Afghan cricket

Afghan cricket

Share

دکرکیټ معلومات

24/04/2026

‏‎ 😘
په پروان ولایت، جبل السراج کې د ۲۲۵ میلیونه ډالرو په پانګونې د سمنټو فابریکې د جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د معلوماتو له مخې، دا مهال په پروژه کې سلګونه کسان او بېلابېله ماشینري بوخته ده، او په بشپړېدو سره به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

همداراز، د اړتیا وړ برېښنا یوه برخه د لمریزو سیستمونو له لارې برابریږي، چې دا د انرژۍ په برخه کې مهم پرمختګ بلل کېږي.

Photos from Afghan cricket's post 24/04/2026

‏بیخي جالبې به واورئ
د هلمند د دېشو هغه سیمه چې پوره ۵۰ کاله له زده‌کړو بې‌برخې وه، اوس د پوهنې ریاست له لوري ورته د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده
دا بدلون د خوښۍ ترڅنګ یو تریخ او حیرانوونکی سوال هم راپورته کوي چې ولی د جمهوریت په کلونو کې چې ځان یې د تعلیم مدافع باله دا سیمه دومره اوږده موده له تعلیمه محرومه پاتې وه؟!
اوس هیله دا ده چې دا پیل دوام وکړي او نور هېڅ ماشوم د نیمې پېړۍ انتظار ته پرېنښودل شي.

22/04/2026
Photos from Afghan cricket's post 22/04/2026

‏‎
امریکا د ایران پر ضد جګړه کې د خپلو مهمو توغندیو لویه برخه مصرف کړې او اوس له جدي کمښت سره مخ ده.
راپورونه څرګندوي چې نږدې نیمايي پرمختللي توغندي، په ځانګړي ډول د تاد سیستم (چې په انځورنو کې یې کتلی شئ )یې له منځه تللی او ستراتیژیکه زېرمه یې سخته ځپل شوې ده
نړیوال کارپوهان ټینګار کوي چې که په راتلونکو کلونو کې کومه بله لویه جګړه، په ځانګړي ډول د چین په څېر ځواک سره رامنځته شي، امریکا به د جدي کمښت او کمزورۍ سره مخ شي،
تر ټولو مهمه دا ده چې د دغو توغندیو بېرته تولید او د زېرمو پوره کول کلونه وخت غواړي. دا حالت د امریکا د پوځي زوال، ستړیا او د نړیوالې برلاسۍ د ټکني کېدو یو روښانه او تریخ انځور وړاندې کوي.

21/04/2026

د درې لسیزو انتظار:
ایا څوک شته چې دا لور له خپل مور او پلار سره بیا یوځای کړي؟

"زما نوم فوزیه خان دی او زما د ژوند ۲۹ کاله په داسې تیاره کې تېر شول چې درد یې یوازې زما رب ته معلوم دی.
د ۱۹۹۷ کال د دسمبر په هغه بدقسمته میاشت کې زما پر ژوند داسې عذاب راغی. یوازې لس کلنه وم، چې زه او زما کوچنی ورور د کراچۍ د عثمانیه ملز، شفیق ملز، حبیب بانک او ولیکه هسپتال له شاوخوا سیمو څخه وتښتول شوو.
ظالمانو زه له خپل ورور څخه جلا کړم او اوس نږدې ۳۰ کاله تېرېږي، زه نه پوهېږم چې زما بې ګناه ورور چېرته دی؟
هغه کس چې زه یې تښتولې وم، په زور یې راسره واده وکړ او زما ټول ژوند یې تباه کړ. اوس هغه مړ شوی دی او زه په بنو جاني‌خېل کې یوازې د خپلو خپلوانو په لټه کې یم.
زما وروستۍ هیله دا ده چې له مرګ مخکې یو ځل د خپلو مور او پلار، وروڼو او خویندو مخ ووینم.

— ليکل د ښکته وطن کوم پښتون ورور په اردو کړي و.
Janagha Bahar

20/04/2026

‌هوا_حالاتو_اټکل
⛈️🌦️
!

