29/08/2026
🏏🇦🇫 د ویاړ او بریا شېبه! 🏆
د ملي افغان کرکټ د ۱۷ کلنو کمعمره لوبغاړو په سیالیو کې، چې د بست زون د ۹ ولایتونو لوبډلو پکې ګډون کړی و، زموږ تکړه لوبغاړي تاج محمد سلطاني په زړهپورې ځلېدنه وکړه. 👏🔥
تاج محمد سلطاني په ټول ټورنمنټ کې ۹ ویکټې واخیستې، د ټورنمنټ لومړی مقام یې له خپلې لوبډلې سره خپل کړ او په پایلوبه کې یې ۴ لوبغاړي وسوځول. 🏏💪
د دې غوره او اغېزمنې لوبې له امله تاج محمد سلطاني د پایلوبې غوره لوبغاړی (Player of the Match) هم وټاکل شو. 🏅🌟
👏 تاج محمده! ستا دا بریا د ویاړ وړ ده. همداسې په مینه، زحمت او هوډ سره خپل تمرینونه جاري وساته؛ هیله ده یوه ورځ د افغانستان د ملي لوبډلې ویاړلی لوبغاړی شې. 🇦🇫❤️
بریا دې مبارک شه، اتله! 🏆🔥 راتلونکی دې له لا ډېرو بریاوو ډک شه! 🌟