Khost cricket academy

Khost cricket academy

Share

Coach Cricket

Photos from Khost cricket academy's post 19/01/2022

د خوست ولایت کرکټ ادارې د کلني پلان مطابق راتلونکې شنبه ددغه ولایت تر ۱۶ کلنو کم عمر لرونکو لوبغاړو ترمنځ به د کرکټ شل اوریزه سیالۍ پیل شي.
په یادو سیالیو کې شپږ لوبډلې شتون لري، چې د جنوارۍ له دوه ویشتمې شروع او تر دېرشمې به يې دوام ومومي.
ټولې لوبغاړي باید د ځانکړي مهالوېش مطابق کوم چې پخوا پوسټ شوی خپلو لوبډلو ته ځانونه حاضر کړي.

د لوبغاړو نوملړونه (سکواډونه) په لاندې انځور کې:

19/01/2022

د خوست ولایت کرکټ ادارې د کلني پلان مطابق راتلونکې شنبه ددغه ولایت تر ۱۶ کلنو کم عمر لرونکو لوبغاړو ترمنځ به د کرکټ شل اوریزه سیالۍ پیل شي.
په یادو سیالیو کې شپږ لوبډلې شتون لري، چې د جنوارۍ له دوه ویشتمې شروع او تر دېرشمې به يې دوام ومومي.
ټولې سیالۍ به د ځانکړې مهالوېش مطابق په خوست ملي کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
مهالوېش په لاندې انځور کې:

15/01/2022

د نیدرلند پر وړاندې سیالیو ته افغان لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د نیدرلند پر وړاندې د راتلونکو دریو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره ۱۸ کسیزه لوبډله اعلان کړه. دغه سیالۍ به د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۱مه نېټه پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېتې پورې به د قطر په پلازمېنه دوحه کې روانې وي.

09/01/2022

د خوست ولایت د کرکټ سیالیو کلنی پلان

دا چې خوست ولایت کې په پراخه کچه د کرکټ لوبې ترسره کېږي، نو دا ځل خوست کرکټ ادارې هوډ کړی ترڅو د یو منظم کلني پلان له مخې په بېلابېلو عمرونو او فارمټونو کې د کرکټ لوبې ترسره کړي، چې لۀ مخې به یې ډېریو لوبغاړو ته د لوبو کولو حق ورکړل شوی وي.
د نورو لوبغاړو ترڅنګ خوست کرکټ ادارې په لومړي ځل د ولايتي معلولیت لرونکو او ولسوالیو کرکټ لوبغاړو لپاره هم سيالۍ پلان کړې دي.
د خپلو مخلصو ملګرو پۀ ملتيا به خوست کرکټ اداره هڅه وکړي چې نوموړی پلان د کال پۀ اوږدو کې پۀ ښه توګه عملي کړي.

Photos from Khost cricket academy's post 03/01/2022

ملي لوبډله د نیدرلنډ پر وړاندې سیالیو په موخه قطر ته روانه شوه

افغان ملي لوبډله له نېدرلنډ سره د درې یو ورځنیو سیالیو لپاره قطر ته روانه شوه چې هلته به د دوو اونیو تمریناتو وروسته د یاد هېواد پر وړاندې درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې وکړي چې د روانې جنوري میاشتې له ۲۱مې نېتې تر ۲۵مې نېټې به د قطر د پلازمېنې دوحې په ایشین ټاون کرکټ لوبغالي کې دوام ومومي.
Afghanistan cricket board

19/12/2021

د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډله په اسیا جام کې د ګډون په موخه نن متحده عربي اماراتو ته روانه شوه.
Afghanistan Cricket Board🇦🇫🔝
🔜

04/12/2021

د اسیا او نړیوال جامونو لپاره د افغان ۱۹ کلنو لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې، د راتلونکو اسیا او نړیوال جامونو لپاره له ۱۹ کلنو د کم عمره افغان لوبغاړو ۲۰ کسیزه پیاوړې لوبډله اعلان کړه.
Good luck

Photos from Khost cricket academy's post 07/06/2021

خوست کرکټ اکېډمي بازانو لوبډلې دخوست کرکټ اکېډمۍ لپاره د جوړ شوي ټرای سريز اتلولي وګټله!

پۀ فاینل لوبه کې خوست کرکټ اکېډمي زلمیانو لوبډلې بټینګ وکړ چې پۀ ټاکلو شلو اورونو کې يې ۱۵۴ منډې جوړې کړې، دوی لپاره نويد عبید تر ټولو زياتې ۴۲ منډې وکړې.
بازانو ته خليل احمد او کفتان شاهدالله کمال دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

خوست بازانو یاد هدف دې کفتان شاهدالله کمال ۶۷ او اېمل شاهین ۴۷ منډو پر مټ پۀ ۱۶ اورونو کې د شپږو ویکټو پۀ تاوان پوره کړ او د یاد سريز اتلولي يې پۀ خپل نوم کړه.
زلمیانو لپاره حسیب الله لکڼوال دوه لوبغاړي وسوځول.

د فاینل لوبې غوره لوبغاړی شاهدالله کمال شو، د سريز غوره بالر هاشم خان ځدراڼ او غوره بټسېن اېمل شاهين ونومول شول، د یاد سريز اېمرجېنګ یا ځوان استعدادي لوبغاړی بیا یونس ځدراڼ ونومول شو.

