېږدي نو په دې اساس ټول پخوانيو سنيير تجربه کارو لوبغاړو ته موقع ورکړل شوې هر يو په ابو ظبي او شارجه دومره لوبې کړي چې د امر شهيد باغ او بهسودو کې به يې هم نه وي کړي او ټول ډېر ښه ثابت شوي نو په دې اساس بې ځای نيوکې او تحقيرول د يو مدير يا يؤ لوبغاړي پرېږدئ او د بشپړ سپورټ سره يې ستاينه وکړئ او انشاء الله لاسته راوړنې به هم ولري.....
د رحيم صديقي ورور نه نړۍ مننه چې ټول يې دې نېک کار ته وهڅؤلو.....د داسې ځوانانو ملاتړ وکړئ چې هېوادوال پرې راټول وي،هېوادوال يې اواز اوري او اثر پرې کوي.....! Rahim Sediqi .د رحيم صديقي ورور او نور ټولو هېوادوالو نه هيله کؤم چې زما دا پوسټ ورسره شير کړئ.
ډېره مينه او مننه په شمول د بشپړ احترام تاسو هر يؤ ته ❤️❤️❤️
Rahim Sediqi
Rahim Sediqi رحیم صدیقی
22/08/2021
عزیزالله فضلي د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست عمومي رییس وټاکل شو
د یادونې وړ ده چې ښاغلی فضلي له دې وړاندې هم د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رییس په حېث دنده ترسره کړې وه.
- - -
عزیزالله فضلی به حیث سرپرست عمومی اداره کرکت بورد افغانستان گماشته شد
آقای فضلی پیش از این نیز ریاست عمومی اداره کرکت بورد افغانستان را به عهده داشته است.
- - -
Former ACB Chairman Azizullah Fazli has been re-appointed ACB Chairman. He will oversee ACB's leadership and course of action for the upcoming competitions.
11/12/2019
د ګلبدین نایب د څرګندونو مهم ټکي؛
اصغر افغان د خپل ورور لپاره ټوله لوبډله خرابه کړې، اصغر افغان د شخصي ګټو لپاره څوځل افغان لوبډله له سختو ورځو سره مخ کړي.
نبي او راشد به نن په دې پریکړه خوشحاله شوي وي چې اصغر کپتان شو، خو زه به تر هغې کرکټ نه کووم چې اصغر لوبډلمشر وي.
اصغر افغان نړیوال جام کې د افغانستان په نوم رشخند وهلی دی.
اسلام اباد کې افغان سفیر عاطف مشعل هم له اصغر سره لاس درلود او د هغه ملاتړ یې کو.
له کله چې مشعل کرکټ بورډ ته راغلی کرکټ بورډ ښه ورځ نه ده لیدلې.
دا کرکټ یې چې خراب کړی، پوره ګروپ دی، چې مشري یې عاطف مشعل کوي.
اصغر افغان زه په نړیوال جام کې ژړولی یم، څومره بدبختۍ چې نړیوال جام کې وې، د اصغر له لورې وې.
اصغر افغان د دې پر ځای چې محاکمه شي، کرکټ بورډ لوبډلمشر وټاکه. اصغر د افغانستان بیرغ او د افغانستان خلکو ته سپک کتلي دي.
زه به د هر یو په کوټه ګرځیدم چې راشئ زما لپاره نه د افغانستان لپاره لوبه وکړئ، خو دوی زما سره لوبه نه کوله.
حشمت شهیدي زما سره ملګری و، نو ځکه یې د تېرو لوبو له سکواډ ویستلی و.
نوټ: ځینې وایي، ګلبدین نایب ولې مخکې څه نه ویل چې اوس یې وايي. زه خبر یم چې ډيرو مخورو کسانو یې مخه نیولې وه چې څه به نه وایي، خو اوس بیخي مجبور شو چې له رازونو پرده پورته کړي.
11/12/2019
د اس پي ان د کرکټ نړیوال ویبسایټ لیکلي دي چې دا کال د افغانستان د کپتانۍ لپاره جالب کال و. وايي چې د افغانستان کپتاني په یوې حساسي او جنجالي موضوع بدله شوې ده. په ټویټر کې د افغان کرکټ مینوالو پر افغان بورډ ملنډې وهلي دي. یوه لیکلي دي: د افغانستان کرکټ بورډ د هر موسم په بدلېدو سره، کپتان بدلوي.....
#افغانستان
#کرکټ
#فساد
17/11/2019
فاینل لوبه نن ماښام ٦:٠٠ بجی
افغانستان د ویسټ انډیز پر وړاندي
15/11/2019
دوهمه شل اوریزه لوبه سبا ماښام ٦:٠٠ بجی
افغانستان د ویسټ انډیز پر وړاندي
13/11/2019
افغان ملي لوبډله به سبا د افغانستان پر مهال د ماښام ۶:۰۰ بجې د ویسټ انډیز پر وړاندې د عزیزي بانک جام د شل اوریزو سیالیو د لوبړۍ په لومړۍ لوبه کې ډګر ته ښکته شي.
-----
تیم ملی کشور فردا حوالی ساعت ۶:۰۰ بعد از ظهر در بازی اول سلسله مسابقات بیست آوره جام عزیزی بانک مقابل تیم ویست اندیز وارد میدان میشود.
-----
The Azizi Bank T20I Cup between Afghanistan and West Indies is scheduled to start tomorrow at 6 PM AFT as both sides face each other in the first match of the series at Ekana Stadium, Lucknow.