ګرانو هېوادوالو!
د چهارشنبې په ورځ هېواد ته یو ځل بیا د بارانونو قوي څپه داخلیږي، چې شاوخوا ۳ ورځې (تر جمعې پورې) به دوام وکړي.

په دې موده کې به لاندې ولایتونه د قوي او کمزورو اورښتونو شاهدان وي: په یاد ولرئ: بارانونه به په ټولو ولایتونو کې یو ډول نه وي؛
ځینې ځایونو به ۱ ورځ، ځینې ۲ ورځې او ځینې تر ۳ ورځو پورې په وقفه‌يي ډول بارانونه ولري.

🌧️ د باران لرونکي ولایتونه:

#بدخشان 🌧️
#بلخ 🌧️
#پکتیا 🌧️
#فاریاب 🌧️
#کابل 🌧️
#هرات 🌦️ د باران کمزوری اټکل
#پروان 🌧️
#خوست 🌧️
#غور 🌧️
#لغمان 🌧️
#بامیان 🌧️
#کونړ 🌧️
#سرپل 🌧️
#دایکندي 🌧️
#ننګرهار 🌧️
#سمنګان 🌧️
#لوګر 🌧️
#کندوز 🌧️
#بادغیس 🌧️
#پنجشیر 🌧️
#بغلان 🌧️
#تخار 🌧️
#جوزجان 🌧️
🌧️
#پکتیکا د باران کمزوری اټکل 🌦️
#فراه 🌧️
#نورستان 🌧️
#غزني 🌧️
#کاپیسا 🌧️

❄️ ځانګړې یادونه:

په نورستان، بدخشان او پنجشیر کې به تر راتلونکو ۱۰ ورځو پورې په مختلفو وختونو کې په وقفه‌يي ډول بارانونه او واورې هم وشي.

⛅ نور ولایتونه:

په کندهار، هلمند، زابل، اروزګان او نیمروز کې به اسمان وریځ ☁️ او نیمه وریځ ⛅ وي.

⚠️ مهمې یادونې:

🌧️ بارانونه به په ټولو سیمو کې یو ډول نه وي؛ ځینې ځایونه به شدید او ځینې به کم باران ولري.
🌊 د زیاتو بارانونو په سیمو کې د ناڅاپي سېلابونو خطر شته، په ځانګړي ډول په درو او ټیټو سیمو کې.
موټرچلوونکي دې د اوبو له ډکو سړکونو څخه د تېرېدو هڅه نه کوي.
د سیندونو ترڅنګ اوسېدونکي دې خپل مهم توکي خوندي ځایونو ته انتقال کړي.
⚡ د تالنده برېښنا پر مهال له لوړو ځایونو او برېښنايي وسایلو ځان وساتئ.
په غرنیو سیمو کې د ځمکې ښویېدنې خطر ته پام وکړئ.

🙏 والله اعلم
📢 دا معلومات له نورو سره هم شریک کړئ تر څو ټول خبر شي!

20/04/2026

ستاسو اټکل!

20/04/2026

‏نن یې بیا د ملت زړونه وګټل، حفظه الله

محترم رئیس‌الوزرا ټولو ادارو او ولایتونو ته عاجل حکم کړی چې له نن وروسته، د کابل په ګډون ټولو ولایتونو کې خلکو ته د شرعي قبالې، د مالیې ټکټ، د معاملاتو د رهنما یا عرفي سند او د مسجد دامام له تایید وروسته د ودانۍ او تعمیردجوړولو اجازه ورکړه

20/04/2026

‏ډونلډ ټرمپ وایي استازي یې اسلام‌اباد ته روان دي او سبا ماښام به هلته "خبرو لپاره حاضر وي." نوموړي زیاته کړې: "موږ د یو ډېر عادلانه او معقول تړون وړاندیز کوو او هیله لرم چې هغوی [ایرانیان] یې ومني، ځکه که ویې نه مني، امریکا به په ایران کې هر یو برېښناکوټ او هر پل له منځه یوسي."

19/04/2026

I got over 1,000 reactions on my posts last week! Thanks everyone for your support! 🎉

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Khost?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address

Khost
Khost
1003