26/08/2023
محمدیونس
mohammadamin
26/08/2023
محمدیونس
03/04/2023
🍁Javid MalanG 🍁 on TikTok خپل مسافر په دعا کی یاد ساتی🌙🤲
27/03/2023
🍁Javid MalanG 🍁 on TikTok پہ روجہ کی مازیگر تہ انتظار ووم🌙😍نوی شعرونہ دی!
21/12/2022
په اسلام کې د ښځې حقوق
۱: کله چې نارینه ښځه لري او د خپلې ښځې په موجودوالي کې خیانت وکړي سزا یی رجم ده چې مړ شي.
۲: کله چې دوهمه ښځه په نکاح کړي او تر مابین د دواړو ښځو عدل ونه کړي په ورځ د قیامت به په داسې حال کې د قبرنه راپورته شي چې یو طرف به یې کوږ وي.
۳: کله چې مهر ورته وټاکې او بیا یی ور نه کړي نو دا کس غل بلل کیږي .
۴: کله چې طلاق ورکړي نو حق نه لري چې هغه شیان ترې واخلي چې ښځې ته یې ورکړي دي.
۵ : کله چې په میراث کې خپل حق ورنه کړي نو دې کس د الله جل جلاله له حدودو سرکشي وکړه او څوک چې د الله جل جلاله له حدودو سرکشه شي هغه د خپل ځان سره ظلم وکړئ.
۶: کوم کس چې خپله ښځه ووهي یا یې بې عزته کړي هغه کس خسس بلل کیږي او څوک چې د ښځې عزت وکړي هغه عزتمن کس دی.
۷: کله چي یې خاوند بغیر د ښځې له اجازې څخه تر څلورو میاشتو زیات مسافري وکړي ښځې ته یې د جلاولي د غوښتلو حق شته .
۸: او د خپلې ښځې سره به د مور په څیر معامله نه کوي که چیرته یې خپلې ښځې ته وویل چي ته پر ما داسی یي لکه د مور شا نو سزا یې داده چې یا به ۶۰ روژي نیسي او یا به ۶۰ مسکینانو ته ډوډي ورکوئ.
۹: کله چې د خاوند خپله ښځه خوښه نه وي نو اسلام خاوند ته حکم کوي چي پر همدغه ښځه د صبر وکړي ممکن انسان یو شی نه خوښوی لیکن الله جل جلاله په هغه کې د ده لپاره خیر ایښي وي.
۱۰ که چیرته یی طلاقه کړي بیا هم خاوند ته حکم دي چې ښیګڼې یی هیرې نه کړي لګولو له امله الله جل جلاله هغه کس ته د اتیا درو د وهلو حد ټاکلي دي.
۱۱ : کله چې طلاق ورکړي نو بیا به یی هم د اولاد نفقه په خاوند وي.
۱۲: د خاوند په مال کې ښځه ازاده ده که چیرته نفقه ورڅخه وکړي دوه اجرونه ورکول کیږي
۱۳: که چیرته بغیر له کوم سبب څخه په ښځه باندې خاوند تیری وکړي همدومره سزا به خاوند ته ورکول کیږي.
۱۴: که چیرته ښځه خاوند ته د نیک کار د کولو حکم وکړي په خاوند لازمه ده چی اطاعت یی وکړي.
۱۵: د ښځې له وجې رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه غزا د بنی قینقاع په نامه ترسره کړي ده.
۱۶: او د ښځې څخه دفاع کړل جهاد دی.
۱۷: او د ښځې څخه د دفاع په وجه مړ کیدل شهادت في سبیل الله بلل کیږي.
۱۸: او پر ښځه باندې په ناحقه تور لګولو له امله الله جل جلاله هغه کس ته د اتیا درو د وهلو حد ټاکلی دی.
۱۹ او د ښځې د دفاع په خاطر معتصم بالله د خپلو لښکرو سره د عموریه په ښار باندي برید وکړئ.
دا هغه حقوق دي چې اسلام ښځې ته ورکړي دي.
نورو اسلامي معلوماتو لپاره آزموینه سره پاتې شئ مننه