زرغون وطن والیبال جام سیالی
د ستاره کابل او سره میاشت کلبونو تر منځ د لوبې یوه ښکلي شیبه.
زرغون وطن والیبال جام
د ځوانانو لپاره د والیبال منظم ټورنمېنټ
د زرغون وطن والیبال جام سیالیو د لوبو یو لنډ خوندور کلیپ 🫶❤️😘
د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې لوبغاړی لطف الله عزیزي صاحب د زرغون وطن والیبال جام سیالیو په اړه په د اریانا تلویزیون سره خپرونه کې غږیدلی
دا چې یادې سیالی څنګه وې، لوبغاړو ته یې ګټه څه وه او په څومره ښه ډول ترتیب شوي وې خپله یې د عزیزي صاحب څخه واوری.
قدرمن ډاکټر صاحب احمد جاويد شرافي په طلوع تلویزیون کې د زرغون وطن والیبال جام سیالیو په اړه غږیدلی
دا چې یادې سیالی څنګه وې، څومره ګټورې وې په اړه یې ډاکټر صاحب تفصیلي غږیدلی.
نجیب تلاش وړاندې کوي:
د اې نډ زرغون وطن والیبال جام سیالۍ! 🏐
د سترې او تاریخي پایلوبې ځینې زړه راښکونکې او خوندورې شېبې راسره وګورئ!
هغه لحظې چې د مینهوالو زړونه یې له جذبې ډک کړل او لوبغاړو پکې خپل بشپړ هنر وښود.
22/05/2026
نجیب تلاش وړاندې کوي:
د اې نډ زرغون وطن والیبال جام سیالۍ! 🏐
په يوه زړه راښکونکې او له احساساتو ډکه لوبه کې د سره میاشت کلب لوبډلې تاريخي بريا په خپل نوم کړه!
میلاد سټیل لوبډلې خورا قوي او سخت مقاومت وکړ، خو سره میاشت لوبډلې د لوبې درې مهم ميدانونه وګټل او په همدې سره يې بريا خپله کړه.
د دې سترې بريا مبارکي د سره میاشت کلب ټولو لوبغاړو، مينوالو او ملاتړکوونکو ته وړاندې کوو!
د يادونې وړ ده چې لوبغالی د ګڼ شمېر مينهوالو څخه ډک و، نندارچيانو لوبه په شور، چکچکو او جذباتي ملاتړ بدرګه کوله چې سيالۍ ته يې لا زيات خوند ورکړی و.
22/05/2026
نجیب تلاش وړاندې کوي:
د اې نډ زرغون وطن والیبال جام سیالۍ! 🏐
د ستر فاینل په زړه پورې او له هیجانه ډکه لوبه کې د سره میاشت کلب لوبډله د میلاد سټیل لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.
دغه ستره پایلوبه د ملي لوبغاړو په شتون کې پیلېږي، چې د والیبال مینهوالو لپاره به له شور، جذبې او خوند څخه ډکه وي.
نجیب تلاش وړاندې کوي:
د اې نډ زرغون وطن والیبال جام سیالۍ! 🏐
د دوهم سمیه فاینل په زړه پورې او له هیجان ډکه لوبه کې میلاد سټیل لوبډله او مؤمن ګروپ لوبډله د یو بل پر وړاندې میدان ته ښکته شوې.
میلاد سټیل لوبډلې د ښې او پیاوړې لوبې په ترسره کولو بریا خپله کړه او فاینل ته یې لاره وموندله.
د دغې په زړه پورې لوبې ځینې جالبې او ښکلې شېبې درسره وګورئ او خوند ترې واخلئ.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Telephone
Website
Address
Khost