نوټ: لۀ جهاد سنګين سپورټس څخه ځانګړي مننه چې د فاینل لوبې ټراپیانې يې ډالۍ کړې؛

Photos from Khost cricket academy's post 06/06/2021

خوست زلمیانو لوبډلې د پرلپسې دوه بریاوو خپلولو سره، پایلوبې ته لار پیدا کړه

د خوست ولایت د استاد حکیم تڼیوال پارک د مس عینک پر لوبغالي یادې سیالۍ چې د خوست کریکټ پرمختیایي ادارې په هڅو په لار اچول شوي، نن یې نیمه پایلوبه د خوست اکیډمۍ زلمیانو او خوست کریکټ اکیډمۍ اتلانو ترمنځ ترسره شوه.
زلمیانو لومړۍ توپوهنه وکړه، دوی پوره شل اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځیدو او د ذبیح الله محمدي د ۵۹ او سیدالله شاهین ۲۰ منډو پرمټ ۱۶۱ منډې جوړې کړې.
اتلانو ته خلیل ګربز، ګوهر ارمان او خلیل احمد دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.
د ټاکلي هدف په تعقیب اتلانو لوبډلې پوره شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۹ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۱۲ منډو په توپیر بایلوده.
دوی ته په توپوهنه کې امیرګل ځدراڼ ۳۶، محمد علي ۳۶ او یونس ځدراڼ بیا د ۳۵ منډو په جوړولو وتوانیدل.
خوست کریکټ زلمیانو ته په توپ اچونه کې نوید عبید ۳ او ذبیح الله محمدي ۲ لوبغاړي وسوځول.
ذبیح الله محمدي د دوه ویکټو ترڅنګ د نیمه سلیزې په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
تاکل شوي ترڅو د یادو سیالیو پایلوبه به سبا دوشنبه د جون پر اوومه د شاهد کمال او احسان الله جنت لوبډلو ترمنځ پر همدې لوبغالي ترسره شي.

Photos from Khost cricket academy's post 05/06/2021

خوست زلمیانو خپله لومړۍ لوبه لۀ خوست بازانو وګټله!

خوست بازانو اول بټینګ وکړ پۀ ټاکلو شلو اورونو کې يې ۱۱۴ منډې جوړې کړې چې دوی لپاره لپاره ایمل شاهین ۳۸ او شاهد کمال ۲۱ منډې جوړې کړې، زلمیانو ته بیا هاشم ۴ لوبغاړي وسوځول.

خوست زلمیانو یاد هدف دې کفتان احسان الله جنت د ۸۳ ناسوځېدلي چټکو منډو پۀ زور پۀ اسانۍ سره پوره کړ.

احسان الله جنت د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

Photos from Khost cricket academy's post 03/06/2021

خبرتيا

د خوست کرکټ اکېډمۍ ټرای سريز کې سبا د خوست کرکټ اکېډمي اتلانو او خوست کرکټ اکېډمي بازانو ترمنځ لوبه به ماسپښين دوه بجې ترسره کيږي.

Photos from Khost cricket academy's post 03/06/2021

پۀ ټرای سریز یا کې نن خوست ملي کریکټ اکیډمۍ اتلانو لوبډلې د نورعلي ځدراڼ په لوبډلمشرۍ کې د خوست ملي کریکټ اکیډمۍ زلمیانو لوبډلې ته چې مشري یې احسان الله جنت کوي په شپږ ویکټو ماتې ورکړه.
یاده سیالي چې د استاد حکیم تڼیوال پارک مس عین پر لوبغالي ترسره شوه، ټاس یا پچه د نورعلي ځدراڼ لوبډلې وګټله او لومړۍ توپ اچونه یې ترسره کړه.
زالمیانو لوبډلې پوره شل اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځیدو ۱۵۵ منډې جوړې کړې؛ دوی ته په توپوهنه کې نوید عبید ۵۲ ، اسد الله ځدراڼ ۳۷ او اسد منګل ۳۱ منډې جوړې کړې.
اتلانو لوبډلې ته په توپ اچونه کې بهار ډاډوال څلور ویکټې ترلاسه کړې.
د ۱۵۶ منډو هدف اتلانو لوبډلې د سیالۍ په نولسم اوور کې ترلاسه او لوبه یې د شپږ ویکټو په توپیر خپله کړه.
خوست ملي کریکټ اکیډمۍ اتلانو لوبډلې ته په توپوهنه کې محمدعلي ۵۲ ، هیواد افغان ۳۸، خالد تڼیوال ۲۰ او رحمن الله ۳۵ منډې جوړې کړې؛ بل طرف زالمیانو ته په توپ اچونه کې حسیب الله دوه، هاشم او احسان جنت بیا یو ـ یو لوبغاړی وسوځولو.
بهار ډاډوال د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د یادونې وړ ده چې ددغو لوبو په څلورمه سیالۍ کې چې د جون پر څلورمه ترسره کیږي، خوست ملي کریکټ اکیډمۍ بازان د شاهد کمال تر مشرۍ لاندې د خوست ملي کریکټ اکیډمۍ اتلانو خلاف چې مشري یې نورعلي ځدراڼ کوي، لوبه به ترسره کړي.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Khost?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address

Khost