د روژې مبارکه میاشت د رحمت، مغفرت او د دوزخ له اور څخه د خلاصون میاشت ده. په دې مبارکه میاشت کې، راځئ چې د الله تعالی څخه د مغفرت غوښتنه وکړو او په ځانګړې توګه دا دعا ووایو:
**"اللهم اجعل صيامي فيه صيام الصائمين و قيامي فيه قيام القائمين و نبهني فيه عن نومة الغافلين و هب لي جرمي فيه يا اله العالمين و اعف عني يا عافيا عن المجرمين"**
ژباړه: "ای زما پروردګاره، ته زما روژه د حقيقي روژاتيانو روژه وګرځوه او په روژه کې زما لمونځونه د حقيقي لمونځ ګزارو لمونځ وګرځوه، لویه خدایه! په دغه میاشت کې ما د غافلینو له خوب (غفلت) نه آګاه کړه، زما تېروتنې راته وبښه ای د کائناتو پالونکيه، او ماته بخښه وکړه ای د مجرمینو بخښونکيه!"
راځئ چې په دې مبارکه میاشت کې د الله تعالی عبادت ته زیات پام وکړو، د قرآن کریم تلاوت وکړو او د نېکو اعمالو په ترسره کولو کې هڅه وکړو.
الله تعالی دې زموږ روژې، عبادات او دعاګانې قبولې کړي او موږ ته دې په دې مبارکه میاشت کې د خپلو ګناهونو د بښنې او د دوزخ له اور څخه د خلاصون توفیق راکړي.
#روژه #عبادت #مغفرت #قرآن #لیلةالقدر
POPAL
لَا إِلٰهَ إِلَّا اللّٰهُ مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللّٰهِ
د روژې مبارکې میاشتې وروستۍ لسیزه، چې د دوزخ له اور څخه د خلاصون وخت ګڼل کېږي، موږ ته ځانګړې روحاني فرصتونه راکوي. په دې مبارکو شپو کې، راځئ چې د الله تعالی څخه د مغفرت غوښتنه وکړو او په ځانګړې توګه دا دعا ووایو:
"اللهم انک عفوٌ تحب العفوَ فاعفُ عَنَّیْ"
ژباړه: "ای الله! ته بخښونکی یې، بخښنه دې خوښه ده، نو ما وبخښه."
د دې دعا په ویلو سره، موږ د الله تعالی له لورې د بخښنې او رحمت غوښتونکي کېږو. همدارنګه، په دې شپو کې د لیلة القدر لټون او عبادت ته ځانګړې پاملرنه وکړئ، ځکه چې دا شپه د زرو میاشتو عبادت څخه غوره ده.
الله تعالی دې زموږ روژې، عبادات او دعاګانې قبولې کړي او موږ ته دې په دې مبارکه میاشت کې د خپلو ګناهونو د بخښنې او د دوزخ له اور څخه د خلاصون توفیق راکړي.
#روژه #عبادت #مغفرت #لیلةالقدر
21/03/2025
" تر ټولو ښکلی شی په نېکه ملګرتیا کې دا دی، چې
هر ځل ته د لویدو په حال کې یې، ستا لاس نیسي."
POPAL
سلامونه او درنښت: نن په کندهار ولایت شاولی کوټ ولسوالی داله کی یو ځوان اوبو وړی دی هرکال داسی ډیری پیښی تکراریږی مرګ او ژوند دالله دجانب څخه رازی لیکن دځان ساته پرموږ فرض ده دلمبیدو څه ضرورت دی په داشنه یخ تراوسه هوالاسمه نه ده ګرمه شوی الله ج دی ټول ته دنیکو هیدایت وکړی او ټولو ځوانانو ته دا ویل لرم چی دابو څخه ځان وژغوری په لامبو وهلو ساعت تیروی په یو بل څه سره دځان ساعت تیر کړی دنن پوسټ یاد وساتی داسی نړری پیښی به هم سږ کال وه وینی ده ځوانانودخپلی بیغوری څخه بیاهم وایم ځوانانو داوبو څخه لیری اوسی.
08/03/2025
POPAL Follow me
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Contact the business
Telephone
Website
Address
3802